روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا پرله پسې هڅې

د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد سیمې ته درېـىم سفر پىل کړى دى. ښاغلى خلىلزاد به بیا هم پر افغانستان سربېره پاکستان،روسىې، ازبکستان،ترکمنستان، بلجىم، قطر او متحدو عربی اماراتو کې له چارواکیو سره په دې اړه خبرې وکړی. روسیه چې د افغان جګړې مهم لورى دى او وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د ناکامولو لپاره وسلې او تجهیزات ورکوی او په افغانستان کې یې مداخلې د پنجاب تر کچې رسېدلې، د دغه سفر مهم ټکى دى. د ښاغلی خلىلزاد سفر د ډىسمبر پر دوهمه پىل او د همدې مىاشتې تر ۲۰ مې به دوام وکړی. ښاغلى خلىلزاد به د سولې د خبرو د پىاوړتىا په هدف له افغان چارواکو، نورو سىاسی بهىرونو او خلکو سره خبرې وکړی. لکه د دوو نورو سفرونو په لړ کې، دا سفرونه له افغان حکومت سره په مشوره کېږی او ښاغلی خلیلزاد هر ځل د خپل سفر لاسته راوړنې له ولسمشر محمد اشرف غنی سره شریکوی، دغو سفرونو د سولې لپاره هیلې راټوکلې دی، خلیلزاد توانېدلى، چې په قطر کې له طالب استازیو سره ووینی او د وسولې د خبرو مهم ادرس ومومی، همدارنګه پاکستان او روسیې ته د هغه سفر ډېر مهم دى، ځکه دواړه لوری د افغان تپل شوې جګړه تازه ساتی. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلی، چې هغه ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک رسېدلى، چې په دې برخه کې همکاری وکړی. په هر حال امریکا په دې لټه کې ده، چې په افغانستان کې جګړه د سیاسی حل له لارې پاى ته ورسوی، خو د دې ترڅنګ افغانستان یوازې هم نه پرېږدی، په دې کې ناټو هم له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوی، نن او سبا په همدې اړه د ناټو سرمشریزه غونډې کوی او ناټو به تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ اعلام کړی. زلمی خلىلزاد په داسې مهال د افغان سولې لپاره دا درېـىم سفر پىل کړى چې افغان ولسمشر غنی په جىنوا کنفرانس کې د سلام رحىمی په مشرۍ له طالبانو سره ۱۲ کسىز مرکچی پلاوى اعلام او نړیوالې ټولنې یې هم ملاتړ وکړ. هىلې داسې دی، چې تر ولسمشرىزو انتخاباتو مخکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پىل شی. افغان حکومت غواړی طالبان د داسې دىموکراتىکې ټولنې برخه وګرځی چې د ټولو ونډه او برخه په کې مالومه وی، له اساسی قانون سره سم د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د حقونو او مکلفىتونو تامن وی،د اساسی قانون منل او د اساسی قانون له احکامو سره سم هغه تعدىل شی،له قانون سره سم د ملکی خدمتونو، امنىتی او دفاعی ځواکونو فعالىتونه سم پر مخ یوړل شی او ىوې وسله والې ډلې ته چې له بهرنىو ترورىستی شبکو، بهرنىو تخرىبی سازمانونو، دولتی ىا غىر دولتی بنسټونو سره اړىکه ولری او په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وی، اجازه نه ورکول کېږی. افغان حکومت پلان لری، چې د سولې خبرې په پنځو پړاوونو کې وشی. لومړى به په کور د ننه له افغانانو سره په دې برخه کې سلا مشوره کېږی، ورپسې به پاکستان او امرىکا سره خبرې کېږی او په درېىم پړاو کې به دا خبرې د سىمې نورو هېوادونو ته هم غځېږی. په څلورم پړاو کې به له اسلامی او عربی هېوادونه سره خبرې وشی او په پنځم پړاو کې به د ناټو غړی او غىر ناټو هېوادونه هم د دې پروسې برخه وګرځی، په همداسې حال کې د ښاغلی خلیلزاد په مشرۍ د امریکا سوله ییزو هڅو ډېرې هیلې را ټوکلې دی، ښاغلی زلمی خلىلزاد په تېرې نومبر مىاشت هم د افغان سولې اړوند د سىمې هېوادونو ته سفر وکړ، چې په کور د ننه او نړیواله کچه یې هرکلى وشو.

ممکن است شما دوست داشته باشید