روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د امتحان پر شپه د خوب اړتیا

د برېتانیا ((رائل هالو وې)) پوهنتون د اروا پوهنې د استاد جیکی تمینن ډېر زده کوونکی د ازموینې شپه په لوست او وېښه تېروی.دغه زده کوونکی فکر کوی ،چې په دې ډول به سبا ورځ په ازموینه کې ښه وځلېږی،خو استاد جیکی تمینن وایی: د ازموینې پر شپه بې خوبی تر ګټې ډېر تاوان لری.خوب د انسان پر حافظه اغېز لری، په ځانګړی ډول کله چې انسانان ژبه زده کوی.همدارنګه په مغزو کې د علم یا مالوماتو ساتل هم خوب ته اړتیا لری.پروفیسور تمینن پر دې موضوع یوه څېړنه هم پیل کړې.دى د خپلې څېړنې ګډونوالو ته نوی کلمات ور زده کوی او بیا ورته وایی ،چې ټوله شپه وېښه تېره کړی، خو یو شمېر نورو ګډونوالو ته بیا د پوره خوب کولو سپارښتنه کوی.له پایلو څرګنده شوه ،چې هغه ډله خلک چې خوب یې پوره و، ډېر کلمات یې په یاد پاتې وو، خو هغه چې ډله چې بې خوبی یې کړې وه، حافظه کې یې ډېر څه نه وو پاتې.تمینن وایی، په ریښتیا سره خوب د زده کړې مرکز دى.(( که تاسو زده کړه هم نه کوئ ،خو کله چې تاسو ویده یاست ، نو ستاسو ذهن پرله پسې په زده کړه بوخت وی. دا داسې ده لکه ذهن مو چې ستاسو په ځای کار کوی. که چېرې تاسو ویده نه شئ، نو هغه وخت مو ،چې په زده کړه تېر کړى هېڅ ګټه به ترې ونه کړئ.))د خوب پر وخت مغزو کې څه تېریږی؟په اصل کې خوب هغه څه بیا ځلې تکرارېږی، چې د ورځې له خوا مو ورسره سرو کار وی.د څېړنو پر بنسټ د مغزو هغه برخه چې له منطق او احساساتو سره تړلې، د خوب په وخت کې په بېلا بېل ډول کار کوی.دلته د مغزو د بېلابېلو برخو اړیکې یو له بل سره ډېرې اړینې دی.د ژور خوب پر مهال د مغزو هیپی کیمپس برخه چې د ژورې زده کړې دنده لری له نویو کوټیکس سره اړیکه نیسی او د اوږمهال لپاره د مالوماتو په یاد ساتلو کې مرسته کوی.ماشومان د لویانو پر تله ژور خوب کوی له همدې کبله ماشومان ژبه او نور معلومات ژر زده کولی شی.همدارنګه یو شمېر څېړونکی وایی: ماشومان باید د ورځې له خوا ویده شی ،چې ماغزه یې هر څه ښه زده کړی.د څېړونکو په خبره خوب ماغزه متحرکه کوی او مالومات په کې خوندی کوی او د اړتیا پر وخت بیا د همدې مالوماتو په کارولو کې هم ورسره مرسته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید