روزنامه هیواد

د افغانستان کرنیز توکی به په خپل نامه نړیوال بازارته وړاندې کېږی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی : له دې وروسته به د افغانستان صنایع او کرنیز محصولات اروپایی هېوادونو ته د افغانستان په مارک او نښان صادر او ملکیت به‌یې دې هېواد پورې اړه ولری.دغه وزارت وایی (جی. ای) یا د (جغرافیایی نښې) سیستم ته د افغانستان د صنایعو او کرنیزو محصولاتو له ثبتېدو سره هېڅ هېواد نه‌شی کولای، چې د افغانستان توکی نورو هېوادونو ته صادر کړی.د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُرانی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د دې پروژې پلی کېدو او ګټو په اړه وویل:​(( په لومړی ځل ((جی. ای)) پروژه د کرنې په سکتور کې پیلېږی، دا پروسه به د کرنې وزارت، بزګرو، بڼ‌والو او همداراز د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صادراتو په برخه کې یو ستر پرمختګ وی، هر کله چې موږ وتوانېږو خپل تولیدات په ((جی. ای)) سیستم کې راجستر کړو بیا نور هېوادونه‌یې په خپل نامه نه‌شی صادرولى.)) نوموړی وویل: (( جی. ای)) منل شوی نړیوال سیستم دی، چې د تولیدوونکی او استفاده کوونکی له حقونو دفاع کوی. دا پروګرام د افغانستان د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او د اروپایی اتحادیې د خوړو او کرنې سازمان په تخنیکی همکارۍ او په مالی مرستو د درېیو کلونو لپاره پلی کېږی.په لومړی پړاو کې چې یو کال وخت نیسی، د کندهار انار، د پکتیا جلغوزی او د هرات زعفران د افغانستان په مارک او نوم اروپایی هېوادونو ته صادرېږی. تر دې وړاندې د افغانستان یو شمېر صادراتی توکی لکه جلغوزی او غالۍ د پاکستان له لوری د هغه هېواد په نامه نړیوال بازار ته صادرېدل چې دې چارې د افغانستان تولیدوونکو ته ستره ضربه رسولې وه.د دې غونډې په ترڅ کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیالې مقدسه یورش هم د یادې پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې‌ویل، چې دا پروژه به د دې لامل شی ،چې افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او د بازار د ښه‌والی په برخه کې پرمختګ وکړی.نوموړې وویل، چې د جغرافیایی نښو قانون په ۲۰۱۵ میلادی کال کې په افغانستان کې د اجراء وړ وګرځېده. په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان یا «FAO» استازی راجندرا اریال وویل، چې دا سیستم په نورو هېوادونو کې پلی کېږی او هغوی خپلې تجربې افغانستان ته انتقالوی.دی وایی:(( اوس مناسب فرست دی، چې موږ هغه تجربې چې نورو هېوادونو کې درلودې له تاسو سره شریکې کړو او په ځانګړی ډول د جغرافیایی نښو د سیستم هدف دا دی، چې روڼوالی او اړیکې رامنځته کړی او د بېلابېلو برخو د استازو د ګډون لپاره زمینه برابره کړی.))په افغانستان کې د اروپایی اتحادېې مشرې نیکلاس تېلر وویل: جغرافیایی نښې هغه څه دی، چې تصدیق کوی او هر کله چې محصولات په نښه شی د هېوادونو د اقتصاد د پراختیا او د تولیداتو د زیاتوالی لامل ګرځی.د کرنې وزیر نړیوال بازار ته د افغانستان د تولیداتو نه‌لاسرسی، د تولیداتو نه‌معیاریتوب او په سمه توګه د دسته‌بندۍ نه‌کول هغه څه بولی ،چې نړیوال بازار ته دغه تولیدات لار ونه‌مومی.نوموړی ټینګار وکړ، چې د جغرافیایی نښو سیستم پلی کېدل د کرنې او صنعت په برخه کې یو ډول فشار دی او له مخې یې تولیدوونکی اړ دی چې نړیوال معیارونه مراعت او خپل محصولات ستنډرډ کړی.     عزیزی

ممکن است شما دوست داشته باشید