روزنامه هیواد

د اقتصاد له نظره مالیات باید په کومه کچه ترسره شی

شفیق الله یوسفزی

لومړۍ برخه

هر حکومت د خپلو چارو د پرمخ بېولو لپاره اړ دی، چې بودجه ولری، چې لګښتونه له دې لارې تمویل کړی. حکومت له سترو بنسټیزو پروژو څخه رانیولې د ورځنیو عامه خدمتونو تر وړاندې کولو پورې مسوولیت لری چې ډېرې مالی منابع ولری او په کار یې واچوی، په هماغه اندازه به هېواد د پرمختګ او هوساینې په لور ولاړشی. د حکومت دنده ده، چې عامو وګړو ته د زده کړې، روغتیا، امنیت، سړک، پارک او ګڼ شمېر نور عامه خدمتونه وړاندې کړی. متوازن پرمختګ، د عوایدو د وېش انډول، د بېروزګارۍ او بېوزلۍ له منځه وړل، د انفلاسیون کنترول، سالمې سیالۍ ته د زمینې برابرول او داسې نورو آسانتیاوو ته د لارې د هوارولو لپاره کار وکړی. د اقتصادی، ټولنیز، فرهنګی او سیاسی ځان بسیاینې او بډاینې په هڅه کې وی، د همدې لپاره لوړ عادی، نظامی او پرمختیایی لګښتونه ولری. حکومت د خپلو لګښتونو لپاره اړ دی ،چې بودجه ولری، خپلې بودجې ته په کتو، خپل لومړیتوبونه وټاکی او له عادی لګښتونو اضافه پیسې د هېواد په سوکالۍ او پرمختګ کې ولګوی. دا د حکومت پرېکړه ده چې دکومو ستونزو حل ته اهمیت ورکړی، آیا غواړی چې خپلې مالی سرچینې د روغتیا سکتور ته ځانګړې کړی او که د زده کړو په برخه کې یې مصرف کړی، یا چاپېریال ساتنې ته لومړیتوب ورکړی او که د بېروزګارۍ او بېوزلۍ له منځه وړلو ته په ځواکمنه اراده کار وکړی، په جګړه تمرکز وکړی او که په ټول توان سولې راوستو ته لومړیتوب ورکړی. لنډه دا چې حکومت خپلو مالی منابعو ته په کتو خپل لومړیتوبونه ټاکی او مخ ته ځی. حکومت د مالیې راټولولو له لارې خصوصی سکتور تر خپلې اغېزې لاندې راولی. کله چې حکومت د وګړو په عایداتی سرچینو، توکو او خدمتونو مالیه لګوی، نو د حکومت عواید لوړېږی او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عایداتی سرچینې تر لاسه کوی. حکومت په نقلیه وسایلو، ، عصری هوټلونو، طیارو او په لسګونه نورو برخو مالیه لګوی او په مقابل کې یې خپل عامه لګښتونه پوره کوی. په ځینو توکو د دې لپاره هم مالیه لګول کېږی، چې حکومت ته د عوایدو را ټولېدو ترڅنګ د ناوړو توکو او فعالیتونو مخه هم ونیسی. د بېلګې په توګه حکومت په سګرېټو مالیه لګوی ، چې د عوایدو ترڅنګ د خپرېدو مخه یې هم ونیسی. همدارنګه حکومت ځینې وخت د تشویق لپاره سبسایډی ورکوی، د مثال په توګه حکومت د کرنې د پرمختګ او د بزګرو د تشویق لپاره سبسایډی اعلانوی او اصلاح شوی تخمونه، کېمیاوی سرې او ماشینرۍ په ارزانه بیه بزګرو ته وېشی. حتی حکومت د قانون پواسطه ځېنې کړنې محدودوی لکه د تریاکو کرل او خرڅول.  له صنعتی انقلاب څخه وروسته په نړۍ کې چټک او ستر پرمختګونه رامنځته شول، کارونه ګړندی شول او د ګټې او تولید اندازه څو برابره لوړه شوه، چې ور سره د یو حکومت چارې، مسوولیتونه او لګښتونه هم لوړ شول. په بحرانی حالت کې، د جګړې پر مهال، د ټولنیزو ستونزو لکه په یو هېواد کې د انفلاسیون، بېروزګارۍ او بېوزلۍ په وخت د حکومت کړنې پراختیا مومی او په داسې حالت کې لګښتونه هم څو برابره ډېرېږی. عام وګړی باید پوه شی ، چې د هېواد ملی شتمنۍ او مالی منابع په څه ډول لګول کېږی؟ د حکومت لومړیتوبونه څه دی؟ څه ډول خپل فعالیتونه تمویلوی او مدیریت کوی یې؟ آیا حکومت یو پارک جوړ کړی، غوره دی او که په ځای یې همدا بودجه د یو مجهز لابراتوار په جوړولو ولګوی یا کومه دولتی ودانۍ جوړولو ته لومړیتوب ورکړی او که یو څېړنیز مرکز ته؟ په حقیقت کې حکومت د عامو وګړو څخه پیسې د مالیې په بڼه را ټولوی او بېرته د عامه خدمتونه په برابرولو یې مصروفوی، نو په دې ډول د عامو وګړو حق جوړېږی ، چې د حکومت له پرېکړو، مالی لګښتونو، د سترو پروژو سرته رسولو او مالی منابعو څخه ځانونه خبر کړی. مالیات د یوې نقلیه وسیلې مثال لری ، چې مالی منابع له خصوصی سکتور څخه دولتی سکتور ته انتقالوی او د ټولنې د رفاه او پرمختګ لپاره بېرته لګول کېږی.

د مالیاتو اصول
(The principles of Taxation)

د ګټې او وړتیا په بنسټ د مالیې د ورکړې اصول :

کله چې له عامو وګړو څخه د مالیې د ټولولو پرېکړه وشوه، نو ځینې پوښتنې را پورته شوې چې مالیه په څه شی لګول کېږی؟ په عوایدو او که په خالصې ګټې او یا که په کوم بل معیار؟ دا پوښتنه هم د خلکو په ذهن کې ګرځېده، چې مالیه به په مالداره سړی لګول کېږی او که په غریب سړی؟ یا مالیه به ځوان پرې کوی او که سپین ږیری؟ د همدې سوالونو د ځواب د پیدا کولو لپاره یو لارښود ته اړتیا شوه، چې له مخې یې یو مناسب او ګټور مالیاتی سیستم جوړ شی. اقتصادپوهان د مالیاتی سیستم د تنظیم لپاره دوه مهم اصول وړاندیز کړل :

  1. د ګټې اخیستنې اصول
    (The Benefit Principle): د دې اصل له مخې،لکه څنګه چې یو کس د خصوصی توکو پیرلو لپاره پیسې پرې کوی، همدا ډول باید په هغه تناسب مالیه پرې کړی، څومره چې د دولتی توکو او خدمتونو څخه ګټه اخلی. د مثال په توګه یو کس چې ډوډۍ اخلی ، نو په مقابل کې یې پیسې ور کوی، همداسې باید ،چې د عامه توکو او خدمتونو لکه سړک، پارک، کلینیک، پل او نورو په مقابل کې حکومت ته مالیه ورکړی.
  2. د مالیې د ورکړې د وړتیا اصول
    (The Ability-to-Pay Principle): هر کس چې مالیه ورکوی، باید د خپلې ګټې او ثروت په تناسب مالیه ورکړی، یعنې هر هغه کس چې ډېره ګټه لری، نو هغه د لوړې مالیې د ورکړې وړتیا لری او باید چې لوړه مالیه ورکړی او هغه کس چې لږه ګټه لری، د مالیې د ورکړې وړتیا یې کمه ده، باید، چې کمه مالیه پرې کړی. د دې اصل له مخې په یو هېواد کې عواید بیا وېشل کېږی او په عمومی ډول د خلکو ترمنځ د ګټې او عوایدو انډول رامنځ ته کېږی. حکومت له مالدارو او لوړ عایدلرونکو څخه لوړه مالیه اخلی او بېوزلو او ناچارو ته عامه خدمتونو او آسانتیاوې برابروی. د مثال په توګه حکومت یو ښوونځی جوړوی، واضح ده چې ښوونځی د راټولې شوې مالیې په پیسو جوړ شوی. په ښوونځی کې هم د مالدارو اولادونه او هم د غریبو اولادونه یو ځای زده کړې کوی، خو د مالیې په هغو پیسو چې ښوونځی جوړ شوی ښکاره ده، چې مالدارو کسانو یې مالیه ورکړې او هغه کسان چې بې وزله وو او مالیه یې نه ده پرې کړې، هم خپل اولادونه همدې ښوونځی ته د زده کړې لپاره لېږی. اوسمهال اکثره مالداره خلک خپل اولادونه خصوصی ښوونځیو یا روغتونونو ته لېږی او دولتی ښوونځی د بېوزلو اولادونو ته پاتې دی.
  3. افقی او عمودی مساوات (Horizontal and Vertical Equity)

د افقی او عمودی مساواتو له مخې په توکو او خدماتو مالیې لږول هم د ګټې اخیستنې او د مالیې د ورکړې د وړتیا له مخې ترتیب شوی دی. په دې ډول سیستم کې مساوات او مناسب والی په نظر کې نیول شوی دی.

  1. افقی مساوات
    (Horizontal Equity): په افقی مساواتو کې د مالیې د ورکړې په اړه داسې بحث شوی چې څنګه د یو ډول ژوند لرونکی وګړی مساوی مالیه پرې کړی. که چېرې زما او ستا د سترګو او مخ له رنګ پرته د ژوند بل هر اړخ سره یو شان دی، نو د مالیاتو د تساوی سیستم له مخې زه او ته باید چې مساوی او یو شان مالیه ورکړو. د ګټې اخیستنې د اصل له مخې که چېرې ما او تا ته د سړک، پارک، روغتون، ښوونځی او نورې اسانتیاوې یو شان رسېږی، یو شان ترې ګټه اخلو، نو د افقی مساواتو د اصل له مخې باید چې مساوی مالیه ور کړو. که چېرته مالیه د ورکړې د وړتیا د اصل پر بنسټ وی، نو د دې اصل له مخې د مساوی عاید لرونکی کسان باید په مساوی اندازه مالیه ورکړی.
  2. عمودی مساوات
    (Vertical Equity): د مالیې ورکولو عمودی مساوات یو پېچلی اصل دی، چې له مخې یې د مختلفو عاید لرونکو کسانو د مالیې د ورکړې په اړه بحث کوی. د عمودی مساواتو اصل د مختلفو مالیه ورکوونکو مختلفو ستونزو ته د حللارې لارښود برابروی؛ څو د مالیې په ورکړه کې مساوات او مناسب والی رامنځته شی. د مثال په ډول (B, A ) دوه کسان دی، پرته له پانګې څخه نور دواړه له هره اړخه سره یو شان دی. یعنې A کس د B کس څخه لس برابره ډېره پانګه لری، نو ایا دا مناسبه ده چې دواړه دې یو شان مالیه پرې کړی؟ ایا B کس په هغه اندازه له عامه خدمتونو لکه امنیت، سړک … څخه ګټه اخلی، څومره چې A کس ترې ګټه اخلی؟ آیا د B کس د فعالیتونو له امله هوا په هماغه اندازه ککړېږی او ټولنې ته یې زیان رسېږی، څومره چې د A کس د فعالیتونو له امله رسېږی؟ آیا B کس باید د خپلې ګټې هغومره سلنه مالیه ورکړی، څومره چې A کس یې ورکوی. دې ټولو سوالونو ته منفی ځواب لرو.  د مالیې د ورکړې انډول هغه وخت رامنځته کېږی، کله چې د مالیې ستر بار ته د لوړ عاید لرونکی اوږه ورکړی او ډېره مالیه ستر پانګوال پرې کړی.
ممکن است شما دوست داشته باشید