روزنامه هیواد

سیمې ته د خلیلزاد سفر، د افغان سولې لپاره هیلې راټوکولې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا هڅې تر بل هروخته اوس ډېرې پراخې شوې دی، امریکا غواړی،چې په افغانستان کې یې د جګړې اوږده بهیر ته د پای ټکی کېږدی، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو هغه اوږده جګړه ده، چې خپله د امریکا په مشرۍ د ناټو د تېروتنو له امله له اوولسو کلونو هم ډېره اوږده شوې او امریکایان یې هم سخت اندېښمن کړی دی، د امریکا هڅې دا دی، چې دې جګړې ته پر سیاسی حل د پای ټکې کېښوودل شی. دا هڅې له هغې وروسته پراخه شوې،چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لاملونه او لوری هم رسوا او هم مالوم شوی دی، خو امریکا سیاسی حل د جګړې غوره بدیل بولی، د دې لپاره امریکا زلمی خلیلزاد خپل استازی ټاکلی دی. زلمی خلیلزاد افغانستان او سیمې ته د لس ورځنی سفر په لړ کې پرون قطر ته لاړ، ښاغلی خلیلزاد د افغان سولې په پار ښایی د قطر د استازیو تر څنګ، له طالب استازیو سره هم کتلی وی،خو په دې اړه به وروسته جزئیات په ډاګه کېږی، له دې وړاندې ښاغلی خلیلزاد، سعودی او اسلام آباد ته هم سفر وکړ او له دغو لوریو سره یې د افغان سولې پر سر خبرې وکړې. زلمی خلیلزاد، د تېرې چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د سعودی عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په دې اړه خبرې وکړې. پاکستانی رسنیو ویلی چې د اسلام آباد له چارواکو سره د کتنې پر مهال زلمی خلیلزاد وړاندیز وکړ چې د افغان سولې په بهیر کې دې سعودی عربستان هم شامل کړل شی. پاکستانی رسنۍ وایی چې دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ هوکړه وکړه چې له سعودی عربستانه به وغواړی چې د افغان سولې او پخلاینې په پروسه کې مرسته وکړی. سعودی عربستان هغه هېواد دی چې پر افغان طالبانو اغېز لری او له افغان سولې سره مرسته کولی شی. سعودی عربستان له افغان حکومت سره ژمنې کړې، چې د سولې له بهیر سره به مرسته کوی او آن د افغان حکومت او طالب استازیو ترمنځ یې د خبرو د کوربه توب ژمنه هم کړې ده، څه موده وړاندې سعودی د اسلامی نړۍ د دینی عالمانو د هغو دوو غونډې کوربه توب وکړ، چې په افغانستان کې یې جګړه حرامه او فتنه وبلله او د افغان سولې ننګه یې وکړه، دغه راز په پام کې ده، چې زلمی خلیلزاد متحدو عرب اماراتو ته هم سفر وکړی او د افغان سولې په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره وګوری، د متحدو اماراتو حکومت هم د افغان سولې لپاره د هڅو ژمنې کړې او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې ننګه کوی ، دا به افغانستان او سیمې ته د زلمی خلیلزاد د سفر وروستی پړاو وی،خو دا د افغان سولې لپاره د امریکا ډېرې تاریخی او پراخې هلې ځلې دی، چې ډېر یې په تمه کړی دی، دا ځل امریکا له پاکستانه سوله نه غواړی، بلکې د پاکستان د نوی حکومت دریځ مالوموی، چې د افغان سولې لپاره څه کولی شی او هغه ترهګری له منځه وړی او که نه، چې د افغان سولې په مخ کې خنډ ګرځی، دغه راز د امریکا ولسمشر سعودی ته ویلی،چې حکومت یې د امریکا په ملاتړ پر پښو ولاړ دی او که د امریکا ملاتړ ورسره نه وی،نو پنځه ورځې هم دوام نه شی کولای!بل لوری قطر چې د پاکستان تر ټولو مخلص ملګری او د ترهګرۍ په روزنه او ملاتړ کې یې مرستندوی دی، د سعودی په مشرۍ د عرب ائتلاف تر فشارونو لاندې دی، همدا راز عرب شیخان هم اوس پوه دی، چې پاکستان یې بسپنې پر جهاد نه ،بلکې پر هغې ترهګرۍ لګول کېږی، چې جګړه یې د اسلامی نړۍ دینی عالمانو فتنه او ناروا بللې ده، دې ته په کتو سره د افغان سولې لپاره نوې هیلې را ټوکېدلې دی او سیمې ته د زلمی خلیلزاد دا سفرونه ډېر مهم دی او افغان یې په تمه کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید