روزنامه هیواد

د افغان سولې په اړه د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد درېیم سفر

سمېع الله سمېع

درېیمه برخه

ازبکستان ته دخلیلزاد سفر:

خلیلزاد دمسکو له چارواکو سره له خبرو وروسته دلیندۍ په نولسمه ددوشنبې په ورځ چې ددسمبر له لسمې سره برابره وه دیو  لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ دازبکستان مرکزتاشکند ته ورسېد.

 خلیلزاد په تاشکند کې دازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره د افغان سولې  په اړه خبرې وکړې. دازبکستان چارواکو  په افغانستان کې دسولې  په اړه  دهرډول همکارۍ وعده ورکړه . دازبکستان چارواکو هڅه کوله چې په افغانستان کې سوله راشی او دافغان سولې په اړه ېې څو نړیوالې غونډې مخکې هم جوړې کړې وې، چې د روان کال دوری په شپږمه چې دمارچ له شپږویشتمې سره برابره وه په تاشکند کې د افغان سولې په اړه د افغانستان او ازبکستان په کوربه توب نړیوال کنفرانس جوړ شو.د تاشکند په کنفرانس کې ولسمشر غنی هم برخه واخیسته او خپله دسولې طرحه یې وړاندې کړه. دولسمشر غنی له طرحې څخه دکنفرانس ګډونوالو خپل ملاتړ څرګند کړ اوله طالبانو یې دیوې اعلامیې په  ترڅ کې وغوښتل چې په افغانستان کې د ثبات لپاره خپل مسوولیت درک او ادا کړی اوپه رسمی توګه له افغان حکومت سره دخبرو اترو میزته کینی.  له دغه  کنفرانس څخه  وروسته دازبکستان دبهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف څووارې کابل ته راغى او دکابل له چارواکو سره یې له طالبانو سره دسولې په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د ۱۳۹۷ ل کال د تلې په لسمه په نوی ډیلی کې دازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف اودهند صدراعظم نریندرا مودې ، دافغانستان دسولې په اړه خبرې وکړې.

که له یوې خوا  په هند کې دازبکستان اوهند دمشرانو ترمنځ دافغان سولې په اړه خبرې روانې وې، په همدغې ورځ په واشنګټن کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشی دامریکا دبهرنیو چارو له  وزیر مایک پمپیو سره دافغان سولې په اړه خبرې کولې. په دغو خبرو کې قریشی وویل: دافغانستان دستونزې حل له سیاسی لارې شونى دى او پوځی تجربه ناکامه شوې ده.  مایک پمپیو هم پرافغان طالبانو غږ وکړ چې دخبرو میزته کېنی او د افغانستان اوږده جګړه پاى ته ورسوی.

 دسولې په اړه ترکمنستان ته د خلیلزاد سفر:

 خلیلزاد دسولې په اړه دخپل سفر په بهیر کې دلیندۍ په یوولسمه ترکمنستان ته ورسېد . خلیلزاد  په ترکمنستان کې دترکمنستان له مشرانو سره هراړخیزې خبرې وکړې او په دې برخه کې بشپړډاډ ورکړی شو چې دسولې په راوستلو کې به  پوره همکاری وکړی.

 بلجیم ته د خلیلزاد سفر:

خلیلزاد د خپل سفر په بهیر کې دیوشمېر رسنیو د رپوټونو له مخې  دلیندۍ په ۲۲تمه چې ددسمبر له دیارلسمې سره برابره ده دبلجیم مرکز بروکسل ته ورسېد. خلیلزاد په بروکسل کې دناټو له مشرانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. دواړو لورو په افغانستان کې دسولې  په راوستلو موافقه وکړه.

په کابل کې د افغانستان پاکستان اوچین درې اړخیزه غونډه:

 په داسې حال کې چې خلیلزاد  دسیمې هېوادونو ته  دسولې په سفر بوخت و، دلیندۍ په  ۲۴تمه دشنبې په ورځ په کابل کې دسولې په اړه دافغانستان ،پاکستان ا وچین ترمنځ درې اړخیزه غونډه دبهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوه.  په دغې غونډه کې د افغانستان دبهرنیو چارووزارت سرپرست صلاح الدین ربانی ، د پاکستان له لوری دپاکستان دبهرنیو چار وزیر شاه محمود قرشی او دچین دبهرنیو چارو وزیر وانګ یی  ګډون کړى و.  دغونډې په پاى کې درېواړو دبهرنیو چارو وزیرانو په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې برخه واخیسته . په دغه کنفرانس کې  دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر وویل: که افغانستان سوله غواړی ، نوپاکستان ته باید بد اورد ونه ویل شی

 موږ هڅه کوو چې  د افغانستان او پاکستان په منځ کې دبې باورۍ فضا دباور په فضا بدله کړو. راتلونکى کال دافغانستان دخپلواکۍ سلمه کلیزه ده او په دغه کال دافغانانو لپاره لویه ډالۍ دسولې راوستل دی.

 په دغه کنفرانس کې دچین دبهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبروته کېنی اوپه افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړی.  دچین دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ له هغې سولې  څخه ملاتړکوو، چې مالکیت یې له افغان حکومت سره وی.  افغان  ولسمشر غنی  او اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله په  جلا جلا ډول  دچین اوپاکستان دبهرنیو چارو له وزیرانو سره په افغانستان کې دسولې  په اړه خبرې وکړې…

په کابل کې یاده درې اړخیزه غونډه له ترهګرۍ سره په مبارزې، د سیمې  پراقتصادی پرمختګ او  په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په لارو چارو متمرکزه وه. د افغانستان، پاکستان او چین لومړۍ درې اړخیزه غونډه د ۱۳۹۶ ل کال د مرغومې په پنځمه په بجینګ کې جوړه شوې وه.

 د افغان سولې په اړه په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه غونډه :

 د خلیلزاد د سولې د هځو په بهیرکې د لیندۍ په ۲۶ مه د دوشښې په ورځ په ابوظبۍ کې د امریکا، پاکستان، سعودی عربستان ، طالبانو او عربی متحدو اماراتو د استازو په ګډون د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه. د ابوظبۍ په غونډه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د ولسمشرغنی له خوا د سولې له مشورتی بورد څخه یو مرکچی پلاوی د عبدالسلام رحیمی په مشرۍ هم تللی و. د ابوظبۍ غونډې په لومړۍ ورځ زلمی خلیلزاد، له طالبانوسره د دریم ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې. د ابوظبۍ په غونډه کې طالبانو غوښتل چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی، د طالبانو بندیان دې خوشې کړای شی، د دوی ملګری دې له تورلیست څخه ووځی او د قطر دفتردې په رسمی توګه وپېژندل شی او د دوى په خوښه دې مؤقت حکومت جوړشی

ممکن است شما دوست داشته باشید