روزنامه هیواد

د افغان کرېکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانیستې له مراسمو د ځینو سپورتی بنسټونو ناخوښی

له افغان ورزشه د څار یو شمېر بنسټونه وایی: د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې نړیوالو ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې نه شو.له افغان ورزشه د څار یو شمېر بنسټونه او ورزشی کارپوهان د افغانستان د کرېکټ د غوره لیګ سیالیو د پرانیستې له مراسمو خوښ نه دی.دوی که څه هم د دغه لیګ پرانیسته د افغانانو لپاره یوه ښه لاسته راړونه بولی، خو ټینګار کوی، چې د دغه لیګ د پرانیستې مراسمو تر ډېره وطنی رنګ او خوند نه درلود.  دا چې ولې د دغو سیالیو د پرانیستې مراسم پیکه او کمرنګه وو، لامل یې د افغانستان د ورزشی خبریالانو د فدراسیون رییس سایر ځلاند داسې بیانوی: (( د پرانیستې مدیریتی ټیم ونه شو کولای ، چې نړیوالو ته دا وښیی چې دا د افغانستان لیګ او د افغانستان استازیتوب کوی، دا شان په کور دننه هم افغانانو په کې د خپل کلتور او ژوند تصویر و نه لید چې لامل یې تر ډېره مدیریتی ضعف دى.))دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو د لومړی پړاو د پرانیستې مراسم په متحده عربی اماراتو کې ترسره شول او د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومی رییس عزیزالله فضلی د دغه لیګ پرانیستل کېدل له ټاپی پروژې وروسته، د افغانانو لپاره تر ټولو لویه پروژه وبلله.ښاغلی فضلی ویلی، ښایی دا لیګ د کال دوو لپاره زیات ښه نه وی، خو په خبره یې چې په راتلونکو کلونو کې به لا رنګین او د عاید یوه ښه سرچینه به وی.د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ چې د اکټوبر له پنځمې د همدې میاشتې تر ۲۱ مې پورې په شارجه لوبغالی کې ترسره کېږی، په کې لسګونه افغان او بهرنی لوبغاړی ګډون لری چې یوازې افغان لوبغاړی به له دغه لیګه نږدې یو میلیون ډالر ترلاسه کړی.له دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولینو ویلی وو، چې له دغه لیګه به هر کال لږ تر لږه شپږ لکه ډالر عاید ترلاسه کړی.د دغه لیګ پنځه لوبډلې د کابل، ننګرهار، پکتیا، کندهار او بلخ په نومونو نومول شوی چې پنځه واړه یې بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه، هندی کمپنیو پیرلې دی.په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشی خبریالانو سازمان مرستیال سمیع الله پام هم په دې نظر دى  چې د دغه لیګ د پرانیستې په مراسمو کې باید د افغانستان کلتور او ژبې ته ډېره ونډه ورکړل شوې واى. ښاغلى پام وایی: (( له هغه څه چې موږ اندېښنه لرله، همغسې وشول، د افغانانو برخه په کې ډېره کمه وه، په هغه ډول چې باید د دغه لیګ له لارې د افغانستان ژبې او کلتور ته انعکاس ورکړل شوی وای، ورنه کړل شو، ما په خپله په کې دا احساس کړه ، چې زموږ د ژبې او زموږ د فرهنګ کموالى په کې دى او دا تشه باید ډکه شوې وای.))،خو له دې ټولو سره سره د ورزشی چارو کارپوه جاوېد همیم کاکړ بیا په دې باور دى چې د لیګ لومړی ځل و، نو ځکه ستونزې په کې ډېرې وې او ښایی په راتلونکې کې دغه ستونزې هوارې او د پردی کلتور او ژبې پرځاى، افغانی کلتور او فرهنګ ته ډېر ځای ورکړل شی.په همدې حال کې د افغانستان د کرېکټ بورډ میډیا منیجر عبدالله پکتیانی هم منی چې د دغه لیګ د پرانیستې مراسمو ځینې نېمګړتیاوې لرلې چې په خبره یې، په راتلونکی کې به دوی د دغو تشو ډکولو ته پام کوی.                 محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید