روزنامه هیواد

د افغانستان له ټاکنیزو کمېسیونونو او کاندیدانو د امریکا غوښتنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایلی: له افغان حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو څخه یې په تکرار غوښتی، چې شفاف او د اعتبار وړ انتخابات وکړی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلام دچهارشنبې په ورځ  په داسې وخت کې وکړ، چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دې.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی: افغان رای ورکوونکی، چې په انتخاباتو کې په ګډون خپل ژوند له خطر سره مخ کوی، د دې مستحق دی ، چې پوه شی د انتخاباتو پایله د دوی په رایو معلومېږی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلی، چې ایتلافی ځواکونه او مرستندویان، چې افغانانو ته یې د خپل مشر د ټاکلو د زمینې د برابرولو لپاره قربانۍ ورکړی ، د دې حق لری چې اعتماد یې حاصل شی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی : (( موږ د افغانستان له اورګانونو هیله لرو ، چې داسې ګامونه واخلی چې افغان رای ورکوونکو ته د انتخاباتو شفافیت او باوری توب یقینی شی.))د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په عین حال کې ویلی: (( موږ ټول کاندیدان د هغو ژمنو د رعایتولو مسوول بولو چې دوی لاسلیک کړی دی.))ټولو کاندیدانو یو لړ اصول منلی ،چې پر اساس به یې د بایللو په صورت کې جنجال نه کوی، غیر اخلاقی او سپکنده څرګندونې به نه کوی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلی : (( موږ د طالبانو په ګډون پر ټولو خواوو ږغ کوو ،چې افغان رای ورکوونکو ته د انتخاباتو په ورځ د حملې له ډاره پرته د رای ورکولو مرکزونو ته د تګ ډاډ ورکړی.))دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو رای ورکوونکو ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی او د تېرې سې شنبې په ورځ یې په پروان کې د ولسمشر اشرف غنی د ملاتړکوونکو پر غونډې ترهګریز برید وکړ، چې تر ۲۴ زیات عام افغانان په کې شهیدان او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوری انتخاباتی کارکوونکو او رای ورکوونکو ته خبرداری په کلکه غندلی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلی، چې په افغانستان کې مېشت امریکایی او ناټو ځواکونه به د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید