روزنامه هیواد

د افغانستان په اړه له پاکستانه د امریکا غوښتنې

د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وایی، چې امریکا له پاکستانه دوې غوښتنې لری؛ له خپلې خاورې څخه دې د افغان طالبانو مشران نه پرېږدی، چې په افغانستان کې له خپلو وسله والو سره تماس ونیسی او بل دې طالبان د سولې خبرو ته تشویق کړی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وایی: د امریکا د قواوو د مرکزی قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل، دا دوې غوښتنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې چې په واشنګټن کې یې کړې  وې. جنرال ووټل، چې د امریکا د قواوو عمومی یا مرکزی قوماندان دی، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړې مستقیم مسوولیت هم په غاړه لری. د ده په مسوولیتونو کې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د سختدریځو وسله والو د اوښتو مخنیوی هم شامل دی.

جنرال ووټل وویل، پاکستان ته همداراز په کار دی، چې په طالبانو کې له خپل نفوذه کار واخلی او د هغوی مشران د خبرو مېز ته راولی.

د دې استدلال په ځواب کې چې پاکستان ممکن پر طالبانو دومره اغېز ونه لری،  چې هغوی خبرو ته حاضر کړای شی، جنرال ووټل وویل: (( دوی دا کار کولی شی، دوی پرې فشار راوړی شی، چې خبرو ته کښېنی.))

امریکایی چارواکو تر دې پخوا هم په ځلونو ویلی چې پاکستان یوازې هغه طالبان یا ترهګر ځپلی او ځپی چې په پاکستان کې حملې کوی.

ووټل وویل: (( ولې طالبان لا هم په افغانستان کې حملې کولی شی، موږ لا هم وینو چې طالبان په پاکستان کې شته او پاکستان ته لازمه ده چې دا طالبان (افغان) هم وځپی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید