د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په بامیانو کې له دوو کلونو راهیسې د ماین پاکۍ په برخه کې فعاله ښځینه ډله د وسلو د کنترول نړیوالې جایزې ته ونومول شوه.دا د افغانستان د ښځینه ماین پاکانو لومړنۍ ډله ده چې روزل شوې او دوه کاله وشول چې فعالیت کوی.دغه شل نجونې او مېرمنې په بامیانو کې نه یوازې ماینونه پاکوی ، بلکې په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوی دنده هم ترسره کوی، چې له کبله یې اوس دا ډله د وسلې د کنټرول په نامه د یوه بنسټ د ۲۰۱۹ م کال نړیوالې جایزې ته کاندیده شوې .پر دې سربېره د نړۍ له بېلابېلو برخو د افغانستان د ښځینه ماین پاکوونکو په ګډون لس بنسټونه او ډلې دغې جایزې ته کاندید دی .ددغو لسو کاندیدوشویو بنسټونو له ډلې به هر یو د ډېرو رایو او ډېر ملاتړ په خپلولو سره د ګټونکی کېدو چانس ولری .