روزنامه هیواد

د امریکایی عسکرو لومړۍ ډله کابل ته ورسېدله

نن سهار د امریکایی عسکرو لومړی ډله کابل ته ورسېده او تر یکشنبې پورې به نور ځواکونه هم را ورسېږی. هغوی به د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره د خپلو ډیپلوماتیکو او ملکی کسانو امنیت خوندی او راوباسی.    

 امریکا اعلام کړی و، چې افغانستان ته به په موقتی ډول سره ۳۰۰۰ عسکر ورولېږی. د هغوی وظیفه داده چی د امریکا د سفارت پرسونل او نورو ملکی کسانو د پرواز امنیت خوندی او کومک ورسره وکړی.برېتانیا هم غواړی، چی کابل ته ۶۰۰ عسکر ولېږی، چې د سفارت د پرسونل او نورو محلی کارکوونکو امنیت یې خوندی کړی.د بلی خوا د جرمنی د بهرنیو وزارت مرستیال، میشاییل روټ په نظر به د اروپا پر ټولنې او جرمنی باندې د افغانستان د حالاتو له کبله د مهاجرینو هجوم ډېر سی. هغه جرمنۍ ورځپاڼې،«راینشنه پوست» ته وېیلی ، چې « د مهاجرینو تعداد همدا اوس لا په ډراماتیک ډول سره لوړ شوی دی.))د روټ په خبره به پر ترکیې، ایران او پاکستان هم فشار لوړ او ډېر شی او زیات افغانان به ورمهاجر شی. ځکه نو باید د ترکیې سره په دغه هېواد کې د مهاجرینو د مشکل د حل په خاطر ژر ترژره یو تړون امضا شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید