روزنامه هیواد

د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد د سفر څرنګوالى

سمېع الله سمېع

دوهمه برخه 

کابل ته دخلیلزاد سفر:

 دافغان سولې په اړه دپاکستان ، بلجیم  او جرمنی  د چارواکو له خبرو  وروسته خلیلزاد دغبرګولې په ۱۹ مه کابل ته راورسېد، خلیلزاد په همدې ورځ ماښام مهال له ولسمشر غنی سره په جمهوری ریاست کې دکتنې پرمهال هیله وښوده چې ډېر ژربه دبین الافغانی ډیالوګ لومړى دور پیل شی.

  خلیلزاد دغبرګولې په ۲۰ مه له ولسمشرغنی سره دسولې لپاره دنړیوالې  اجماع دمنځ ته راتګ خبئئر ه هئئم وکړه  په دې اړه

 په کابل کې دامریکا سفارت هم  په اعلامیه کې ویلی وو ، چې خلیلزاد به دحکومتى مشرانو ترڅنګ له سیاستوالو  ،دمدنی ټولنې له غړو  او د ښځو له یوشمېر  استازو سره هم خبرې وکړې. خلیلزاد له حامد کرزی سره هم په افغانستان کې دسولې د پروسې پر را روانو اقداماتو خبرې وکړې.

 خلیلزاد ، تردې دمه ۶ وارې  په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر له چارواکو سره دافغان سولې په اړه خبرې کړې وې.

 خلیلزاد په کابل کې له مدنی ټولنو، ښځو اونورو سیاستوالو سره په ځانګړې  ډول لیدنې اوکتنې درلودې او دافغان سولې په اړه یې خپل نظریات ورسره شریکول.

 خلیلزاد، دغبرګولې په ۲۱ تمه دبلخ ولایت ته سفروکړ اوپه مزار شریف ښار کې یې  له عطامحمد نوراو حاجی محمدمحقق سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې

له ولسمشر غنی سره  د جرمنی د ځانګړی استازی کتنه :

 دغبرګولې په ۲۱ تمه ولسمشر غنی په ارګ کې دافغانستان او پاکستان لپاره دجرمنی  له ځانګړی استازی مارکس  پوتزل سره وکتل  او دخلیلزاد او طالبانو داووم پړاو خبرو په اړه ورسره  خبرې وشوې . داچې دقطر اووم پړاوخبرې دجرمنی په مالی لګښت سرته رسېدلی ، ولسمشرغنی دجرمنی له دغه رنګه سوله ییزو هغوڅخه مننه وکړه او بیابې هم دافغان سولې لپاره دبین الافغانی خبروپه سرته رسولو ټینګاروکړ.

پاکستان ته دبهرنیو چارو وزارت  دمرستیال سفر  :

په داسې حال کې چې په کابل کې دافغان سولې په اړه دامریکا ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد ، له دولتی  چارواکو ، مدنی ټولنو ،ښځو او یوشمیر سیاستوالوسره دافغان سولې په اړه خبرې کولې ، دافغانستان دبهر نیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان د یوپلاوی په مشرۍ په اسلام آباد کې دپاکستان دبهرنیو چارو له وزیرشاه محمود قریشی سره ددواړو هېوادونو پر اړیکو اوپاکستان ته دولسمشر غنی د  سفرپه اړه  خبرې وکړې  . دغه خبرې چی دغبرګولې په ۲۰ مه پاى ته  ورسېدې ، په دغه سفر کې دافغان  سولې او دافغانستان اوپاکستان دعمل پر پلان هم خبرې وشوې . ددغه پلان یامیکانیزم په چوکاټ کې دواړو هېوادونو موافقه وکړه ، چې پردیپلوماتیکی ، اقتصادی اوتجارتی مسئلواو د کډوالو دبېرته راستنېدو پرچارو او همدا راز په پوځی او استخباراتی همکاریو خبرې کوی. دعمل پلان په خبرو کې ښاغلی زمان دافغانی پلاوی او ښاغلی قریشی دپاکستانی پلاوی مشری کوله …

د سولې په خبرو کې د ښځو پرګډون ټینګار:

 په داسې حال کې چې دافغان سولې په اړه له  طالبانو سره داووم پړاو دخبرو په اړه زلمی خلیلزاد په کابل کې له افغان  دولتی چارواکو  او بیلابیلو قشرونو سره خبرې کولې ، په کندوز کې  دسولې په بهیرکې دافغانی ښځو درول په تړاو ترسرلیک لاندې  په یو ورځنی  سیمینار کې دافغانستان لپاره دملګروملتونو  ځانګړی استازی تادامیچی یاما موتو  او دافغانستان دبشری حقونو دخپلواک کمېسیون مشرې سیماسمر ګډون وکړ.په دغه سیمینار کې تدامیچې یاماموتو وویل: دسولې لپاره په خبروکې باید دافغان مېرمنو حضور په پام کې ونیول شی ، چې عدالت پلى شی  اوموږ به تل دافغان دولت په خواکې ولاړ  یو .

 په دغه سیمینار کې سیما سمر وویل ، چې په هېواد کې روانه جګړه تباهی ده  اوپه ځانګړې توګه نجونې دهمدې بدمرغې جګړې له کبله له زده کړو محرومې شوی او لا دزده کړې ساحه دنجونو لپاره محدودېږی . په سوله کې دښځو رول کلیدی دى …. په دغه یوورځنی سیمینارکې دکندوز والی عبدالجبارنعیمی له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل ، چې دسولې دټینګښت په برخه کې رښتینې همکاری وکړی ، چې نور افغانان ونه وژل شی…

ممکن است شما دوست داشته باشید