روزنامه هیواد

د اقتصاد عالی شورا د نفت او ګازو رىاست (( د نفتی توکو او ګازو په ملی شرکت )) بدلول تائید کړل

د افغانستان د اسلامی جمهورىت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د اقتصاد عالی شورا غونډه پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه. په دغې غونډه کې په بندرونو کې د خدمت بدلولو دحق په اړه پر سوداګرىز پلان، د محب زاده ټاور استوګنىزې پروژې او د AIB د بانک مرکزی دفتر لپاره د برېښنا په تامىن، په افغانستان کې په ډبرو د سړکونو د فرش د طرحې دپراخولو، د TAP پروژې د پرمختګ په راپور او د انټرنټ د بىو دکمولو په خاطر د مخابراتو وزارت پر طرحې بحث او خبرې وشوې.په پیل کې د نفتی موادو او ماىع ګاز تصدۍ عمومی رییس ډاکټر ولىد تمىم د حق الخدمت، لګښتونو او عاىداتی سرچىنو، سوداګرىز پلان او د تصدۍ د زېرمو په اړه معلومات وړاندې کړل.ډاکټرتمىم وړاندىز وکړ چې د ىادې تصدۍ حقوقی شخصىت، اساسنامې او نافذه قوانىنو ته په پام له هېواده بهر د نفتی موادو له اخىستو او په کور دننه ىې د خرڅلاو له ستونزې سره مخ ده چې بىا کتنې ته اړتىا لری چې له دې پرته د دې ادارې سوداګرىز عملىات ناشونی کوی. همدارنګه ده وړاندىز وکړ چې د سوداګرۍ د پیل په صورت کې د نفت او ګازو نوی قانون ته په پام دې د نفت او ګازو دولتی شرکت  د ملی شرکت په توګه جوړ شی چې د نفتی توکو سوداګری ور انتقال شی.د غونډې ګډونوالو د نفتی توکو او ماىع ګازو د رىاست پر وړاندې قانونی محدودىتونو، د مالىې وزارت له خوا د فىس اخىستو او د مالىې وزارت له خوا د مالىې د اخىستو د واحدې مرجع په اړه خپل نظرونه څرګند کړل او وړاندىز ىې وکړ چې د نفت او ګازو د ملی شرکت د جوړولو په خاطر دې ىو څرګند تحلىل وشی.جمهوررییس غنی په دې اړه ووىل، د دولتی شرکتونو د جوړولو قانون او د کانونو او ښاروالىو د قانون تعدىل وروستى شوى دى او ژر به تصوىب شی.غونډې د نفتی توکو او ماىع ګازو رىاست د نفتی توکو او ګازو په ملی شرکت بدلول تائید کړل او جمهوررییس ووىل، په شرکت باندې د دغه رىاست د بدلولو لپاره، د مالىې وزارت او د ځمکو ادارې سره په همغږۍ په کابل ښار کې د نفتی توکو د زېرمو او سىمو ارزونه، د سټراټیژىکو زېرمو د ظرفىتونو او راتلونکی مدىرىت په اړه ىې څرګنده ارزونه، په ىوه مشخصه زمانی موده کې په مرحله وار اوله مهالوېش سره سم په ملی شرکت د دغه رىاست د بدلولو پلان او له اوسنی ظرفىت څخه واضح ارزونه، اساسی شرطونه دی.جمهوررییس د مالىې وزارت او خصوصی سکتور ته لارښوونه وکړه چې د بندری خدمتونو او دمالىې اخىستو په خاطر په ىوې واضح طرحې موافقې ته ورسېږی او د تصوىب لپاره ىې غونډې ته وړاندې کړی.ده زىاته کړه، د نفت او ګازو د ملی شرکت په جوړولو کې خصوصی سکتور هم کولاى شی ونډه واخلی، خو په دې شرط چې اوسنۍ ستونزې حل شی او په دې برخه کې بشپړ وضاحت موجود وی.ورپسې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس امان الله غالب د محب زاده ټاور تجارتی او استوګنىزې پروژې او د AIB بانک د مرکزی دفتر د برېښنا د تامىن په اړه خپله طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې وىل، د دغه قرارداد موخه ىادې پروژې او دفتر ته د ۱۵مىګاولټ امپىر برېښنا تامىنول دی چې د سروې، ډىزاىن، خرىدارۍ، جوړونې، نصب او د برېښنا شرکت تر نظر لاندې د تاسىساتود اتصال لګښت د مشتری په غاړه دى.ده وړاندىز وکړ چې د پروژې د تجهىزاتو او وساىلو تدارکاتی مراحل دې د هغې تر بشپړېدو او تسلىمۍ پورې د افغانستان د برېښنا شرکت تر نظر لاندې د ملی تدارکاتو ادارې د قوانىنو او طرزالعملونو سره ترسره شی.  د غونډې برخه والو د دغې طرحې څخه د هر کلی تر څنګ د برېښنا شرکت په څارنې د تجهىزاتو په تدارک او بىا په ىوې پالىسۍ د بدلېدو ټىنګار وکړ.جمهوررییس په دې اړه ووىل، د محب ټاور سوداګرىزه او استوګنىزه پروژه او د AIB بانک  مرکزی دفتر دې د تجهىزاتو په اړه د انتخاب حق ولری، خو د هغې له کىفىت څخه څارنه او ارزونه دې د برېښنا شرکت وکړی.ده زىاته کړه، د قېمتونو د تخمىن په برخه کې دې د ملی تدارکاتو اداره، د محب ټاور سوداګرىزه او استوګنىزه پروژه او د AIB بانک مرکزی دفتر شامل اوسی.په پاى کې د محب ټاور سوداګرىزې او استوګنىزې پروژې او د AIB بانک مرکزی دفتر ته د برېښنا د تامىن په اړه ىوه عمومی پالىسۍ تصوىب شوه.ورپسې، په افغانستان کې په ډبرو باندې د سړکونو د فرش د پراختىا طرحه چې د تدبىر کابلسټون خصوصی شرکت له خوا په مخ وړل کېږی، غونډې ته وړاندې شوه. دا طرحه د دغه شرکت ىو مسوول غونډې ته وړاندې کړه او د کارموندنې، کورنىو منابعو څخه د استفادې، کلکوالی، د حفظ او مراقبت د ارزانه بىې، په چاپىرىال ىې د مثبتو تاثىراتو، د باران د اوبو د جذب او د اوبو د مخنىوی په څېر د ګټو په اړه معلومات وړاندې کړل. د غونډې ګډونوالو له دغې طرحې څخه د بشپړ ملاتړ تر څنګ ووىل، دا لوىه طرحه ده  او پکار ده چې له دغه شرکت څخه ملاتړ وشی تر څو نور شرکتونه هم په دغې برخه کې پانګونې ته وهڅېږی.هغوى زىاته کړه، په ډبرو د سړکونو د فرش په خاطر دې ىوه پالىسی جوړه شی او د مالی ملاتړ لپاره دې سرچىنې ولټول شی او د حرفوی کارکوونکو روزنه دې هم په پام کې ونىول شی.جمهوررییس د ىاد شرکت له پانګونې مننه وکړه وې وىل: واضح تصمىم دا دى چې د افغانستان له ډبرو استفاده وشی او د کانونو، ښارجوړولو او فواىد عامې وزارت ته ىې لارښوونه وکړه چې له ډبرو څخه د کار اخىستو پر ىوې واضح طرحې کار وکړی. ده د ملی تدارکاتو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د قراردادونو په ورکړه کې د کارموندنې معىارونو،له ملی زېرمو څخه استفادې او د اسعارو له فراره مخنىوى، جداً په پام کې ونىسی.غونډې پرېکړه وکړه چې ىاد شرکت ته دې ىوه پروژه په امتحانی ډول ورکول شی، چې بىا وروسته نور شرکتونه هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅول شی.ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمی  د TAP  پروژې د پرمختګ راپور غونډې ته وړاندې کړ، وې وىل، ” چىلک انرژی شرکت ” د ټاپ پروژې د لىن د انتقال په برخه کې پانګونې ته علاقه ښودلې ده او د افغانستان له حکومت څخه ىې عاجل ځواب غوښتى دى.جمهوررییس په دې اړه ووىل، د دوى غوښتنه په پرنسىپ کې د تائىد وړ ده او د اوبو او انرژۍ وزارت کولى شی د ىو مکتوب په لېږلو سره دغې موضوع سره خپله علاقه مندی څرګنده کړی.په پاى کې د مخابراتو او تکنالوژۍ وزىر د انټرنىټی خدمتونو د بىو د کمولو په خاطر د ىو ځمکنی سټېشن د جوړولو پىشنهادی طرحه غونډې ته وړاندې کړه. غونډې له هر اړخىزو بحثونو وروسته ىاده طرحه تائىد کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید