روزنامه هیواد

د افغانستان په اړه د جنیوا دوه ورځنى کنفرانس ډېر ګټور و

دافغانستان په اړه په ۲۰۱۶ م کال کې دوه مهم نړیوال کنفرانسونه جوړ شول. لومړى دوارسا کنفرانس و،  چې د ۲۰۱۶ م کال دجولاى له اوومې ترنهمې نېټې جوړ شو او دوهم دبروکسل کنفرانس و، چې د۲۰۱۶ م کال د اکتوبر په پنځمه جوړ شو. په دغو دواړو کنفرانسونوکې افغان ولسمشرمحمداشرف غنی او اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دیو لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ برخه واخیسته. دوى په خپلو وینا ووکې دافغانستان دحالاتو او له نړیوال تروریزم سره دگډې مبارزې په اړه خپلې غوښتنې او اندېښنى دغونډې له ګډونوالوسره شریکې کړې. دوارسا په کنفرانس کې له افغان دولت سره ژمنه وشوه چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې هرکال افغانستان ته پنځه میلیارده ډالره ورکول کېږی او هم به تر ۲۰۱۹ م کال پورې دغوڅ ملاتړ ماموریت له افغانستان سره دوام ومومی او دافغان امنیتی ځواکونو تجهیز او روزنى ته پوره پاملرنه کېږی. ورپسې دبروکسل دکنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د پنځلس اعشاریه دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه او په دې ټینګار وشو، چې دغه مرستې به تر ۲۰۲۰ م کال پورې  دوام ومومی. په دغو دواړو کنفرانسونو کې  دافغانستان له لوری په ښې حکومتوالۍ ، دقاچاق په مخنیوی، دنېشه یی توکو په کمښت، له دترهګرۍ سره په مبارزې ، داداری فساد په مخنیوی او دامنیت په ټینګښت کې ژمنې وشوې. له نوموړو نړیوالو کنفرانسونو څخه پوره دوه کاله تېر شول، ددې لپاره چې نړیواله ټولنه ځانته دا څرګنده کړی چې له افغانستان سره ددوى مرستې څنګه او په کومو برخو کې لګېدلی دی او پایلې یې څه دی او په دې برخه کې افغان دولت څه لاسته راوړنې لری؟  نو په تېرو، دوو کلونوکې دافغانستان دپرمختګ په اړه دملګروملتونو له خوا د روان کال دلړم په شپږمه او اوومه دسویس هېواد په مرکز جنیوا کې دوه ورځنى نړیوال کنفرانس جوړ شو. په دغه نړیوال کنفرانس کې افغان ولسمشرمحمداشرف غنی، دده مېرمنې او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دیو لوړ رتبه پلاوی په مشرى برخه واخیسته. دکنفرانس په لومړى ورځ په غونډه کې دیو شمېر هېوادونو دبهرنیو چارو وزیرانو او مرستیالانو او. همدارنګه دملګرو ملتونوپه شمول د ۳۵ نړیوالو بنسټونو استازو برخه اخیستی وه. افغان ولسمشر محمداشرف غنی هم په غونډه کې برخه واخیسته او دغونډې په څنډه کې یې دخصوصی سکتور په تړاو وینا کې وویل: کرنه مهمه ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې دثبات لپاره او دکوکنارو دګواښ دمخنیوی لپاره ، خو کرکیله دمارکېټ له پیدا کولو پرته شونې نه ده او نه بریالۍ کېږی. دافغانستان موقعیت دراتلونکی لپاره دسرو زرو په شان دى. دنړۍ د سره نښلولو لپاره دافغانستان ستراتېژیک موقعیت دټولو په ګټه تمامېږی. دجنیوا دغونډې هدف دنویو ژمنو ترلاسه کول نه، بلکې دهغو مالی مرستو په اړه حساب ورکول و، چې افغان حکومت په ۲۰۱۶ م کال کې دبروکسل په غونډه کې ترلاسه کړې وې. دجنیوا کنفرانس له ۲۰۰۱ م کال راپه دې خوا په نړیواله کچه دیارلسم کنفرانس و، چې دنړیوالو ژمنو دڅېړلو په موخه جوړ شو. په دې ورځ په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړی استازی مرستیال توبی لانزر دیو شمېرخبریالانو په وړاندې وویل: له ټولو ستونزو سره سره په دغه هېواد کې دمثبت پرمختګ لپاره امکانات شته.
په دغه کنفرانس کې په وچکالۍ ، دقحطۍ پرخطر او دخوراکی موادو دکموالی له امله پرممکن بحران خبرې وشوې.

توبی لانزر دخبریالانو په وړاندې وویل: له ۲۰۱۶ م کال راهیسې په افغانستان کې دپام وړ بدلونونه او پرمختګونه شوی دی. په دې غونډه کې دافغان ولسمشرمحمداشرف غنی مېرمنې رولاغنی دافغان ښځو دوضعیت په اړه وویل: له ټولو ستونزو سره سره په افغانستان کې دښځو دمسلکی روزنې پرپروګرامونو پانګونه کېږی… په وروستیو څلورو کلونو کې دنړیوالې ټولنې او دملی یووالی دحکومت په رهبرۍ کې دسیاسی ارادې له برکته ډېرو ښځو په سیاسی او ټولنیزو چاروکې پرمختګ کړى ، خو ټولو ته دبریالیتوب لپاره ضروری روزنه ، نه ده ورکړل شوې. ولسمشر محمداشرف غنی په دوهمه ورځ د۶۰ هېوادونو دبهرنیو چارو دوزیرانو، مرستیالانو او دملګروملتونوپه شمول د۳۵ بنسټونو داستازو په وړاندې خپله اوږده او ارزښتناکه وینا واوروله ، چې دغونډې دګډوانوالو له خوا په ډېر دقت سره واورېدل شوه. ولسمشر غنی په تېرو څلورو کلونوکې دملی یووالی دحکومت  دکړنو او لاسته راوړنو یادونه وکړه او دخپلې وینا په یوه برخه کې یې وویل: په تېرو څو کلونوکې نویو افغانانوظهور کړى، چې دنوی افغانستان رهبری په لاس کې واخلی . دوى په جګړه کې پیدا شوی او په مشقت او دفرصتونو په هغه څرک کې را لوى شوی چې دنړیوالو له خوا له ۲۰۰۱ م کال څخه را وروسته برابر شوی دی، د نړۍ او دافغانی حقیقت په ترخه پراډاکس پوهېږی. دوى ددې مهارت ، ظرفیت ، ژمنه او لیدلوری لری، چې دتحول دلسیزی دوهمه نیمایی تر۲۰۲۴ م کاله اوترې ها خوا رهبری کړی. دجنیوا کنفرانس دافغان حکومت ټولې لاسته راوړنې وستایلې او نړیوالې ټولنې یو وار بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې. په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو دافغان حکومت له کړنو خپل ملاتړ اعلان کړ. په دې اړه داجرائیه ریاست ویاند فریدون خځون دلیندۍ په ۹ مه آزادۍ راډیو ته وویل: دجنیوا په کنفرانس کې مهمه خبره داوه ، چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې دخپل موجودیت او د خپلو مرستو په اړه ډاډ ورکړ. بله مهمه مسئله دسولې پروسه وه، چې ټولو ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله دافغانستان دولسمشر او اجرائیه رییس له لوری دسولې له وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ. په دې غونډه کې دبروکسل غونډې دشویو ژمنو په اړه نړیوالې ټولنې ته پوره حساب ورکړل شو، چې دافغان حکومت حساب نړیوالو ته دقناعت وړ و، خو دعملی کولو سپارښتنې یې وکړې. دجنیوا په کنفرانس کې اروپایی ټولنې په افغانستان کې د۴۷۴ میلیونه یورو دمرستو اعلام وکړ. دجنیوا کنفرانس یو بریالى کنفرانس و او له دغه کنفرانس څخه ولسمشرغنی او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او وسره پلاوى ډک موټى راستانه شول. دافغانستان خلک په داسې حال کې چې دجنیوا کنفرانس  یا غونډه بریالۍ ګڼی ، خو له خپل دولت څخه په کلکه غواړی ، چې دنړیوالې ټولنې په وړاندې خپلې ژمنې باید په ډېره ښه توګه سرته ورسوی او دولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې دخلکو دپوره امنیت لپاره، خپل امنیتی ځواکونه لاپیاوړی کړی او هم دغیرمسوولو وسله والو زور واکو دنیولو لړۍ لا چټکه کړی او په دې برخه کې په ټول هېواد کې دغیر مسوولو وسله والو، زورواکانو، غلو او قاتلانو شتون ته دپاى ټکى کېږدی. په دې برخه کې دافغانستان ټول خلک دخپل دولت ترڅنګ ولاړ دی او خپل امنیتی ځواکونه یوازې نه پرېږدی.

سمېع الله سمېع

ممکن است شما دوست داشته باشید