روزنامه هیواد

د امان الله خان د اثارو د نندارتون په اړه د محمداشرف غنی پیغام!

د اعلیحضرت امان الله خان د اثارو د نندارتون د پرانیستلو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو په مناسبت د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس  محمداشرف غنی پیغام!

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د امان الله خان د اثارو او د هېواد د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو تر عنوان لاندې نندارتون  جوړ کړ، چې د دغې پرتمینې او طلایی دورې د خاطرو د احیا کولو په برخه کې نیک او د قدر وړاقدام دى.

هغه دوره چې د استعمار په وړاندې زموږ د خلکو مبارزو نتیجه ورکړه او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره یې د هېواد د بچیانو مېړانه او زړورتیا نندارې ته وړاندې کوی.

دغه طلایی دوره نه یوازې د خپلواکۍ  سوغات راوړنکې ده، بلکې دغه راز داسې دوره ده چې د مدنی اصلاحاتو په رامنځته کولو او په هېواد کې د صنعت  په ودې سره  د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په برخه کې زیاتې هڅې وشوې. د امان الله خان هیله  یو آزاد ، خپلواک ، سرلوړى  او سوکاله افغانستان و او د اوسنی افغانستان خلک هم هوډمن دی چې د هغه ناتمام فصل په بشپړېدو سره په پراخو اقتصادی او فرهنګی پروګرامونو سره  یو سوکاله هېواد ولری.

د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د امان الله خان د اثارو او د هېواد  د خپلواکۍ او ترقۍ لپاره د هڅو ترعنوان لاندې نندارتون په جوړولو سره د هېواد د خپلواکې د سلمې کلیزې د نمانځنې په خاطر مننه کوم او په دې برخه کې له هغه د زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم.  په پاى کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزې له امله ټولو افغانانو او په تېره بیا د ملی موزیم کارکوونکو ته مبارکی وایم.

ممکن است شما دوست داشته باشید