روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان نوې ملی شورا به د جمعې په ورځ پرانیستل شی

په پارلمانی چارو کې د افغانستان د دولت وزىر وایی، د ملی شورا د ۱۷م تقنىنی دور پرانىسته ىوه ورځ وځنډول شوه او سبا د جمعې په ورځ به رسماً پىل شی. فاروق وردګ وړمه شپه ازادۍ راډىو ته وىلی، د ملی شورا د پرانىستې مراسم چې ټاکل شوې وه، د پنجشنبې په ورځ جوړ شی، د تخنىکی دلاىلو له کبله وځنډېده. نوموړی ووىل: (( ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ ملی شورا پرانىستل شی، خو دا چې انتخاباتی کمېسىونونو ژمنه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ د څلورو نورو انتخاباتی حوزو نتاىج اعلاموی او د پنجشنبې په ورځ برىالىو وکىلانو ته وثىقې وېشی. نو ښایی ىو شمېر وکىلان د وثىقو اخىستلو مراسمو کې بوخت وی. موږ پرېکړه وکړه چې د ملی شورا پرانىسته ىوه ورځ وځنډوو او د جمعې په ورځ به که خداى کول پرانىستل شی.)) بل‌خوا شاوخوا ۱۳۰ نوىو وکىلانو تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غنی سره په ارګ کې وکتل. ارګ وایی، ولسمشر غنی دې وکىلانو ته ووىل، زه چمتو ىم په راتلونکو څو ورځو کې ملی شورا پرانىزم.  په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت ویاند او د عامه پوهاوی د چارو رییس ذکر الله فرزایی هېواد ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ولسمشر غنی وړمه ورځ له بریالیو وکیلانو سره کتلی دی، ده زیاته کړه، چې د ملی شورا د ۱۷مې تقنینی د ورې د پرانیستې لپاره ټول تیارى نیول شوى او د جمعې په ورځ به د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا رسماً پرانیستل شی. ښاغلی فرزایی زیاته کړه، چې په پارلمانی چارو کې د دولت د وزیر ښاغلی فاروق وردګ په مشرۍ د ملی شورا د پرانیستې کمېسیون وړمه ورځ غونډه وکړه او د دغه کمېسیون فرهنګی، امنیتی او تدارکاتی کمېټو د دې شورا د پرانیستې لپاره ټول تیارى څرګند کړ. فرزایی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ژمنه هم یاده کړه، چې په پام کې ده، چې نن پنجشنبې د کابل او وردګو له کاندیدانو پرته د کندوز، بغلان او  کوچیانو بریالی وکیلان هم اعلام کړی، او د ملی شورا له پرانیستې وروسته به د کابل او وردګو وکیلان هم اعلام کړی، چې دا کومه ستونزه نه ده، د هغه په وینا ،چې د کابل او وردګو د کاندیدانو په اعلام کې څه ستونزه ده، چې ډېره ژر به حل شی.  د ولسی جرګې انتخابات د مىزان په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په ۳۲ ولاىتونو کې او ىوه اوونۍ وروسته په کندهار کې ترسره شول. په غزنی کې د ولسی جرګې انتخابات ترسره نه‌شول چې ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخاباتو سره ىوځاى ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید