روزنامه هیواد

د افغان ځانګړیو ځواکونو د مرګ قطعه

افغانستان اوس د ځانګړیو ځواکونو له منځه د چاڼ شویو او انتخاب شویو ځواکونو [ د مرګ ]به نامه قطعه لری، دا قطعه سږ کال د ډېرو سختو عملیاتو لپاره چمتو شوه، لومړی څه موده وړاندې کله چې کندوز ولایت د روسی او پاکستانیی ملېشو او پوځیانو په مرسته او دغه راز د طالبانو او ترهګرو ګډو ډلو له خوا له برید سره مخ شو، چې نږدې یې سقوط کړی و ، نو همدا د مرګ قطعه وروړاندې شوه، چې دغو یرغلګرو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او د کندوز لاندې کول یې د هغوی په خوب او خیال بدل کړل. له دې وړاندې دوه ځله کندوز د لنډ وخت لپاره سقوط کړی، چې په کې د پاکستان پوځیان هم وژل شوی وو، دا ځل پر کندوز د برید لپاره د طالب او ترهګر په جامه کې او د هغوی په شان ږیرې لرونکی روسی پوځونه او جنګیالی هم را اوښتی وو، خو د مرګ قطعې ښه سبق ورکړ، کله چې د مرګ قطعه په کندوز کې پلې شوه،نو د دغو یرغلګرو تر پښو لاندې یې مځه سور اور کړه او آن د کندوز ښار شاوخوا سیمې یې هم ترې پاکې کړې، بس هېڅ داسې ځواک نه و، چې دغې قطعې ته ټینګ شی. هغه مهال د مرګ قطعې ۲۰۰ سرتېری لرل چې په کندوز کې یې طالب ترهګرو ته درانه تلفات واړول.

د دغې قطعې سرتېری که له یو کیلو میتر واټن څخه دری ډزه وکړی، دوه یې سل په سلو کې هدف ولی او بل یې ۹۹ سلنه هدف په نښه کوی. تازه په تازه افغان ملی اردو د مرګ قطعې یوه بله ۷۳ کسیزه ډله هم د دغو ځانګړیو ځواکونه فارغ کړل. د ځانګړیو ځواکونو قول اردو وایی، یاد سرتېری لومړی کمانډویان وو او له ۱۰۰۰ تنو څخه انتخاب شوی وو چې تر پنځه میاشتنیو زده کړو او تمریناتو وروسته د جګړې ډګر عملیاتو ته راووتل.

د ځانګړیو عملیاتو د قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد فرید احمدی وایی، دا ځواکونه تر ډېرو سختو تمریناتو ووتل او په وینا یې دوی اوس دومره قوت او ځانګړنې لری چې ان له امریکایی [ ډیلټا فورس ] سره په پیاوړتیا کې برابر دی.

ښاغلی احمدی همداشان زیاته کړه چې یاد سرتېری د وطندوستۍ غښتلی درک او پرهېزګاری لری، چی خپل ټول عملیات به د پیغمبر ص له سنتو څخه په استفادې ترسره کوی: (( دا قطعه به داسې عملیات کوی چې د جګړې پر مهال ماشومان، سپین ږیری، ښځی او عامه ځایونه له خطره وژغوری، خو دوی ته د خاصو عملیاتو لپاره خاصه روزنه ورکړل شوې چې هدف ترې خطا نه ځی.))

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او ترهګریزو ډلو د خپلو دغو بشری ضد او اسلامی ضد بریدونو او حملو کې تر ډېره ولسی وګړی په نښه کړی، چې ښځې، ماشومان او زاړه وګړی هم په دغو بریدونو او ترهګریزو حملو کې قربانی شوی او عامه وګړی دوی د جګړې د ډال په توګه کاروی! کله چې ترهګرې ډلې او طالبان د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیسی ، نو د مرګ قطعه به وکولی شی، چې دا ډلې په اسانۍ سره په نښه کړی او د ملکی وګړیو د ژوند ژغورلو په برخه کې به ښه ګټور تمام شی، چې ورسره سم به د ملکی وګړیو مرګ ژوبله تر ډېره کمه شی.

د مرګ قطعه په افغانستان کې په خپله ځانګړنه کې تر اوسه بې جوړې او نوې پېښه ده، دا قعطه په داسې حال کې د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد او دغه راز د یرغلګرو او ترهګرو د ځپلو لپاره روزل کېږی، چې د سولې د خبرو له ګرمېدو سره په هېواد کې د طالب ډلې بریدونو هم زور اخیستی چې د افغان ځواکونو په دفاعی او ځوابی بریدونو کې له سختو ځانی زیانونو سره مخ شوی دی.

دا قطعه پر طالب ډله سخت ګوزار دی، چې د جګړې په ډګر کې به نور هم پرې ډېر فشار راوړل شی او په عینی حال کې طالب او ترهګریزو ډلو ته ښه پیغام دی، چې په افغانستان کې له جګړې او ترهګریزو بریدونو لاس واخلی، ځکه دا ډلې به په هېڅ توګه د مرګ قطعې په مخې ټینګې نه شی او باید طالبان نور له جګړې تېر شی، ځکه له دغو ځانګړیو ځواکونو سره نه شی مخ کېدای! بل دا چې دا ډله د اورپکۍ او ترهګرۍ ډلې تر سخت روحی فشار لاندې راوړی، نو هغوی هېڅ بله لار نه لری، بلکې له جګړې به لاس اخلی!

موږ د دې قطعې روزل د افغانستان د پوځی او دفاعی سکټور په ډګر کې د افغان حکومت ستر بریا بولو، په دې برخه کې د ناټو او امریکا له مرستې او همکارۍ هم د زړه له تله مننه کوو، دا قطعه به د افغانستان د خیر ، سولې او ولس او هېواد د ژغورنې لپاره غوره ګام تمام شی. هیله ده، دا قطعې هم د قول اردو کچې ته ارتقا وکړی او دومره وروزل شی، چې په پوځی او دفاعی ډګر کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید