روزنامه هیواد

د افغان ښځو سل کلن فرهنګی بهیر د یو سیمینار په ترڅ کې و ارزول شو

د افغان ښځو سل کلن فرهنګی بهیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د وږې په ۲۴ مه په چهلستون باغ کې د یو ورځنی پرتمین سیمینار په لړ کې و ارزول  شو،دا سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو او هاند جوړ شوی و، د دغه سیمینار د ښه ترسره کولو لپاره له پخوا د دغه وزارت د مشرتابه  له خوا غونډې جوړېدې او ټوله هڅه دا وه، چې د دغه سل کلن بهیر ارزونه، په ښه توګه وشی. د دغه سیمینار د لمانځلو لپاره د تیارۍ ټولې هڅې د ا‌طلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسینې ساپۍ له خوا رهبری کېدې. د دې پرتمینې غونډې په پیل کې د آغلې سحر احمدی له خوا د قرآنکریم څومبارک ایاتونه ولوستل شول. د یاد یو ورځنی سیمینار په بېلابېلو برخو کې:د ژبو او ادبیاتو، تیاتر، هنر، ټولنیزو فعالیتونو ، سپورت ، ګرځندوی او موسیقې په برخو کې د ښځو لاسته راوړنې و ارزول او نندارې ته وړاندې شوې. د دغه سیمینار په پیل کې آغلې حسینې ساپۍ په خپله وینا کې د هېواد په خورا سختو حالاتو کې دښځو لاسته راړونې بیان او وستایلی. آغلې ساپۍ هیله څرګنده کړه،چې د دې سیمینار لپاره له ډېره وخته تیاری نیول شوی و، دا چې سږ کال د هېواد د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځل کېده، نو د دې سلمې کلیزې په ویاړ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا بېلا بېل پروګرامونه ونیول شول. د هېواد دخپلواکۍ دسلمې کلیزې په پار، د نوی کال مراسم په شانداره توګه ونمانځل شول او د سیدجمال الدین افغان نړیوال سیمینار هم په همدې توګه په ښه او شانداره توګه جوړ شو،چې په دې ټولو کې د ښځو فعاله ونډه له ورایه جوته او څرګنده وه، فرزانه هغه عکاسه ده چې د سرو زرو نړیواله جایزه یې تر لاسه کړه، زموږ اساسی موخه دا ده،چې په راتلونکو سلو کلونو کې به د هېواد په پرمختګ او بیا رغاونه کې د ښځو ونډه څه وی او د دې هدف لپاره کوم پلانونه باید عملی شی ،په لومړیو پنځو کلونو کې د دې موخې لپاره لومړیتوبونه څه دی؟ موږ باید د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره لومړی په وزارت کې یو ارشیف جوړ کړو ،چې په هغه کې د پیاوړو لیکوالانو مهمې لیکنې وساتل شی ، چې موږ پر خپل فرهنګ پانګونه وکړو ، یو بل باید ومنو او د ملی یووالی تر سیوری لاندې د ځانځانۍ ناوړه فکر له منځه یوسو،چې خپل ملی هویت، په سیمه او نړۍ کې وساتو. آغلې ساپۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د نورو کړنو په اړه زیاته کړه: (( موږ په کابل،بامیانو او پروان ولایتونو کې دې ته ورته سیمینارونه  جوړ کړی دی. )) آغلې ساپۍ د ولایتونو د ښځو د فعالیتونو څېړنه په یوه کتاب کې کړې ده، دې دا کتاب په دغه سیمینار کې معرفی کړ، په دغه کتاب کې په ولایتونو کې د ښځو مهم او غښتلی فعالیتونه راغلی دی،چې د
(( فرهنګی سر لارې)) تر عنوان لاندې تازه چاپ شوی دی.په دغه کتاب کې په ۳۴ ولایتونو کې دمخکښو ښځو لاسته راوړنې شاملې دی.په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې خپله وینا په دغه پیغام سره پای ته ورسوله ،چې (( ښځه فکر لری، ښځه رهبری کولای شی او له نارینه وو سره اوږه په اوږه ګډ کار کوی! ))

وروسته د دغه سیمینار په اړه د هېواد د لومړۍ مېرمنې وېډیویی پیغام هم خپور شو، په دغه پیغام کې د افغانستان د نومیالیو او اتلو ښځو کردار او د تاریخ په خورا مهمو حالاتو کې د هغوی مبارزې یادې شوې. په پیغام کې راغلی: د افغان ښځو د سل کلن فرهنګی بهیر د سیمینار جوړول دې مبارک وی، افغان ښځې د سینما، رادیو، تلوېزیون، نقاشۍ او هنر په برخو کې د ستاینې وړ دی، کله چې یو هېواد، خپل فرهنګ ونه لری، هغه هېواد هېڅ مفهوم هم نلری،د افغانستان د فرهنګ او تاریخ لپاره زرغونې انا ، رابعې بلخی او داسې نورو زموږ نومیالیو خویندو ډېر ستر کارونه کړی او تاریخی کارنامې یې پرېښې دی، هغوی د سولې او وطن پالنې لپاره کار کړی دی، چې تاریخ یې پر زرینو کرښو یادوی.))

د غه سیمینار ته را بلل شوې زرغونې هم وینا وکړه ، هغې د امانی دورې لاسته راوړنې یادې کړې،چې په ۱۳۰۰ ل کال کې د ښځو د تعلیم او زده کړو لپاره ملالۍ لیسه پرانیستل شوه او د ښځو د تعلیمی او فرهنګی او دغه  راز اقتصادی برخو د پیاوړتیا لپاره په زړه پورې کارونه وشول. د سیمینار بله ویناواله ،د کابل پوهنتون استاده، صفیه رحیم وه، چې د افغانستان مهمې خپرونې سراج الاخبار ،ارشاد نسوان او شمس النهار ته یې اشاره وکړه، او وروسته یې په تېرو سلو کلونو کې په لنډه توګه د ښځو فعالیتونه یاد کړل. د سیمینار د تازه ساتلو او د ګډونوالو د لا ښه جذب لپاره د سیمینار د تخنیکی ډلې له خوا، د ملی راډیو تلوېزیون له آرشیفه د پخوانیو ښځینه سندرغاړیو کلیپونه خپارشول،چې په  کې د مېرمن پروین یاد تازه شو، مېرمن پروین هغه لومړنۍ ښځینه سندرغاړې ده چې په لومړی ځل یې سندره د تلویزېون په پرده خپره شوې او په ۱۳۲۹ کال یې ۱۵۰ سندرې په خپل نوم ثبت کړې دی. په ۱۳۴۶ کال کې بیا قمرګلې دغه هنر ته رادانګلی او ۳۲۰ سندرې یې ثبت کړې دی، وروسته په ۱۳۵۳ کال کې ګلشن او په ۱۳۴۷ کال کې مېرمن پرستو را پورته شوې او  ۱۵۳ سندرې یې ثبت کړې، بیا په۱۳۴۶ کال کې استاد مهوش ، په ۱۳۲۹ کې رخشانه بیا سلما ،هنګامه او نغمه، بخت زمینه او ژیلا یاد شول،چې د هېواد د فرهنګ او ژبې د ودې لپاره یې بې شمېره سندرې ویلې دی.

په دغه  سیمینار کې دافغان فلم رییسې په خپله وینا کې داسې څرګنده کړه چې ښځه بې ادبه او بې فرهنګه نه ده. خلک دې په دې سترګه ښځو او نجونو ته نه ګوری، چې دا د دوی دکار او فعالیت د مخنیوی سبب کېږی، وروسته هغې د افغانستان سینماوو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ((  په افغانستان کې ۳۲ سینماوې وې ،چې له بده مرغه اوس له منځه تللی او ځینې یې چې را پاتې دی، نو دا د ټولو ستر مسوولیت دې ،چې ویې ساتو .

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې آغلې حسینې ساپۍ له ټولو مننه وکړه،چې د دغه سیمینار په جوړولو کې یې ورسره ونډه اخیستې او یا یې په دغه سیمینار کې ګډون کړی. دسیمینار په بله برخه کې یو شمېر تمثیلی پارچې نندارې ته وړاندې شوې،چې په کې د ملکې ثریا له خوا د لومړنی ښځینه ښوونځی پرانیسته، د میوند د اتلې ملالې کارنامه او له پرنګی سره په جګړه کې د ټپی افغان غازی د صحنې هغه ننداره تصویر او ترسیم شوه، چې اتله ملاله راځی، له ټپی افغان غازی څخه د افغانستان بیرغ اخلی او نه پرېږدی، چې په مځکه ولوېږی او دا ټپه پورته کوی:

که په میوند کې شهید نه سوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

. په بله تمثیلی پارچه کې د فرخندې د وژنې حالت نندارې ته وړاندې شو، چې ډېر زړه بوګنوونکی او خورا سخت حالت و، فرخنده پنځه کاله وړندې په دې پلمه ،چې ګنې هغې پاک قران ته سپکاوی کړی، د شاه دو شمشېره زیارت تر څنګ پر عامه واټ د یو شمېر تېر ایستل شویو او احساساتی لارویو له خوا سنګساره او په وهلو او ډبولو سره ووژل شوه، دا پېښه ډېره سخته او بشری جنایت دی، چې تر اوسه یې دوسیه نه ده حل شوې.

د سیمینار په پای کې د ښځو لاسی صانیع نندارې ته وړاندې شوى،چې په کې د ښځو جامې، زعفران، خولۍ، د سځو لاسی بکسونه، غاړکۍ او د سینګار بېلابېل توکی نندارې ته وړاندې شول، د یادونې وړ ده، چې دغه د لاسی صنایعو نندارتون به تر ډېره پرانیستی وی.

رفیع الله روان

ممکن است شما دوست داشته باشید