روزنامه هیواد

د امریکایی ځواکونو کمول  پر جګړه اغېزه نه شی کولى

د امریکا مخکښ سناتور نېنزی ګراهام افغانستان ته په راتګ سره له ولسمشر محمد اشرف غنی سره څه موده وړاندې په ارګ کې وکتل او بیا یې خبری غونډې ته مالومات ورکړل، دى وایی، چې په راروان نوی کال کې به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د یو شمېر ځواکونو د ایستلو اعلام وکړی، خو ښاغلی ګراهام په دې اړه اندېښنه هم ښکاره کړې ، ده ویلی، چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو ایستل به په داسې حال کې چې ترهګری په ګاونډ کې بېرته پیاوړې شوې او اورپکی هم ورسره یوځاى ده، ستونزې را منځته کړی، چې دا نه د امریکا لپاره په خیر ده او نه هم د افغانستان او سیمې په خیر، ده ویلی، چې دا کار باید د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په صورت کې وشی، کله چې افغان ځواکونه دومره پیاوړی شی، چې ترهګری وځپی، نو بیا دې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسی! د ځواکونو خبره په داسې حال کې کېږی، چې په افغانستان کې لا هم جګړه ماران مهار شوی نه دی او په پاکستان کې ترهګری او اورپکی له بل هر وخته اوس ډېره پراخه او پیاوړې شوې ده، دې ترهګرۍ په افغانستان کې د سولې امکانات له خطر سره مخ کړی، بل لورى له پاکستان سره د ایران او روسیې په شمول نور هېوادونه هم ملګری شوی، چې هغوى د خپلو موخو او د امریکا او ناټو د ماتې په هیله د دې ترهګرۍ او اورپکۍ علنی ملاتړ ته لاس اچولى دى! له همدې امله اوسنۍ ترهګرۍ له پخوانۍ هغې خطرناکه او ملاتړی یې عملاً موندلی دی! په دې اړه خپله په امریکا کې هم رسنۍ اندېښنې ښکاره کوی او سیاسی او پوځی کارپوهان د ټرمپ پر دغه تصمیم نیوکې کوی، واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم له افغانستانه د امریکایی ځواکونو پر وتلو اندېښنه ښکاره کړې ده.دغې ورځپاڼې لیکلی، چې د طالب جګړه مارانو له‌خوا پر زیاتو بریدونو سربېره، ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو کمولو ته لېوال دى.د این بی سی ټلوېزیونی چینل هم راپور ورکړی، چې تمه کېږی د ډونالد ټرمپ اداره له افغانستانه د ۴ زرو امریکایی عسکرو د وتلو اعلام وکړی. که چېرې دغه شمېر سرتېری وایستل شی، نو په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د پاتې سرتېریو شمېر به د ۸ او ۹ زرو ترمنځ وی. بله خوا یو شمېر نور سناتوران د دغه تصمیم ننګه کوی، د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړی استدلال کوی چې ښاغلى ټرمپ خپل هېواد ته د خپلو ځواکونو د لویې برخې د بېرته راستنولو په هدف کې پاتې راغلى دى جمهوری غوښتونکی سناتور رانډ پاول په دې وروستیو کې  CNN ټلوېزیون ته ویلی: (( ټرمپ خپل هېواد ته د عسکرو په راوستلو کې خپله ژمنه نه ‌ده پوره کړې.))

ښاغلى پاول باور لری اوس‌یې وخت دى چې امریکا له افغانستانه ووځی، خو دا د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ښاغلی ټرمپ ستر کمپاین دى، په اصل کې دا ډول تصامیم څو څو ځله نیول شوی وو، خو امریکا په آسانۍ سره افغانستان نه پرېږدی او دلته یې د افغانستان په امنیت او ثبات کې خپل امنیت او د نړۍ امنیت خوندی دى! دا منو چې ښاغلى ټرمپ به د کمپاین لپاره یو شمېر ځواکونه وباسی، خو د ټولو عسکرو د ایستلو خبره یې نه ده کړې او نه هم داسې پلان لری، بلکې د ځواکونو کمول او زیاتول معمول ګرځېدلی. امریکا د ترهګرۍ او اورپکۍ د خطر له امله او له افغانستان سره د ستراتیژیکې او امنیتی او دفاعی ملګرتیاوو په ترڅ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته ژمنه ده، د ۴ زرو عسکرو ایستل افغانستان د ناامنۍ کندې ته نه شی ټېل وهلى، بلکې کورنی ځواکونه د هغوى ځاى ډکولى شی او اوس عملاً کورنی ځواکونه پر ترهګرۍ او اورپکۍ لاسبری دی! بل دا چې له افغانستانه د ترهګرۍ ضد مبازره مهمه ګڼل کېږی او ناټو هم د افغانستان اوږدمهالی ملاتړ ته زور ورکوی!

عبدالمنان توحیدیار

ممکن است شما دوست داشته باشید