روزنامه هیواد

د افغان سولې لپاره غونډې باید مثبتې پایلې ولری!

د زیاترو کورنیو او بهرنیو سوله دوستو او بشر دوستو بنسټونو او سیاسی شنونکو په اند په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د دوه مخی، درواغجن او مکار پاکستان پر ژمنو باور ستره تېروتنه ده او د پاکستان په ګډون د سیمې اونړۍ دغه ډول مغرض هېوادونه هېڅکله نه غواړی چې خپل روزل شوی او پیرودلی طالب ګوډاګیان او اجیران له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پر ټغر کښنیوی او له دې لارې پر افغانستان دتپل شویو جګړو ناخوالو او نادود وته دپاى ټکى کېږدی! د متحدو عربی اماراتو په پلازمینی ابوظبۍ کې دپاکستان په څېر دنړۍ دمغرضو هېوادونو په پټو او بې شرمانه لمسونو سره د افغانستان د حکومت له پلاوی سره د طالبانو د استازیو له خوا پر سولې د خبرو نه کولو په غبرګون کې ټول افغانان سخت په غوسه دی او دې ته په کتو په زغرده وایی چې دافغانستان د سولې په اړه د پاکستان په څېر د طالبانو پر ملاتړ کوونکو هېوادونوباور لویه تېروتنه ده او دغه مغرض او مخرب هېوادونه په ظاهر کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د مرستې نارې سورې وهی ،خو په باطن کې خپل روزل شوی ترهګر  او طالبان په افغانستان کې د جګړو دوام ته لمسوی! افغان حکومت هم دا غوره بللې، که د سعودی عربستان په جده کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې دا تضمین نه شی، چې طالبان له افغان پلاوی سره د سولې له خبرو انکار نه کوی، نو افغان حکومت خپل پلاوى دې غونډې ته نه لېږی، ځکه څه موده وړاندې په ابوظبۍ کې هم په ورته غونډه کې طالب استازیو له افغان پلاوی سره ونه کتل، نو په کور دننه یې سخت غبرګونونه را وپارول، خو افغان حکومت بیا نه غواړی، چې داسې څه بیا هم تکرار شی! په پام کې ده، چې ډېر ژر د سعودی عربستان په کور به توب د دغه هېواد په جده کې د طالبانو ، امریکا ، پاکستان او اماراتو ترمنځ پر افغان سوله د خبرو لپاره غونډه جوړه شی، په دې اړه د سعودی پاچاه ولسمشر غنی ته ډاډ ورکړى، چې د سولې لپاره به له خپلې ټولې اغېزې کار واخلی او د افغان حکومت په مشرۍ د افغان سولې د هڅو ننګه او ملاتړ به وکړی. طالبانو ویلی، چې د جدې په غونډه کې له افغان پلاوی سره نه ګوری، نو افغان حکومت په هغه صورت کې غوره نه بولی، چې بیا هم خپل پلاوى دې غونډې ته ولېږی او یا دې د افغان سولې پر سر معاملې وشی! د پاکستان په څېر دسیمې او نړۍ مغرضو، مکارو او تېری کوونکو هېوادونو دافغانستان په اړه تل دوه مخې پالیسۍ پر مخ وړې او دافغان سولې په مخ کې یې خنډونه اچولی دی. همدا لامل دى، چې د ترهګرۍ ضد جګړه نه ده بریالۍ شوې او په افغانستان کې له تاوتریخوالی او جګړې سیمه او نړۍ هم اغېزمنه شوی ده. پاکستان او ایران د خپلو شومو موخو لپاره ترهګر روزی او ملاتړ یې کوی او په دې کې روسیه هم ورسره شریکه ده، دوى دا ډلې د خپلو ناوړو موخو لپاره په افغانستان کې جنګوی او د افغانانو امنیت او ثبات پرې ګواښی، د دې ترڅنګ دغه لوری له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د همکارۍ او ملاتړ په مخالفت کې جګړه توده ساتی، نو په دغه راز حالت کې د افغان سولې لپاره هڅې ژر پایلې نه لری، تر هغې چې د ترهګرو او اورپکو پرضد ګډه مبارزه ونه شی او په ځالو کې له منځه لاړ نه شی، خو دا به ګرانه وی، ځکه ترهګر په پاکستان او ایران کې ځالې لری، هلته پرې برید ، بیا دغه هېوادونه پر خپل ملی حاکمیت برید بولی او له دې ناوړه ګټه پورته کوی، امریکا او متحدین یې هم دې ته زړه نه شی ښه کولى، خو دا باید هرو مرو وشی، لومړى باید د ترهګرۍ او اورپکۍ خطرونه ټولو ته تشریح او د هغوى اجماع هم په کې تر لاسه کړاى شی، وروسته هغوى مجبور شی، چې خپله د ترهګرو او اورپکو له روزنې او ملاتړه لاس واخلی! د دې لپاره افغانستان د رغنده فشارونو او هڅو غوښتنه کوی، له دې پرته نه سوله کېداى شی او نه هم طالب او ترهګرې ډلې سولې ته پرېښودل کېږی! که بیا هم د ابوظبۍ غوندې په جده کې هم د افغان حکومت له پلاوی سره له خبرو انکار وشی، نو دا د افغانانو لپاره د زغملو وړ نه ده! غوره به وی، چې له داسې غونډو او پر هغو سفرونو او پلانونو له لګښتونو هم ډډه وشی، چې سوله نه شی را وستلى!

ممکن است شما دوست داشته باشید