روزنامه هیواد

د اقتصاد عالی شورا له پاکستان سره پر سوداګریزو ستونزو بحث وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د اقتصاد عالی شورا اختصاصی غونډه کې پرون سهار په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. د دغې غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی له پاکستانه د توکو په لېږد او ترانزیټ کې د اسانتیاوو د ایجاد میکانیزم غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د دغه میکانیزم په تطبیق سره له پاکستان د توکو په لېږد کې لازمې اسانتیاوې برابرېږی.همداراز د هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمدیونس مومند د یاد میکانیزم د تائید پر مهال وویل، خصوصی سکتور له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍکار کوی.وروسته د کندهار والی حیات الله حیات،وویل، چې دا ستونزې به حل شی. د هیواد جمهوررئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت پیشنهادی میکانیزم تصویب کړ وې ویل، که په چارو کې د چټکتیا او اسانتیاو د ایجاد لپاره بودجې ته اړتیا وی، په خپلو وړاندیزونو کې یې واضح کړئ.جمهوررئیس غنی د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونو ته په اشارې وویل، د هیواد په هر زون کې باید د دغه ویروس د تشخیص لابراتوارونه شتون ولری او عامې روغتیا وزارت ته یې په دې برخه کې د اقداماتو لارښوونه وکړه. جمهوررئیس زیاته کړه، کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر دې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته پنځوس،پنځوس میلیونه افغانۍ ولېږدول شی او د لومړیتونو او میکانیزم پر بنسټ دې مصرف شی.د هیواد جمهوررئیس د بازار د مدیریت او کنټرول په برخه کې له دولت سره د همغږۍ په خاطر د خصوصی سکتور مننه وکړه وې ویل، حکومت چمتو دی خصوصی سکتور ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ترجیحات په پام کې ونیسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید