روزنامه هیواد

د افغان سولې لپاره د زلمی خلیلزاد  هراړخیزې هلې ځلې د قدر وړ دی

سمېع الله سمېع

دویمه برخه

په جرمنی کې د دوهم بن په نامه دسولې دغونډې جوړېدل:

 په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه دامریکا دبهرنىو چارو  وزارت ځانګړى استازى په اروپا کې په خبروبوخت و. دجرمنی ورځپاڼې د رپوټ په حواله دجرمنی حکومت دې ته چمتو دى چې د افغانستان په هکله د سولې په ىو نوی کنفرانس کې دګډون لپاره وسله وال طالبان هم جرمنی ته را وغواړی .ورځپاڼې دسلواغې په ۲۴ تمه په خپل ىو رپوټ کې ووىل: داخبره یې د هغه لىک پربنسټ کړى، چې دجرمنى دبهرنىو چارو  وزارت له خوا د پارلمان غړو ته استول شوى دى.

 دبهرنىو چارو وزارت پردې سربېره له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو داحتمالی وتلو دعواقبو په هکله هم څرګندونې کړې وې. دجرمنی دغه څرګندونې په  داسې حال کې رامنځته شوې چې جرمنی په افغانستان کې دخپلو پوځیانو د ماموریت دوره د ىوکابل لپاره نوره هم غځولې وه، خو وىلی یې و، چې که امریکا له افغانستان څخه پوځونه وباسی نوجرمنى به هم دخپلو پوځونو پر وتلو فکر وکړی ، په دغه وخت کې جرمنی په افغانستان کې ۱۳۰۰ تنه  سرتېرى درلودل.

دناټو دعمومی منشی غوښتنه:

 په داسې حال کې چې خلىلزاد په کابل کې د افغان دولت له چارواکو سره دسولې په خبرو اخته و،  دناټو عمومی منشی دسلواغې په ۲۷ تمه په قطرکې د طالبانو او امرىکا له خبرومخکې دسولې د خبرو دپنځم دور په درشل کې غوښتنه وکړه چې دخبرو دمهمې برخې په توګه باىد د طالبانو اوافغان دولت ترمنځ اوربند اعلام او مخامخ خبرې وشی. دناټو عمومى منشی داخبره هم وکړه چې دسولې په خبرو کې افغان دولت یوې خواته شوى دى. نوموړی زىاته کړه: دافغانستان دولت دافغانستان دخلکو مشروع او قانونی استازى دى  او باىد دسولې په خبروکې اساسی رول ولری. ده زىاته کړه: ناټو د خلىلزاد له هڅو حماىت کوی. ولسمشر  محمداشرف غنى په داسې حال کې چې خلىلزاد په اروپا  کې د افغان سولې په اړه په خبرو بوخت و، د سلواغې په ۲۷ تمه دمونىخ دکنفرانس په څنډه کې په ىو بحث کې ووىل: دسولې اوجګړې پر ارزښت ىوازې افغانان پوهېږی،ځکه چې دوى هره ورځ قربانی  ورکوی. داجګړه دامرىکا ده ، امریکا تر ۲۰۱۵م کال پورې ۲۵۰۰ سرتېری له لاسه ورکړی وو، هغه مهال دامرىکا جګړه وه او وروسته ىې ىوازې ۶۶ سرتېری وژل شوی ،حال دا چې افغان ځواکونه هره ورځ قربانی ورکوی. ولسمشر غنى ووىل: افغانان لنډمهاله نه، بلکې دوامداره سوله غواړی. نوموړی له امریکا مننه وکړه چې دافغانانو په مشرۍ اومالکىت دسولې له پروسې څخه  ىې ملاتړ کړى دى.نوموړى ووىل: ځىنې طالبان فکر کوی چې بىابه د ۱۹۹۶ کلونو واک ترلاسه کړی ،خودا هسې یوخیال دى، اوسنى افغانستان یې نه منی.

دموقت حکومت دجوړېدلو په اړه دکرزی غبرګون:

 دمسکو غونډه چې دسلواغې په ۱۶ مه دطالب پلاوی اودحامدکزری په مشرۍ دافغان سولې په پلمه جوړه شوې وه، یو شمېر ګډون والو په افغانستان کې دسولې لپاره دموقت حکومت دجوړیدلو غږ وکړ، همدارنګه یو شمېر رسنیو ویلی و، چې امریکا له طالبانو سره دسولې لپاره موقت حکومت غواړی . وروسته پخوانی ولسمشر حامدکرزی دموقت حکومت له جوړېدلو انکاروکړ.

 کرزی ویلی چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړی. په دغې مرکه کې یې د  افغان جګړې اصلی عاملان امریکا او پاکستان وبلل او داچې امریکا په افغانستان کې اوس سوله غواړی ،هیله ده چې پاکستان دې پایلې ته ورسېږی چې په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړی.

په ارګ کې د ولسمشر
غنی او خلیلزاد کتنه:

 ولسمشر غنی دسلواغې په ۲۸ تمه خلیلزاد ،خپل حضورته ومانه. په دغې کتنه کې دخبرو پرمهال ولسمشر غنی وویل: طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړی، چې په کوم اساس ولاړې دی، ددې ترڅنګ دې له ترورېستی شبکو او جرمی او حرام اقتصاد سره د طالبانو اړیکى هم معلومې شی.

 ولسمشر غنى همدا راز وویل: په یوې نوې او څرګندې  کار ی طریقی له ډاکتر زلمی خلیلزاد سره موافقې ته رسېدلى چې دهغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږی. اود ځانګړې اجنډا په هکله به یې مشورې ترسره اوپه رڼاکې به یې پرېکړه کېږی خلیلزاد هم په دې غونډه کې د افغان سولې  

په باب د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غنی ته معلومات وړاندې کړل  او ویې ویل: زموږ هدف دانه دى چې له افغانستانه د وتلو لاره پیدا کړو، بلکې هدف مو دادی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل تضمین شی اوپه افغانستان کې دسولې له ټینګېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا تربحث لاندې ونیول شی نوموړی زیاته کړه: له طالبانو سره یې په ټولو غونډوکې پرڅلورو مسئلو خبرې کړی ، چې له القاعده سره د طالبانو اړیکې، په افغانستان کې دامریکایی سرتېرو شتون ، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې،او د سرتاسری اوربند په هکله وې. نوموړی زیاته کړه ترڅو چې په دغو څلورو مسئلوموافقه ونه شی،. په خبرو کې ورته پرمختګ نه شوویلاى.

ممکن است شما دوست داشته باشید