روزنامه هیواد

د افغان ولس د وینو د سوداګرو اصلی څېرې بربنډې شوې دی!

د ولس د وینو سوداګر  چې نن سبا یې ټول افغان ولس پېژنی او د وخت په تېرېدو سره به یې افغان ولس ته د دوی د اصلی ظلم او بربریت څېرې نورې هم روښانه شی.

د ولس د وینو تجاران ( هغه کسان چې له افغان ولس څخه یې تل د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخیستی دی. غم او درد یې د افغان ولس په ولیو ( اوږو ) بار کړی او تل یې په وینو کې لمبولی دی.)

دا هغه کسان دی، چې خپله او د کورنۍ غړی یې له هېواد څخه بهر د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوی او د سولې په نامه کله په مسکو، دوحه، جرمنی، او تهران کې او کله هم په اسلام آباد کې د نړۍ په ښکلو هوټلونو کې د سولې په نامه په افغان ولس ملنډې وهی او د افغان ولس بچی په وینو کې لمبوی.

څه موده وړاندې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان دولت، ځینې سیاسی استازی او د وسله والو طالبانو د خبرو پلاوی د سولې لپاره د مذاکراتو په نامه د یو مېز څلورو خواوو ته ناست وو، چې دوی ته د نړۍ هر قسم خواړه او آسانتیاوې برابرې وې. بله خوا په همدې ورځ په غزنی کې یو برید ترسره شو، چې پړه یې هم د همدغه مېز ځینو ګډونوالو ( وسله والو طالبانو ) ومنله، چې د تلفاتو زیاته برخه یې د یو ښوونځی زده کوونکی او ولسی وګړی وو.

په دغه برید کې ۱۲ ولسی وګړو د شهادت لوړ مقام خپل کړ او ۱۷۹ نور بیا ژوبل شول  او تر دې ور اخوا ولسی وګړی چې کله خپل درد د ډېرو سپکو سپورو اورېدو وروسته تر حکومته ورسوی.

نود افغانستان اوسنی نظام هم دغو حالاتو ته پرته له دې چې د عامو ولسی وګړو په څېر د دغو ناوړه پېښو غندنه وکړی، بله کومه لار نه لری ولسی وګړی یې هم غندنه کوی او اوسنی نظام هم.

آیا د نظام دنده یواځې د ناوړه پېښو غندنه ده؟

افغان ولس د سولې د دغو تجارانو څخه، چې خپله سرمایه ګذاری یې د افغان ولس د وینې پر تویېدو کې کړې ده، هیله کوی ، چې خپلې دغې پانګونې ته د پای ټکی کېږدی او خپله سرمایه ګذاری د افغانستان د خاورې او د افغان ولس د پرمختګ په لارو چارو وکړی. د سولې دغه دواړه طرفه تجاران که په ریښتیا په خپل دغه کاروبار مین وی، نو بیا ورڅخه هیله کوو چې ددغه ګټور کار لپاره خپل اولادونه هم د بهرنیو هېوادونو له پوهنتونونو څخه راولی، چې هغوی هم د دغه تجارت له ګټو څخه بې برخې نه شی.

په کابل، مسکو، قطر، آسلام آباد، جرمنی او تهران کې د سولې په نامه د افغان ولس د وینې تویوونکی تجاران دې د افغان ولس وینې تویېدو ته د پای ټکی کېږدی او که داسې نه کوی ، نو اوس تاسې هر افغان پېژندلی یاست او داسې. وخت به راځی ،چې افغان ولس به له تاسې د هر رسېدلی درد پوښتنه کوی. آیا تاسې اوس هم داسې ګومان کوئ ، چې افغان ولس به تاسې نه یاست  پېژندلی، نو دا بیا ستاسې بله لویه تېروتنه ده ، ځکه افغان ولس اوس خپل داخلی او خارجی دوستان او دښمننان پېژنی او ولس ته د رسېدلی هر یو درد پوښتنه به درڅخه کوی. افغان ولس ته راروانې ټاکنې د خپل درد د ختمېدو یوه ښایسته او ښه موقع ده باید یو داسې چا ترڅنګ ودرېږی ، چې د افغان ولس ولس او د افغانستان د خاورې د تمامیت څخه په سالم ډول د ساتنې توان ولری، چې بیا داسې ونه شی چې د بمونو مور په هېواد کې استعمالېږی او نظام یې یواځې طرفداری کوی.

محمد مبین هڅاند

ممکن است شما دوست داشته باشید