روزنامه هیواد

د افغانستان لپاره د پاکستان پر نیت څنګه باور وشی؟

د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غنی وړمه ورځ /یکشنبه/ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې. عمران خان ژمنه وکړه چې په افغانستان کې هر هغې همکارۍ ته چمتو دی چې د سولې او ثبات سبب شی. عمران خان همداراز ویلی چې د ولسمشر غنی د سیمه ییز اتصال او اقتصاد محوره فکر سره موافق دى او د دوو هېوادونو د پلاویو په کچه پر تخنیکی مسئلو خبرو ته اړتیا لری. عمران خان له ولسمشر غنی څخه وغوښتل چې په دې اړه واضیح تفاهم ته د رسېدو لپاره (( پاکستان ته سفر وکړی.)) د افغانستان ولسمشر د پاکستان له دغه نیته هرکلی کړی دی. ښاغلی غنی د پاکستان د سفر لپاره د عمران خان (( بلنه هم منلې ده!؟  او ویلی یې چې د دوو هېوادونو د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې به د سفر مناسبه نېټه وټاکل شی. )) دا له نسبتاً اوږدې مودې وروسته د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ لومړنۍ خبرې دی. په داسې حال کې چې افغان حکومت د خپل ولس په رایه له پاکستان سره د ترهګرۍ او طالبانو د ملاتړ له امله ښې اړیکې نه پالی،د دواړو هېوادونو اړیکې د طالبانو د ملاتړ پر سر له کلونو راهیسې خړې پړې دی او د سولې خبرې یې هم اغېزمنې کړې دی. پاکستان داسې ډېرې ژمنې کړې، خو پرې عمل یې هېڅ هم نه دی کړی،ځکه پاکستان په هېڅ توګه د افغانستان خیر نه غواړی او په افغانستان کې یې مخامخ جګړې ته دوام ورکړی دی، افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غنی ته په کار ده، چې دسولې د ملی مشورتی لویې جرګې د پرېکړه لیک پر بنسټ ،چې د خپل حکومت تګلاره یې ټاکلې، له پاکستان او هر بل لاسوهونکی ګاونډی سره عمل وکړی، البته د پاکستان د ښه نیت ښکاره کولو هرکلی کوو، (( خو د دغه نیت د ثبوت لپاره باید پاکستان لومړی د افغانستان پرضد له مخامخ جګړې لاس واخلی! )) ولسمشر به خبر وی، چې له تېرو دوو کلونو را په دې خوا په افغانستان کې د طالب او داعش په نامه جګړه، د پاکستان پنجابی ملېشې پر مخ وړی، طالب او داعش تش په نامه جنګیالی دی، چې ټوله قومانده او د جګړې د پلانونو پلی کول یې د پنجابی  ملېشو په لاس کې دی او له همدې امله پاکستان سوله نکوی، په ورته وخت کې پاکستان د روسیې او ایران په شمول له نورو هېوادونو سره لاسونه یو کړی، چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ملاتړ ختم کړی او د طالبانو په خوله یې دا مسئله ټینګه نیولې، چې له افغانستان سره دې دا ملاتړ ختم شی او د دې لپاره دې بهرنی ملاتړی ځواکونه افغانستان پرېږی، چې پاکستان او دا نور دښمن هېوادونه په اسانه خپلې ګټې په کې دوامداره وساتلی شی، هغه مهال بیا اسانه ده، چې اوسنی نظام وپرځوی او پر ځای یې د دوی مزدور حکومت پر افغانانو بیا هم وتپی! ولسمشر دې په دې هم پوه شی، چې پاکستان او دا نور دښمن هېوادونه د پیاوړو پلانونو او مدبرې تګلارې پر مټ سخت انزوا ته تللی دی، هغوی موقع لټوی، چې خدای مه کړه پر داسې څه لاس پورې کړی، چې هغه مهال به افغانستان د امیر شېرعلی خان په څېر نه رغېدونکی کړکېچ ته لاړ شی، یعنې د پاکستان نیت ښه نه دی، پاکستان ته د ولسمشر غنی د سفر هېڅ کوم ضمانت نشته، باید په ډېر احتیاط سره دې مسئلې ته توجه وشی!

ممکن است شما دوست داشته باشید