روزنامه هیواد

د افغانستان له شماله اروپا ته د وچې مېوې صادرات ډېر شوی

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مسوولان وایی چې اروپایی هېوادونو ته د وچې مېوې صادرات ډېر شوی دی.

په شمال زون کې د سوداګرۍ خونې مشر ارش ىونسی له ازادۍ راډىو سره په خبرو کې وىلی چې د بلخ- اروپا ترمنځ د هوایی دهلېز له پرانىستلو وروسته، اوس مهال له شماله بهرنیو هېوادونو ته د افغانی وچې مېوې صادرات لس سلنه زىات شوی.

ښاغلی ىونسی ووىل چې اکثره افغان سوداګر د بلخ- اروپا هوایی دهلېز له لارې وچه مېوه لکه ممىز، توت، پسته، چهارمغز او جلغوزی اروپایی هېوادونو ته لېږدوی.

ده په دې هکله زىاته کړه: (( په شمال زون کې د بلخ- اروپا هوایی دهلېز له لارې د وچې مېوې صادرات لس سلنه زىات شوی، اکثره اروپایی هېوادونو او لږ هم هندوستان ته له بلخه وچه مېوه صادرېږی.))

د مزارشرىف- اروپا ترمنځ هوایی دهلېز کابو څلور مىاشتې دمخه د بلخ ولاىت په مولانا جلال الدىن نړىوال هوایی ډګر کې پرانیستل شو.

د چارواکو په خبره په اوونۍ کې دوه ځلې له دغه هوایی دهلېزه اروپا ته افغانی محصولات او سوداګرىز توکی صادرېږی.

د مزارشرىف- اروپا هوایی دهلېز له لارې تر دې دمه ۱۶۰ ټنه وچه مېوه لومړى ترکىې او له هغه ځاىه لندن ته لېږدول شوې ده.

په مزارشرىف کې د وچې مېوې هټیوال وایی چې نسبت بل هر وخت ته په روان کال کې بهر ته خاصتاً اروپایی هېوادونو ته د افغانی وچې مېوې صادرات ډېر شوی او ىادې مسئلې په کور دننه هم د وچې مېوې پر بىو اغېز کړى دى.

دوى وایی چې د صادراتو د زىاتوالی له وجې په بلخ ولاىت کې د وچې مېوې بىه دوه برابره لوړه شوې ده.

د مزارشرىف د وچې مېوې منډوی هټیوال محمد هارون ىې په اړه ازادی راډىو ته ووىل: (( زموږ د وچې مېوې خرڅلاو ډېر شوى، اکثره سوداګر زموږ محصولات او وچه مېوه پلوری، دوى ىې اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو ته د هوایی دهلېز له لارې استوی، د وچې مېوې بىه اوس دوه برابره شوې.))

په داسې حال کې د شمال زون د سوداګرۍ خونه د مزارشرىف- اروپا د هوایی دهلېز له لارې د وچې مېوې د صادراتو د زىاتوالی په اړه خبر ورکوی چې هره ورځ له افغانستانه له ۷ تر ۸ الوتنو کې افغانی تولىدات او وچه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید