روزنامه هیواد

د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرې او له ولسمشر غنی سره د خلیلزاد کتنه

سمېع الله سمېع

شپږمه برخه

اړىنه ىادونه:

 د ولسمشر محمداشرف غنی دوىنا پوره متن د ۱۳۹۸ ل کال دزمری په ۲۹ مه دسې شنبې په ورځ   په هېواد ورځپاڼه کې نشر شوى دى ، کېداى شى چې لوستونکی لاترې  ښه ګټه واخلی.

دهېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ په  کابل  او دهېواد په ټولو ولاىتونوکې په  ځانګړو خوشالیو، آټنونو او خوښىو سره دهېواد د ټولو خلکو له خوا ولمانځل شوه او  طالبانو هم ددغې ورځې مبارکی  دهېواد ټولو خلکو ته ووىله، خوله دغې تارىخی ورځې ىوه ورځ مخکې دزمری  په ۲۶ تمه ددوشنبې په شپه د دارالامان په سىمه کې  په شهر دوبۍ هوټل  کې په ىو واده کې دځانمرګې برىد  له امله زموږ ۶۳ تنه بېګناه هېوادوال  شهىدان او ۱۸۳ تنه نور ټبىان شول. ددغې  غملړلې  پېښې له امله دهېواد ، ټول خلک سخت خواشىنی شول او لکه څنګه چې لازمه وه ، خلکو ونه شواى کولاى چې په دغو تارىخى  خوشالىو کې برخه واخلی، ددغې خونړۍ پېښې پړه داعش ومنله. همدارنګه په دغې تارىخی ورځ په جلال آباد او لغمان کې هم چاودنې و شوې او ىو شمېر کسان په کې  ټپىان شول ، چې په دغې ملی  خوشالۍ کې ىې  ګډون کړى وو.

افغان حکومت په کابل ښارکې  پرشهر دبى  هوټل د برىد پړه پرطالبانو وراچوله خو طالبانو نه منله.

 د چىن له استازی سره دولسمشر کتنه:

 ولسمشر محمداشرف غنی دزمری په ۲۷ تمه د اګست په ۱۸ مه دىکشنبې په ورځ ماښام دافغانستان اوپاکستان لپاره دچین دولسی جمهوریت له استازی
د ىنګ شىجون ، سره په ارګ کې دافغان سولې په اړه خبرې وکړې. په دغو خبروکې ولسمشر  غنی ووىل، چې اوس هم پاکستان د  طالبانو ملاتړ کوی او لاتراوسه دغه هېواد، په  افغانستان کې د تاوترىخوالی د راکمولو او  دسولې له پروسې سره مرسته نه ده کړې.  که پاکستان دطالبانو له ملاتړ څخه لاس  واخلی ،نو دا ډله نوره دوام نه شی  کولاى، بلکې ختمه به شی.

 هىله من ىو ، چې پاکستان دکشمىر مسئله په  افغان جګړې پورې ونه تړی.

 له طالبانو سره باىد د ىوې ډلګۍ په حىث خبرې وشی.

په مقابل کې دچىن ځانګړی استازى دىنګ شىجون دافغان سولې د راوستلو لپاره دهرډول  همکارۍ وعده ورکړه.

پاکستان ولې دکشمېرمسئله پرافغان سولې پورې تړلې ګڼله؟

 که د هند او پاکستان دجوړښت تارىخ ته په لنډ ډول وکتل شى، نو دانګرېزانو اساسی موخه دهند او پاکستان دهېوادونو له نوی جوړښت څخه دا وه چې دهند تودو اوبو ته د روسانو د رسېدلو په وړاندې ىولوى دېوال جوړ کړی، نو دهمدغې موخې د ترسره کولو لپاره یې په ۱۹۴۷ م کال دهند او  پاکستان هېوادونه رامنځته کړل او په خپله له هند څخه ووتل، انګرېزانو له هند څخه د وتلو پرمهال دوه مهمې مسئلی قصداً ناحل پرېښودلې ،  چې ىوه دکشمىر او کشمىرىانو مسئله اوبله د ډىورنډ د فرضى کرښې شتون و.

که انګرېزانو له منافقت څخه کارنه واى اخىستلى ،نو کېداى شو اى چې نوموړې مسئلې په ډېره ښه توګه حل شوې واى.

 په عمومی ډول کشمېرتر ډېره دمسلمانانو مځکه ده او ډېرلږ  په کې  هندوانو ژوند کاوه. کله چې انګرىزان له هند څخه وتل،  نو دکشمىر مشری یې ىو هندوته وسپارله اوهغه په شخصی ډول  کشمىرهند ته وسپاره.

 پاکستان وکولاى شول چې دکشمىر درېمه برخه مځکه دځان لپاره بېله کړی. او کشمىر دآزاد کشمىر په نوم ونوموی  چې  له خپله ځانه یې صدراعظم اوکابىنه درلودله. له دغه رنګه وىش وروسته دهند او پاکستان ترمنځ دکشمىر پر مسئله سىاسی اوپوځی تاوترىخوالى پىل شو، تراوسه په تېرو ۷۳ کلونو کې چې دهند او پاکستان له جوړښت څخه تېریږی ، دهند اوپاکستان ترمنځ دوه ستر جنګونه شوی دى، چې په دغو جنګونو کې دواړو لورىوته دسراومال ډېر زىان اوښتى دى. په دې وروستىو کې د ۱۳۹۸ ل کال دزمری په ۱۴ مه د ۲۰۱۹ م کال د اګست په پنځمه د دوشنبې په ورځ دهند حکومت د ىوفرمان له مخې دکشمىر نىمه مختاره آزاد ی لغوه کړه او دهند پرخاورې پورې یې  وتاړه.

پاکستان دهند دغه عمل  سخت وغانده او دهند دغه کارىې ىو اړخىز وباله او اخطار ىې ورکړ، چې دهند په وړاندې به له هرې ممکنې وسىلې څخه کارواخلی.

هند له ځان سره دکشمىر د ىو ځاى کېدلو کار په داسې وخت کې وکړ، چې دافغان سولې په اړه دامریکا اوطالب استازو ترمنځ د قطر په پلازمىنه دوحه کې د اتم پړاوخبرې پاى ته رسىدلې وې او د دواړو لورىو ترمنځ دهوکړه لىک دلاسلىک لپاره چمتووالى روان و.

 پاکستان پرته له سىاسی واقعىتونو څخه په ډېره بېړه دکشمىر مسئله پرافغان سولې پورې وتړله، چې په دې اړه دپاکستان دعمران خان دحکومت پرضد د پارلمانی اپوزسیون مشر شهباز شرىف ىووار بىا د  کشمېر لانجې ته له افغان بحران سره تړاو ورکړ او وىې وىل: که پاکستان په کشمېر کې بوخت وی، له لویدىځ سره له افغانستانه په وتلو کې مرسته نه شی کولاى.  له دغه رنګه څرګندونو وړاندې شهباز شرىف وىلی وو،چې دا امکان نه لری، چې په افغانستان کې دې دسولې جشنونه کېږی او کشمېر دې په لمبو کې سوځی.زموږ حکومتونو دکشمېر مسئله په افغانی کشالې پورې تړلې  ساتلې وه، خو عمران خان د افغانستان لوىدىځ او کشمېر هند ته سپارلی دی.  په دې اړه افغان دولت، افغان سىاستوالو او دافغانستان ټولو خلکو سخت غبرګون وښوده او داىى ښکاره کړه چې دکشمېر مسئله په افغان لانجې پورې هېڅ اړه نه لری.

په واشنګټن کې دپاکستان سفىر اسد مجىد په خپل ىوبىان کې وىلى و، چې دکشمېر لانجه به په افغانستان کې دسولې د راوستلو پرهڅو سخته اغىزه وکړې ددغو بې مسوولىته څرګندونو په وړاندې په واشنګټن کې افغان سفىرې روىا رحمانی په ىوه اعلامىه کې په ډېرو سختو الفاظو وویل: دکشمیر او افغانستان دمسایلویوځاى کول یوغیرمسوولانه اوبې دلیله کار دی، رحمانی زیاته کړه: هېڅوک حق نه لری چې د افغانستان په لانجې پورې د کشمېر لانجې د تړلو لپاره نظر ورکړی، بلکې دا یو غیر مسوولانه کار دى.  کشمېر د پاکستان اوهند خپل منځی مسئله ده . داچې  عمران خان هڅه کوی دا موضوع په افغانستان کې په سولې پورې وتړی داپه آگاهانه ډول په افغانستان کې د سولې راوستلو پرهڅو سخته اغېزه کوی.  د پاکستان حکومت هڅه کوله، چې طالبان دې ته وهڅوی چې دسولې موافقه له امریکا سره ترهغه وخته لاسلیک نه کړی، ترڅو چې امریکا د هند اوپاکستان لانجه حل نه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید