روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې په کار پیل وکړ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یوناما مشرې  مېرمن دیبوره لیوینز د پنجشنبې په ورځ رسماً خپل کار پیل کړ.د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتېش دغه کاناډایی نژاده مېرمن د مارچ په ۲۴مه د تدامیچی یاماماتو پر ځای په کابل کې خپله استازې وټاکله.اوس مېرمن لیوینز له دندې پیلولو سره سم پر ټویټر د افغانستان سولې، بشری حقونو او خیر ښیګڼې په برخه کې له افغانستانه د ملاتړغوښتنه کړې: (( ویاړم چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه کار پیلوم، ډېره لیواله یم چې له افغانستان څخه د سولې، بشری حقونو او رفاه په برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لا پیاوړی کړم.)) همدا راز په کابل کې د یوناما دفتر هم اعلامیه خپره کړې او ویلی یې دی، چې مېرمن لیوینز په دې باور ده، چې په افغانستان کې د جګړې او کورونا له بحران سره هم مهاله د سولې برابر شوی فرصت یوه هیله مندی رامنځته کړې ده. مېرمن لیوینز له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ میلادی کاله په افغانستان کې د کاناډا سفیره پاتې شوې او په اسرائیلو کې هم د خپل هېواد سفیره وه. یوناما وایی، نوموړې به خپل کارونه کابل ته تر راتلو پورې له کاناډا څخه جاری ساتی. د ولسمشر غنی ویاند صدیق صدیقی د آغلې لیوینز په نوې دنده خوښی ښودلې او ویلی یې دی چې دا ډېره غوره ده ، چې مېرمن لیوینز بیا کابل ته راروانه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید