روزنامه هیواد

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساری توګه لوړه شوې

په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بې‌ساری توګه لوړه شوې ده. د کابل د صرافانو د شورا ویاند مجید احمدزاده پرون دوشنبه رسنیو ته ویلی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې دا لومړى ځل دى چې یو ډالر له ۷۴ افغانیو سره تبادله کېږی.نوموړی زیاته کړې، د مرکزی بانک له‎خوا بازار ته د ډالرو په عرضه کولو کې کمى د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو مهم سبب دى.نوموړی همدارنګه وویل، په ډېرو ولایتونو کې د افغانیو تر څنګ له پاکستانی کلدارو او ایرانی تومانو استفاده هم د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوړېدو سبب شوې ده.د کابل د صرافانو د شورا د ویاند په وینا، په افغانستان کې نامناسب سیاسی او امنیتی شرایط هم د دې سبب شوی چې د خلکو له‎خوا د ډالرو اخیستل زیات شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید