روزنامه هیواد

د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرې او له ولسمشر غنی سره د خلیلزاد کتنه

سمېع الله سمېع

څلورمه برخه

د ملاهبت الله د ورور وژنه:

په داسې حال کې چې دامریکا او طالب استازو ترمنځ دافغان سولې په اړه د قطر په پلازمىنه دوحه کې داتم پړاو خبرې پاى ته رسیدلې وې او  دطالبانو او امرىکا ترمنځ دسولې دهوکړه لىک دلاسلىک لپاره په شمار ورځې  پاتې وې، دزمری په ۲۵تمه د اګست  په ۱۶ مه  دجمعې په ورځ په کوېټه کې د کچلاغ په سىمه کې په ىو جومات کې دجمعې دلمانځه پرمهال چاودنه وشوه، چې په کې د طالبانو دمشر ملاهبت الله د ورور حافظ احمدالله په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ۲۲  تنه ټپىان شول.

چاو دىدونکی توکی د جومات  په ممبر کې ځاى پرځاى شوی وو، چې دخطبې پرمهال یې انفجار وکړ، حافظ احمدالله ددغه جومات ملا امام و.

مخکې ملا هبت الله ددغه جومات ملا امام و،  داسې وىل کېدل چې ددغه برىد هدف په خپله ملا هبت الله و، خو هغه په دغې ورځ دجمعې دلمانځه لپاره نه و راغلى.

داسې وىل کېده چې دافغان سولې په خبروکې طالبانو د پاکستان غوښتنوته سرنه دى ټىټ کړى ، نو دغه برید په خپله پاکستان له طالبانو سره د غچ اخېستلو لپاره کړى دى.

ىو شمېر سىاسی شنونکو داخبره کوله، چې پاکستان هڅه کوی په دغه رنګه بریدونو سره په افغانستان کې دسولې مخه ونىسی.

وروسته دملا رسول د ډلې طالبانو دملاهبت الله د ورور حافظ احمدالله د ترور مسوولىت په غاړه واخىسته .

د افغان سولې په اړه دامرىکا او  اىران ګډې هڅې:

امرىکا دافغان سولې په اړه دخپلو هڅو په بهىر کې هڅه کوله، چې اىران هم له ځان سره ملګرى کړی. په دې اړه  روىترز  خبرې  آژانس خبر ورکړ، چې لویدىځو سرچینو له طالبانو سره د سولې په خبروکې د اىران همکاری له دې کبله اړىنه بللې، چې دغه هېواد په وروستىو کلونو کې د طالبانو له مشرانو سره ښې اړىکې جوړې کړی او ځینى طالب مشران له خپلو کورنیو سره هلته ژوند کوی.

روىترز لىکلى، چې دتهران له خوا واشنګټن ته داسې استول شوى  پىغام یې  هم لېدلې چې دسولې د روانې پروسې او  دسىاسی حل لپاره د بىن الافغانی مذاکراتو په تړاو د اىران د اندېښنو ىادونه په کې  شوې ده.

په دغه پىغام کې داىران چارواکو له خوا ، ادعا شوې چې ګنې طالب  مشرانو، ورته وىلى چې له اسلامی امارت پرته په بل هېڅ څه قناعت نه کوی او دخلىلزاد په مشرۍ هڅو دې ډلې ته سىاسی برتری ورکړې ده.

اروپایی منځګړو هڅه کوله چې  د تهران او واشنګټن ترمنځ  د افغانستان په تړا و د نظرىووالى او ګډ ټکی رامنځته کړی.

د افغانستان په تړاو دټرمپ او عمران خان تېلفونی اړىکې:

کله چې دامریکا ولسمشر  ډونالډ ټرمپ له خپلو پوځی اوسىاسی چارواکو اوسلاکارانو  سره دافغان سولې لپاره خپلې سلامشورې دزمری په ۲۵تمه دجمعې  په ورځ سرته ورسولی، دپاکستان له صدراعظم عمران خان سره یې  په تېلفونى اړىکو کې خپلې خبرې شرىکې کړې او هم یې له افغانستان څخه دامرىکا دعسکرو دوتلو په اړه خپلې غوښتنې او نظریې وړاندې کړې. دواړو لوریو د کشمیر پرحالاتو هم خبرې وکړې. په دغه وخت کې دهندی  کشمېر په سرچې هند له خپلې خاورې سره ىوځاى کړى  و، دهند اوپاکستان ترمنځ سىاسی اړىکې کړکېچنې وې. په دې اړه ملګرو ملتونو هم ىوه غونډه جوړه کړى وه، په دغه وخت کې پاکستان ادعا کوله چې که دکشمېر ستونزه حل نه شی، نو  په افغانستان کې  سوله نه شی راتلاى. په همدې لحاظ  دامرىکا او طالبانو ترمنځ دسولې دهوکړه لىک لاسلىکول ځنډول شوی وو.

هند دعوه کوله چې کشمیر دهند خاوره ده اوپه دغې مسئله کې هېچاته د لاسوهنې حق نه ورکوی.

ولسمشر غنی: سوله ملی غوښتنه ده

ولسمشر محمداشرف غنی دنېکمرغه لوى  اختر لمونځ دزمری په ۱۳مه دىکشنبې د ورځې په سهارد ارګ د دلکشا په جامع جومات کې ادا کړ، له حاضرىنو سره له روغبړ وروسته ولسمشر غنی د رسنىو له لارې دافغانستان ټول ملت ته دنىکمرغه لوى اختر مبارکی ووىله ولسمشرغنی دملکی او  نظامی شهىدانو ټولو کورنیو ته د ډاډګیرنې او  غمشرىکۍ مراتب وړاندې کړل او وىې وىل : دا چې زموږ امنىتی او دفاعی ځواکونه زموږ د ملی هویت ، ملی  اقتدار او دهېواد داستقلال دفاع کوی، مننه ورڅخه کوم.

ولسمشر څرګنده کړه: موږ داسې  سوله غواړو ،  چې دهرافغان عزت په کې  وی او هغه سوله چې په کې زموږ خلک بې وطنه شی، نه غواړو.

ولسمشر په ټىنګار سره ووىل: پر کېبل دافغان نجونو او ښځو دوهلو وخت تېر شوى دى.  ولسمشر زىاته کړه: په سوله کې باىد هرافغان له بل افغان سره مساوی وی او  زموږ د ژبو  او قومونو تنوع زموږ وىاړونه دی.

ولسمشر  زىاته کړه: سوله راتلونکې ده او د  افغانستان خلک سوله غواړی،  سوله ملی غوښتنه ده.

ولسمشر د ټاکنو په اړه ووىل: ټاکنې ىوه اساسی اړتىا ه او دترسره کېدو  لپاره یې چمتووالى نیول شوى دى. ولسمشر غنی دهېواد د  خپلواکۍ دسلمې کلىزې دمبارکۍ ترڅنګ ووىل: دا جشن مې دخپل شخصىت په خاطر نه دى نىولى ،بلکې زموږ څو زره  کلن ملی  هویت ښىى او  د دارالامان ماڼۍ بىارغاونې وښوده ، چې زموږ په قاموس کې غىرممکن نشته.

طالبان امرىکایی  سناتور لىندسی  ګراهام ته بې باوره ښکارېدل:

په داسې حال کې چې دامرىکا او طالبانو داستازو ترمنځ په قطرکې دسولې هوکړه لىک بشپړ شوى  و، امرىکایی جمهورىت غوښتونکى سناتور لىندسی ګراهام پرطالبانو بې  باور ه ښکارىده. نوموړى ووىل: چې له طالبانو سره دسولې دهوکړه لىک لاسلىکول له اىران سره د اوباما داتومی تړون د لاسلىکولو په شان ىوه تېروتنه ده، په دې مانا چې له اىران سره دامرىکا  پخوانی ولسمشر اوباما اتومی تړون دىوې تېروتنې په ترڅ کې لاسلىک کړى  و.  دغه سناتور ټرمپ ته وىلی دی چې داوباما له تېروتنې باىد دعبرت درس واخلی هوښىار و اوسى او  خپل دملی امنىت ټىم ته باىد پوره پاملرنه وکړی.  دامرىکا دجنوبی کارولىنا سناتور لىندسی ګراهام په خپل ىوبل ټوىټ کې ولىکل ، چې القاعده ، داعش اونورې افرا‌طی ډلې دجګړې له پاى  ته رسېدو سره علاقه نه لرى طالبان که هره غوښتنه لری، خو دامرىکا د خوندىتوب لپاره باىد هلته د ترورىزم ضد چټک ځواکونه چې  استخباراتی سهولتونه هم ورسره وی موجود وى.

ممکن است شما دوست داشته باشید