روزنامه هیواد

د افغانستان په اړه بې توپیره پاتې کېدل د امریکا په زیان دی!

داسې اندېښنې را ولاړې شوی، چې ګنې امریکا د افغانستان په ماموریت کې بې توپیره شوې ده او له طالبانو سره د امریکا جګړه او بې پایلې خبرې حالات کړکېچن لوری ته بیایی! لویه پوښتنه دا ده، چې له طالب ډلې سره د امریکا د شپږم پړاو له خبرو سره سره بیا هم ولې ترهګریز او یرغلیز بریدونه زیات شوی دی!؟ که د سولې په خبرو کې له طالب ډلې سره کوم پرمختګ نه کېږی ، نو بیا د دې خبرو اړتیا څه ده؟ دې پوښتنې ته  باید په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد ځواب ورکړی! په داسې حال کې ،چې له طالبانو سره تېره اوونۍ په قطر کې د ښاغلی خلیلزاد په مشرۍ د امریکایی پلاوی د شپږم پړاو خبرې بیا هم بې پایلې پاى ته ورسېدلې او په دې اړه یې افغان حکومت ته رپوټ هم نه دى ورکړى! بله پوښتنه دا ده، چې ولې د افغانانو د استازیو له خوا د سولې لپاره د ملی مشورتی لویې جرګې له پرېکړه لیک سره سم د سولې لپاره بین الافغانی خبرې نه پیلېږی؟ د قطر بې پایلو خبرو ته په پام ،نیوکې دا دی، چې له بین الافغانی خبرو پرته هېڅ ډول نورې خبرې سوله نه شی راوستلى! پر امریکا نیوکې دی، چې غواړی په افغانستان کې خپلې۱۸ کلنې جګړې ته ژر او په بیړه د پاى ټکى کېږدی او هڅې کوی، چې له طالب ډلې او د دې ډلې تر شا ولاړو هېوادونو سره خبرې وکړی، خو د امریکا د بې مسوولیته وتو په پایله کې به څه پېښېږی!؟ همدې ته هم افغان حکومت او هم  په وروستۍ لویه جرګه کې د ملت استازی اندېښمن دی او غوښتنه یې دا ده، چې په افغانستان کې دې باعزته سوله راشی او بهرنی ځواکونه دې په مسوولانه توګه له هېواده ووزی! د امریکا او طالبانو له  اوسنیو خبرو داسې ښکاری،چې امریکا طالبانو او د طالبانو تر شا ولاړو لوریو ته امتیاز ورکوی او خپله ماتې منی، چې دا د پاکستان، روسیې ، برېټانیې او ایران لویه غوښتنه ده! دا چې په افغانستان کې بیا څه پېښېږی، په دې اړه امریکا خپل  مسوولیت ته پام نه کوی!؟ په ورته وخت کې د امریکایی شنونکو له خوا هم د امریکا حکومت او هم یې په افغانستان کې د ماموریت په اړه  بې توپیره چلند له سختو نیوکو سره مخ شوى دى. په دې اړه امریکایی ورځپاڼې نىوىارک ټاىمز ((د نه بىان وړ جنګ )) په نوم لىکنه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې په افغانستان کې کړکېچ په خراب حالت کې دوام لری او د امرىکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړی چې پرې وغږىږی. د دغه تحلىل په دوام کې راغلی چې د افغانستان مامورىت ډېر اوږد او مرګونى شوى او په پوره قوت نه څارل کېږی. په کابل کې د امریکا سفیر هم له طالبانو سره د بې پایلو خبرو پر سر اندېښنه ښکاره کړې، چې لا هم له حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږی! په ورته وخت کې د سویلی اسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې اېلېس وېلز کابل ته راغلې او له ولسمشر غنی سره یې کتلی ،چې د قطر له خبرو وروسته کابل ته د زلمی خلیلزاد نه راتګ جبران کړی. دوى په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د کمولو په اړه غږېدلی دی، امریکاتصمیم لری،چې له مکسیکو سره د دېوال د یوې برخې د جوړولو لپاره له هغې بودجې یو نیم ملیارد ډالره واخلی ،چې د افغان پوځ د روزنې او پیاوړتیا لپاره ځانګړې شوې ده. ښایی دا د امریکا د ژر وتو لپاره پر افغان حکومت فشار وی، خو په بې مسوولیته  توګه د امریکا وتل به ناوړې پایلې ولری، هغه مهال به پاکستان، ایران، روسیه او د برېټانیې په څېر نور لوری د خپلو ګټو لپاره جګړه له سره پیل کړی او په دې صورت کې به امریکا بدنامه او ماتې خوړلې وی او په سیمه کې به د پښې اېښودلو ځاى هم ونه لری!

ممکن است شما دوست داشته باشید