روزنامه هیواد

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو هڅې

د ملګرو ملتونو عمومی منشی وایی: هڅې یې پیل کړی ،چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشی.ملګرو ملتونو یوځل بیا په افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی او ویلی یې دی چې د دغه هدف لپاره یې ډېرې هڅې پیل کړی دی.د دغه سازمان عمومی منشی انټونیو ګوټیریش ویلی، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوی په هدف د ده د اوربند غوښتنه په ټوله نړۍ کې شپاړسو وسله والو ډلو منلې او جګړه یې بس کړې ده.نوموړی ویلی، د دوی له هڅو سره-سره په لیبیا کې جګړه توده شوې او د راپورونو په اساس په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې هم د طالبانو او حکومتی ځواکونو جګړه زیاته شوې ده.ولسمشر محمد اشرف غنی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې وه، خو طالبانو وویل: دا غوښتنه د اوس لپاره معقوله نه ده.د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتیریش وویل: کله چې ده د مارچ په ۲۳مه په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه، ۱۱۴ حکومتونو، بېلابېلو سیمه ییزو سازمانونو، مذهبی مشرانو او څه باندې دوه سوه مدنی بنسټونو یې ملاتړ وکړ.شپاړس مخالفې وسله والې ډلې چې دې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ورکړی ده په یمن، میانمار، اوکراین، فلیپین، کولمبیا، انګولا، لیبیا، سینګال، سوډان، سوریه، اندونیزیا او نګورنو قره باغ کې جنګیدونکې ډلې دی.د ملګرو ملتونو عمومی منشی ویلی، د دغه سازمان ځانګړی استازی او پلاوی هڅه کوی، چې د جګړې د مخالفو ډلو له خوا شوی اقدمات په موثر اوربند بدل کړی.د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اوربند د ملاتړ په اړه د یوه پریکړه لیک طرحه هم تر بحث لاندې ده، که دا تائید شی، د کورونا په اړه به د ملګرو ملتونو لومړنی پرېکړه لیک وی.دا په داسې حال کې ده ،چې د دغه سازمان دوه هېوادونه امریکا او چین چې د پرېکړه لیک د وېټو یا رد حق لری، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا نړیوال سازمان پر رول د نظر اختلاف لری.

چین وایی: د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې ښه رول لوبولی، خو امریکا بیا برعکس نظر لری او تېره میاشت یې پر دغه سازمان خپلې مرستې بندې کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید