روزنامه هیواد

د افغانستان څخه په مسوولیت سره د بهرنیو پوځونو وتل د سولې بهیر بریالیتوب ته رسولی شی!

ګرانو هېوادوالو!

خپل سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم، خدای دې وکړی چې روغ  او جوړ اوسئ.

قـدرمـنو!

دا دی د شوې  ژمنې له مخې ستاسو سره د افغانستان د سولې بهیر پر روان حالت او د بهرنیو پوځونو پر وتلو د ځیرتیا وړ مالومات وړاندې کېږی:

۱ ـ په افغانستان کې روان حالت د نړیوالې استخباراتی لوبې پلان شوې جګړه ده چې قدم په قدم په پروژوی شکل سره پر مخ ځی، لازمه ده چې د ملګروملتونو د پرېکړې له مخې د دغې پیل شوې استخباراتی لوبې ټغر ټول او کار کوونکی یې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وباسی.

۲ ـ څنګه چې ویل کېږی بهرنی پوځونه د ملګروملتونو په اجازه په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې فعالیت کوی، داسې ویل کېږی چې امریکایی پوځونه وځی، له دې امله دا څو میاشتې  امریکایی استازی د افغانستان د دولت د مخالف لوری طالب استازو سره په بېلو بېلو کتنو او ناستو کې  خبرو اترو ته دوام ورکړی چې تر څنګ یې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ په سلګونه کسان مری او ټپیان کېږی داسې مالومېږی چې پایله به یې هم د افغانانو په زیان، د پاکستان او امریکا په ګټه وی.

ښه به دا وی چې بهرنی پوځونه د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې  د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې د شپږو میاشتو په جریان کې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځی، ځکه چې بهرنی پوځونه د ملګروملتونو په اجازه او مسئولیت افغانستان ته راغلی، باید بېرته هم د ملګروملتونو د پرېکړې او تضمین له مخې په مسئولیت سره ووځی چې روانه جګړه خلاصه او د سولې بهیر بریالیتوب ته ورسېږی.

۳ ـ ملګری ملتونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه داسې تضمین واخلی چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې او ځمکنۍ بشپړتیا څخه له تېری کولو ډډه وکړی او د تروریستی ډلو له رالېږلو څخه په څنګ او لرې کېنی.

۴ ـ  ملګری ملتونه باید له افغان ولس سره له پېنځو تر لسو کالو بې عوضه مرستې وکړی، ځکه د دوی په اجازه او مسئولیت بهرنی پوځونه افغانستان ته راغلی چې اوس ټول افغانستان په کنډوالو بدل شوی او برسېرنې زیرمې یې هم  وړې دی…

۵ ـ که افغانستان ته د ملګروملتونو له پرېکړې پرته سوله راځی، دا به سوله نه بلکې معما وی، دا به د ملګرو ملتونو او افغانانو لپاره لوی سر خوږی وی، ځکه بهرنی پوځونه د ملګروملتونو د پرېکړې له مخې افغانستان ته راغلی او افغانان یې په یوه نامه او بل نامه وژلی دی.

له دې امله لازمه ده چې بهرنی پوځونه له افغانستان څخه د ملګروملتونو د پرېکړې او تضمین له مخې ووځی، څو د افغان ولس تر منځ د شوې مرګ ژوبلې د غچ اخیستلو لړۍ پای ته ورسېږی.

۶ ـ څنګه چې د امریکایانو او طالبانو پلاوو تر منځ د خبرو اترو په ترځ کې د افغانانو تر منځ کرکه او مرګ ژوبله زیاته شوې چې دا کار د امریکا په ګټه ښکاری، که د جګړه مارو ډلو او امریکایانو تر منځ د افغانستان د سولې تړون لاسلیک شی، دا به سوله نه بلکې د افغانانو خپل منځی غچ اخیستل وی، ځکه جګړه مارو ډلو  په یوه او بل نامه افغانان وژلی دی او اوس هم د واک اخیستلو او واک ساتلو لپاره هلې ځلې کوی.

۷ ـ  څنګه چې په افغانستان کې د روانې لوبې قربانیان افغانان دی او ټوله نړۍ وینی چې پاکستانیانو د امریکایانو په مرسته په نیم افغانستان باندې خېټه اچولې او خپل پوځونه یې پکې ځای پر ځای کړی دی، لازمه ده چې په افغانستان کې ملګری ملتونه په مسئولیت سره د سولې بهیر بریالی او روانې لوبې ته د پای ټکی کېږدی، څو د بهرنیو پوځونو د وتلو مراسم په درناوی سره تر سره او د آسیا نارام زړه آرام شی.

په ډېر درنښت

د افغان ټولنې مشر

پروفیسور ډاکټر اصل میر پتنګ

ممکن است شما دوست داشته باشید