روزنامه هیواد

د افغانستان کانونه؛ هغه ملی شتمنی چې لوټېږی

په بدخشان کې د سرو زرو د ىوه کان د ښویـېدو له کبله ۲۹ کسان تر خاورو لاندې شوی او ىو شمېر نور پکې ټپىان دی. ډېر کانونه د مخالفىنو، اوسېدونکو او جرمی کړىو له لوری استخراجېږی چې ارزښت ىې له ۱۰۰ میلىونو ډالرو اوړی.  په وچه کې پروت افغانستان که څه هم د کانونو له پلوه بډاى هېواد دى، خو بىا یې هم کابو نىمایی نفوس په وږی نس شپې سبا کوی. د افغانستان کانونه هغه ملی شتمنی ده چې تر اوسه زور واکان، مافىایی کړۍ، د حکومت مخالفىن او ىا هم عام وګړی ترې په ناقانونه توګه ګټه اخلی. په افغانستان کې ناقانونه کان کىندنې او په غىر مسلکی توګه د کانونو استخراج نه ىوازې د کانونو د خرابوالی او ضاىعاتو سبب ګرځی، بلکې په ىو شمېر مواردو کې دغه راز هڅې د کارىګرو د ژوند په بىه تمامېږی. په دې برخه کې په بدخشان ولاىت کې د سرو زرو کان د ښوىـېدو پېښه ښه بىلګه ده. د بدخشان د چارواکو د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۲۹ کان کىندونکی ووژل شول او څو تنه نور بىا ټپىان دی.  پر دې سربېره، د افغانستان د کانونو د استخراج پر وړاندې امنىت او د ځىنو کانونو په سىمو کې د مخالفىنو حضور د دې لامل شوى چې ځینی کانونه په ناقانونه توګه استخراج شی او د افغانستان د خلکو له دغې شتمنۍ څخه ىو محدود شمېر خلک ګټه واخلی. د بدخشان د والی وىاند نېک محمد نظری که څه هم په دغه ولاىت کې په پراخه کچه د مخالفىنو او جرمی کړىو له لوری د کان کىندنې پېښې ردوی، خو وایی چې د سىمې اوسېدونکی د رىګونو د مىنځلو له لارې د ورځې ىو مقدار پىسې ترلاسه کوی. نظری ووىل: «دا د سرو زرو کوم تثبىت شوى کان نه و، بلکې ىوازې ىو سېند و او د بدخشان د ځىنو ولسوالىو خلک په ژمی کې چې نور کارونه نه وی، په ځىنو سىمو کې رىګ راباسی او هغه په هغمو سنتی بدخشی لارو مىنځی او له دې لارې سره زر ترلاسه کوی». نظری زیاتوی چې د سىمې ىو شمېر اوسېدونکی له دې لارې په ورځنی ډول آن۳۰۰ افغانۍ ترلاسه کوی او خپلې ورځنۍ چارې پرې پرمخ بىایی.  بل لوری ته د افغانستان د روڼوالی د څار سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې بدخشان او ننګرهار هغه ولاىتونه دی چې پکې مخالفین او جرمی کړۍ په پراخه کچه د کانونو په استخراج لاس پورې کوی او له دې لارې ډېرې پىسې ترلاسه کوی. د روڼوالی د څار سازمان د اړىکو او حق غوښتنې د برخې مسوول ښاغلی ناصر تىموری دوىچه وىله ته وىلی چې د حکومت له واکه وتلو سىمو کې ځایی زور واکان، د لوړ پوړو حکومتی چارواکو له ملاتړه برخمن کسان او د حکومت مخالفىن د کانونو په استخراج کې تر ډېره پورې ښکېل دی. د روڼوالی د څار سازمان غړی تىموری په دې هکله ووىل چې د کانونو د استخراج له لارې د افغانستان حکومت په کلنی ډول له ۴۰ تر ۵۰ مىلىونه ډالره عاىد ترلاسه کوی. نوموړی زىاته کړه چې له دې څخه ډېره ګټه بىا ناقانونه استخراجوونکی ترلاسه کوی. تىموری د کانونو د ناقانونه استخراج له لارې د عاىد په هکله ووىل: (( ىو محتاطانه اټکل موجود دى او په ټول افغانستان کې ښایی دغه مقدار څو سوه میلىونو ډالرو ته ورسېږی، خو د محدود شمېر هغو ولاىتونو له ډلې څخه چې پکې کانونه په ناقانونه توګه استخراجېږی، هغه د بدخشان او ننګرهار ولاىتونه دی چې په کې د سرو زرو، تالک، مرمرو او قىمتی ډبرو د استخراج له لارې د محتاطانه اټکل له مخې له۱۰۰ مىلىونو زیات ډالر ترلاسه کېږی.)) د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې زموږ هېواد په سىمه کې د نادرو منرالونو او طبىعی زېرمو پراخې سرچىنې لری او که چېرته په قانونی، مسلکی او سمه توګه استخراج شی، اغېزه به ىې د هر وګړی په ژوند کې په زغرده څرګنده شی. افغانستان د سرو او سپىنو زرو، پلاتىنىم، وسپنی، ىورانىمو، المونىمو، سکرو، ټالکو، مرمرو، قىمتی ډبرو، طبىعی ګازو او مسو کانونه لری. تر اوسه پورې د افغانستان د طبیعی زىرمو د ارزښت په هکله بىلابىل اټکلونه شوی دی، خو د امرىکا د متحدو اىالتونو د وروستۍ سروې له مخې د افغانستان د طبىعی زېرمو ارزښت له ىو ترېلىون ډالرو هم ډېر دى، خو پر دې سربېره هم افغانستان تر اوسه د کانونو د استخراج په برخه کې کوم واضح ستر ګام نه دى اخیستى او له ځینو کانونو د حکومت مخالفې وسله والې ډلې، جرمی کړۍ او ځایی اوسېدونکی په ناقانونه توګه ګټه اخلی. خو د دې لپاره چې افغانستان وکولاى شی خپلې معدنی زېرمی استخراج کړی، نو بنسټىزو امکاناتو، لکه واټونو او اورګاډو ته اړتىا لری. پر دې سربېره په هېواد کې موجود اداری فساد، بىروکراسی او مخ پر ډېرېدونکې ناامنۍ د دې لامل شوی چې د کابل هغه هڅې چې غواړی د افغانستان کانونه راوباسی، له ستونزو سره مخامخ شی. افغان حکومت د روان کال په پىل کې په افغانستان کې د امرىکا د پاملرنې لپاره د کانونو موضوع مطرح کړه. په واشنګټن کې د افغانستان د هغه مهال سفىر حمدالله محب په دې هکله وىلی و، چې ولسمشر ترمپ د افغانستان له اقتصادی ظرفىت سره لىوالتىا لری.

د افغانستان د کانونو سکتور د ودې لپاره افغان حکومت په ځینو اقداماتو هم لاس پورې کړى چې له دې جملې څخه د کانونو په هکله په قانون کې تعدىل او اصلاحات له عمده اقداماتو څخه شمېرل کېږی. پر دې سربېره په دې وروستىو کې د کانونو له لارې د حکومتی بودىجې د تموىل په موخه په بدخشان ولاىت کې د سرو زرو د ىوه ستر کان قرار داد هم په امرىکا کې له یوه بهرنی شرکت سره لاسلىک شو چې پر دې هم په هېواد کی نیوکې وشوې. د افغانستان د کانونو د ناقانونه استخراج په هکله د ملګرو ملتونو امنىت شورا هم اندېښنه څرګنده کړې ده. څو کاله وړاندې امنىت شورا په رپوټ کې وىلی وو چې طالبان او نورې ىاغی ډلې په افغانستان کې د نېشه یی موادو، د ناقانونه مالىو او همدا راز د ناىابه قىمتی ډبرو او کانونو له لارې مىلىونونه ډالر ترلاسه کوی او له دې لارې په افغانستان کې خپله جګړه توده ساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید