روزنامه هیواد

د امریکایی ځواکونو د شتون پر ځای دهغوی مرستو ته اړتیا لرو

 د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایی: افغانستان اوس هغه پخوانی نه دی، اوس پیاوړی پوځ لری ،خو وایی: لا هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو.نوموړی دا څرګندونې د ریسنا په نامه هندی انستیتیوت په آنلاین غونډه کې وکړې ،چې د هندوستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران یې هم برخوال وو.یاده څو اړخیزه غونډه د (( سولې لپاره لار ))  په نامه وه چې د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو رول، د امنیت ټینګښت لپاره د افغان امنیتی ځواکونو پر پیاوړتیا او دغه راز له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو پکې بحث او خبرې وشوې.په دې څو اړخیزه غونډه کې د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سربېره د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سوالونه ته ځوابونه ورکړل.محب له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته په کتو وویل: د نړیوالو ځواکونو حضور ته نه ،بلکې له افغان امنیتی ځواکونو سره د د دوی مرستو ته اړتیا لرو.ده وویل : له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره چمتوالی نیول شوی او په څو ورځو کې به یوه ډله په دې برخه کې په کار پیل وکړی.د ملی امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې داسې مهال دی ،چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د ټولو پوځیانو د وتلو نېټه د سپټمبر ۱۱ مه اعلام کړه.ورته مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په دې غونډه کې وویل: د افغانانو په مشری د سولې له بهیره ملاتړ کوی ،خو وایی: افغانانو ته دې د دې اجازه ورکړل شی، چې د سولې پروسه خپله پر مخ یوسی او دغه راز په اړه یې خپله پرېکړه وکړی.نوموړی په ټینګار سره زیاته کړه، چې د افغانستان راتلونکی باید روښانه وی، تېر ته ګرځېدل باید نه وی او د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانانو سره سولې ته د رسېدو لپاره همکاری وکړی.د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل : هېواد یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر په تله له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو ډېر اندېښمن دی؛ ځکه وېره لری ،چې د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې د دوی لویې پروژې له ستونزو سره مخ شی.د دې غونډې پایله کې ټولو اړخونو په ټینګار سره وویل: په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره باید د سیمې هېوادونه رغوونکی رول ولری او زیاته یې کړه ،چې دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید