روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغان امنیتی ځواکونو مالی ملاتړ به ډېر کړو

د ناټو سرمنشی وایی: له افغانستانه د ځواکونو اېستل له دغه هېواد سره د اړېکو پرې کولو په معنا نه دی.نوموړی ویلی ، چې د ناټو سازمان به له افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف په دې هېواد کې خپل غیر پوځی حضور ته دوام ورکړی.ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې غونډې ته ویلی، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره افغانستان له شک پرته ستونزو سره مخ دی او پر وینا یې د پرمختګ لپاره کومه اسانه لاره شتون نه لری، خو نوموړی ټینګار کړی، چې په ځینو مرحلو کې افغانان د خپل ټول راتلوونکې مسوولیت باید په خپله غاړه واخلی او زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل په افغانانو او په افغان مشرانو پوری اړه لری.د ناټو سرمنشی زیاته کړې: (( اوس مهال پوځی ماموریت صفر ته رسېږی، د خپل پوځی ماموریت له ختمېدو سره، له نورو لارو له افغانستان څخه د ملاتړ زیاتوالو په حال کې یو، تر ټولو لومړی، موږ په افغانستان کې خپل غیر پوځی حضور ساتو، تر څو افغانستان کې امنیتی بنسټونو ته مشورې ورکړو او ظرفیت یې لوړ کړو… موږ غواړو، چې له هېواد څخه بهر افغان سرتېرو ته د روزنې زمینه برابره کړو.))نوموړی د افغان امنیتی او دفاعی سرتېرو وړتیاوې وستایلې او زیاته یې کړه، چې هغوی اوس د خپل هېواد د امنیت مسوولیت په غاړه لری او موجوده ستونزو ته په کتو به ناټو د یادو سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړی.له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو سرتېرو د اېستلو بهیر د تیرې مۍ میاشتې پر لومړۍ پیل شو، چې ټاکل شوې د روان کال سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شی.د یاد بهیر له پیل بیا تر دې مهاله د بهرنیو ځواکونو شااوخوا شپږ پوځې اډې افغان ځواکونو ته ورسپارل شوی دی.افغان ولسمشر محمد اشرف غنی تر دې مخکې ټینګار کړی و ،چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړېکو نوی فصل پرانیستل شی او انزوا ته به لاړ نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید