روزنامه هیواد

د افغان سولې لپاره د زلمی خلیلزاد  هر اړخیزې هلې ځلې د قدر وړ دی

سمېع الله سمېع

اوومه برخه

 له ملا عبدالغنی برادر سره د ازبکستان دبهرنیو چارو د وزیر کتنه:

په داسې حال کې چې د طالبانو اوامریکا ترمنځ د افغان سولې په اړه په قطرکې خبرې روانې وې، دکب په ۱۳ مه دازبکستان دبهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په قطر کې د طالبانو ددفتر له رییس ملا برادر سره د افغان سولې په باب خبرې وکړی کاملوف وویل:  هېواد یی د افغان سولې په باب هرډول همکارۍ ته چمتو دى. ویل کېږى، چې ازبکستان له افغان دولت او طالبانو  سره ډېرې ښې اړیکې لری اومخکې یې هم د افغان سولې په اړه په تاشکند اوسمرقند کې په خپل کور به توب نړیوالې غونډې جوړې کړی دی کاملوف په خپلو خبروکې داهم ویلی چې په راتلونکی کې به د طالبانو اوافغان سیاستوالو دغونډې کوربه توب په غاړه ولری. د یادونې وړ ده چې په همدغې ورځ د افغانستان دملی امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب له ماسپښین وروسته تاشکند ته ورسېد. او د ازبکستان دبهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره یې دافغان سولې په اړه پوره خبرې وکړې ،چې دازبکستان دبهرنیو چارو  د وزیر له خوا دهرډول همکارۍ وعده ورسره وشوه.

په قطر کې د طالبانو اوامریکا ترمنځ دخبرو څلورمه ورځ:

د کب په ۱۲ مه  د طالبانو اوامریکا ترمنځ دسولې په اړه خبرې روانې وې.په دغو خبروکې بیاهم دامریکا دعسکرو دوتلو ، دافغانستان خاوره دامریکا پرضد د نه کارولو، اوربند اویو شمېر نورې مسئلى شاملې وې. په دغو  خبرو کې امریکایی پلاوی ویلې چې په پنځو کلونو کې به له افغانستان څخه ووځی، خو طالبانو ورسره نه منله. اوخبرې له بن بست سره مخامخ وې.

په قطر کې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ دخبرو پنځمه ورځ:

 دکب په ۱۳ مه دمارچ په ۴مه د دوشنبې په ورځ بیا هم په قطر کې د طالبانو او د امریکایی پلاوې دمشر زلمى خلیلزاد ،ترمنځ د افغان سولې په اړه دخبرو پنځمه ورځ وه. ددغې ورځې دخبرو په اړه یو شمېر رسنیو خبرورکړ، چې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ پر یو شمېر خبرو موافقه شویده، خو جزئیات یې څرګند نه شول . یو شمېر رسنیو خبر ورکړ،  چې دواړه لوری  دامریکایی عسکرو دوتلو په اړه موافقې ته رسیدلی دی.

 قطر ته د روسیې دبهرنیو چارو دوزیر سرگی لاوروف سفر:

 په داسې حال کې چې دقطر په دوحه کې دطالبانو او د امریکا دپلاوی ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې روانې وې، دکب په ۱۳مه د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرگی لاوروف د دوحې ښارته ورسېد.

 سرګی لاوروف د قطر دبهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن اآل ثانی سره په دوحه کې دطالبانو اوامریکا ترمنځ دخبرو په اړه خبرې وکړې وروسته یې په یوې خبری غونډه کې برخه واخیسته او ویې ویل: دبین الافغانى مذاکراتو لپاره د روسیې اوامریکا اړیکى ارزښتناکې دینوموړی زیاته کړه: دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، کله کله د روسیې له ځانګړی استازی سره دافغانستان دسولې په اړه خبرې کوی، دافغان سولې په اړه  امریکا او روسیه باید خپلې هڅې همغږې کړی، داځکه چې روسیه ، امریکا او ګاونډی هېوادونه کولاى شی ، چې په افغانستان کې دملی سولې دمذکراتو لپاره ګډه همکاری وکړی… په دې غونډه کې دقطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی وویل: په افغانستان کې سوله د جګړې او زور له لارې نه شی راتلاى د سولې لپاره یوازینۍ لاره خبرې دی.

د قطر د خبرو په اړه دامریکا یی سناتورانو غبرګون:

په امریکا کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید سناتور بیرنی ساتدرس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې له ۲۰۰۱ م تر اوسه پورې ۱۸ کاله کېږی ، چې امریکا په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا په عراق او له ۲۰۱۳  کال راپه دې خوا په سوریه کې پر جګړه اخته ده. د امریکا خلک داسې نه ختمېدونکې جګړې نه غواړی. په دې برخه کې باید د امریکا کانګریس له خپلو صلاحیتونو کارواخلی او نور خپل عسکر امریکا ته راستانه کړی. همدارنګه دامریکا  په یوڅېړنیزمرکز کې سناتور رند پال او سناتور تام پودال ، په یو ګډلیک کې له کنګرې څخه په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو غوښتنه کړې  اوهم یې  ددفاع وزار ت ته ۴۵ ورځې وخت ورکړ، چې له افغانستان څخه دامریکا دعسکرو د وتلو
مهالویش جوړ کړی.

قطرته دمایک پمپیود ورتګ لېوالتیا:

په داسې حال چې کې د قطر په دوحه کې د طالب او امریکایی پلاویو ترمنځ دافغان سولې په اړه خبرې روانې وې، دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په امریکا کې یوې غونډې ته وویل: په قطر کې دافغان سولې په اړه خبرې ډېرې پیچلې دی، خو هیله یې وښوده چې په دغو خبرو کې ځینی پرمختګونه هم شوی دی، چې په راتلونکی کې  به دقطر په خبرو کې په خپله هم ګډون وکړی. نووړی وویل: په دغو خبرو کې دپاکستان ، هند ،چین او
روسیې رول باید په نظر کې ونیول شی. دامریکا دبهرنیو چارو وزیر پمپیو دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی چې دامریکا دملی امنیت سلاکار جان بولټن دکب په ۱۳ مه
له سی ان ان سره په مرکه
کې ویلی و، چې له وسله والو طالبانو سره دسولې له تړون وروسته به هم یو شمېر امریکایی پوځیان په افغانستان کې پاتې شی

ممکن است شما دوست داشته باشید