روزنامه هیواد

د افغان پولیسو د همغږۍ نړیوال بورډ مسوولیت کاناډا ته وسپارل شو

اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایی، چې په کورنىو چارو وزارت کې پىل شوی اصلاحات بنسټىز دی او د پخوا په پرتله له فساد سره مبارزه، د پولىسو په لىکو کې د ښځو ونډه، د ظرفىتونو رامنځته کېدل او د شهىدانو کورنىو ته رسىدګی ښه شوې ده.
اجرائیه ریىس د چهارشنبې په ورځ ىې د پولىسو او نړىوالو ملاتړو ترمنځ د همکارىو ګډ بورد ته خبرې کولې ووىل، چې پولىس له خلکو او خاورې څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې قرار لری او د دښمن لومړى هدف هم ګرځېدلی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله له پولىسو څخه مننه وکړه، چې په قربانىو سره ىې د دښمن مخه نىولې او دفاع ىې کړې؛ خو د پولىسو له لوړو تلفاتو ىې اندېښنه وښوده. اجرائیه رییس ووىل: په تاسف سره چې د پولىسو تلفات خورا لوړ دی او دا د دې اړتىا رامنځته کوی ، چې کورنىو چارو وزارت او نړىوال همکاران ىې دې مسئلې ته جدی پاملرنه وکړی او له ټولو ممکنو لارو څخه کار واخلی،چې تلفات را ټیټ شی.اجرائیه رییس له خپلو نړىوالو دوستانو هم مننه وکړه، چې د افغان پولىسو د روزنې او تجهىز په برخه کې همکارې کړې ده.
هغه زىاته کړه، چې تېر کال په دې غونډه کې د پولىسو څلور کلنه ستراتېژی وړاندې شوه چې له مخې په کورنىو چارو وزارت او پولىسو اړوند ټول مسال په کې په اساسی ډول څېړل شوی و چې په عملی کېدو سره ىې پولىسو د مسلکی کېدو خواته ګام اخىست. اجرائیه رییس دغه راز ووىل: ستره ستونزه دا هم وه، چې د پولىسو تشکىل د تېرو څلوېښتو کلونو او د اوسنی نفوس او غوښتنو ته ځواب وىونکى نه و. ډاکټر عبدالله عبدالله د ىوشمېر سىاستوالو وروستىو څرګندونو ته په اشارې نړىوالو دوستانو ته په خطاب کې ووىل: ىوشمېر مغرضو کسانو ستاسو د حضور په اړه غىر مسوولانه څرګندونې کوی؛ خو ستاسو د کار او همکارۍ پاىله ولس اخىستې او هغوى ىې په ارزښت پوهېږی چې له افغان امنىتی ځواکونو سره د نړىوالې ټولنې مرستې څومره حىاتی او ارزښتمنې دی. تاسو د افغانستان د ثبات او ټیکاو لپاره هڅې کوئ چې د مننې وړ دی.اجرائیه رییس ووىل: د ملی ىووالی حکومت په کورنىو چارو وزارت کې له ټولو اصلاحی او پراختىایی پروګرامونو چې د پولىسو د وضعىت د بهبود لامل کېږی ملاتړ کوی؛ خو کورنىو چارو وزارت ته ىې سپارښتنه وکړه، چې په پىاوړی عزم او ارادې له خپلو نړىوالو دوستانو سره په همغږۍ د اصلاحاتو لپاره کار وکړی.هغه له کورنىو چارو وزارت وغوښتل چې په تصمىم ګىرۍ کې د ښځو د ګډون لپاره دې خپله طرحه د حکومت رهبرۍ ته ورکړی.ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنو ته په اشارې ووىل:د پولىسو دنده ىوازې د امنىت ساتل دی او پولىس باىد په مسلکی ډول او غىر طرفدارۍ ډول د خلکو امنىت تامىن کړی چې د راى ورکولو بهىر ښه ترسره شی. خلکو ته باىد ډاډ منه فضا را منځته شی.اجرائیه رییس زىاته کړه: په کورنىو چارو وزارت کې پرمختګ او ارتقا له هر ډول تړاوونو پرته او ىوازې د واقعی ظرفىت او قابلىت په نظر کې نىولو سره ترسره شی او خلک په هره کچه په کې ځان ووىنی.ډاکټرعبدالله عبدالله ووىل: پولىس له دښمن سره د مبارزې وړتىا لری او هېڅکله له هغه دښمن سره د پرتلې وړ نه دی، چې تىاره فکر لری، موخه، لاره او روش ىې اشتباه او خلکو ته د منلو وړ نه دى.په همدې حال کې د کورنىو چارو وزىر وىس احمد برمک ووىل: د همکارىو مشترک بورد ىو مکانىزم دى چې د کورنىو چارو وزارت ټولې کړنې، ژمنې او اصلاحی پروګرامونه په کې تر بحث لاندې نىول کېږی او له نړىوالو دوستانو سره شرىک کېږی.هغه ووىل: په کورنىو چارو وزارت کې د پلی شوىو او روانو اصلاحاتو په لړ کې اوس دغه وزارت له ىوې داسې ادارې څخه چې تل به پرې د فساد تورونه وو، په ىوې حساب ورکوونکې او شفافې ادارې بدل شوى. نوموړی زىاته کړه، چې ټولې چارې د ىوه منظمې ستراتېژۍ او د ىوه منظم سىستم له لوری پر مخ ځی او د څه باندې اوه نوی سلنه پولىسو باىو مىټرىک شوى، چې د خىالی پولىسو مخه به پرې ونىول شی.وىس احمد برمک اندېښنه وښوده ، چې لا هم په ځینو سىمو کې زورواکی د خلکو امنىت اخلال او روآن ىې نارامه کوی ، خو ډاډ ىې ورکړ چې پولىس به ىې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړی.په همدې حال کې د کاناډا سفارت شارژدافىر په پولىسو کې له پلی شوىو اصلاحاتو خوښی وښوده او وىې وىل، چې کاناډا به له افغانستان سره په دې هېواد کې د سولې او ثبات تر تامىن پورې خپلو مرستو دوام ورکړی.په کابل کې د برېټانىا سفىر هم ووىل، چې د مګړۍ افغان پولىسو ډېر پرمختګ کړى او د خپلو مرستو له دوام ىې ډاډ ورکړ. هغه ووىل، چې دى به د دې ګډ بورد د مشر په توګه هڅه وکړی چې د کورنىو چارو وزارت له پروګرامونو او ستراتیژۍ څخه ملاتړ ته نړىوال وهڅوی او په دې برخه کې به مرستې راټولې کړی.هغه له پلی شوىو او پلی کېدونکو اصلاحاتو ملاتړ اعلام کړ او وىې وىل، چې په شفاف ډول به ګډ کار وکړی،چې افغان پولىس په ىوازې توګه د ننګونو پر وړاندې ودرېږی او مسلکی خدمتونه و کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید