روزنامه هیواد

د افغانستان طبیعی سرچینې

انور ولید

اوولسمه برخه

 الف : ـ مځکنی دهلېزونه:

دغه دهلېزونه په افغانستان کې رېنګ روډ ته ورته والی لری چې له کابله پیل شوی او د افغانستان مشرقی ،جنوبی ، جنوب غربی ، غربی ، شمال غربی ، شمالی ، شمال شرقی او مرکزی برخې یې سره تړلې چې اساسی برخې ( پل او پلچک ) او د ځینو پخو ډمبرونوکار یې د پخوانی پاچاه مرحوم ظاهرشاه په زمانه کې پیل اوبشپړشوی و،خو  سردار داوود خان هغواو نورو فرعی سرکونو جوړولوته  وده ورکړه اوله پاکستانه یې د یوه ټرانزیتی دهلېزغوښتنه وکړه ، خو دوخت شوروی اتحاد د خپلو پلویانو په لاس د هغه د تخت اوبخت تخته ور واړوله اوهغه ارمان یې د شاه امان الله په څېرګورته ورسره ټیټ کړ. څه چې په فزیکی لحاظ رغول شوی وو، د هغو یوازې رسم د مځکې پرمخ پاتې شو. هغه ګړندی موټربه چې پخوا په څلوروساعتونوکې له کابله ترکندهاره پورې رسېدل ، د جګړوپرمهال هغه په (۱۶) ساعتونو او آن په (۲۴ ) ساعتونوکې د تخریب شویو مواصلاتی لاروله کبله هم نه رسېدل.ایران د خپلو قاچاقبرانو د قاچاق لپاره د سیمرغ په نامه د رېګ ضد موټرافغانستان ته را وارد کړل چې پرمټ یې ایرانی استخباراتو د هلمند ، کجکی ، دوغارون ، کمال خان اوسلما بندونو روان کارونه په ټپه ودرول ، د افغانستان د منځنۍ برخې غربی خواته ټولې بهېدونکې اوبه یې له تېرو(۴۰) کالو را په راهیسې په غیرقانونی توګه یوازې د ځان په ګټه استعمال کړې او د افغانستان غربی دښتې یې د ایران د تخریبی کارونو ترسره کولواومزاحمتونوله امله ترننه پورې همداسې بې حاصله اوشاړې پاتې دی چې له دې کبله افغانستان ته له تېرو (۴۰) کالو را هیسې په میلیاردونو ډالره ملی تاوانونه وراړول شوی دی.

ځکه افغانستان پخوا گمرکات  او د ټکس اود ما لیاتو د  را ټولولو فعال سیستمونه ( مستوفیتونه ) لرل چې د کورنیو عایداتوله دغو سرچینوڅخه د دولت د مامورینو معاشونه تادیه کېدل اوهرسرحدی ګمرک د کال له (۶۰۰) میلیونو ډالرو تر

( ۹۰۰)میلیونو ډالرو پورې عایدات لرل

د بېلګې په توګه : د هرات د ګمرک کلنی عاید (۹۰۰) میلیونه ډالرو ته رسېده ، د سپین بولدک کلنی عاید له (۶۰۰ـ۸۰۰ ) مېلیونو ډالرو پورې و، د حیرتانو د بندرکلنی عاید له (۹۰۰- ۱۰۰۰) مېلیونو ډالروپورې رسېده ، د تورخم بندر کلنی عاید له (۷۰۰ـ ۸۰۰) میلیونو ډالرو پورې رسېدلی و . کله چې موږ د دې عمده بندرونو هغه ټیټ کلنی عاید حساب کړ، د کال ټول (۳۱۰۰) میلیونه ډالر کېدل. اوس چې د دې ملی تاوان (۴۰) کاله پوره شول ، اوموږ د (۳۱۰۰) میلیونو ډالرو ټول تاوان وسنجاوه ، یوازې د همدغوڅلورو بندرونوڅلوېښت کلن ټکس اومالیه (۱۲۴۰۰۰) میلیارده ډالره شول چې متاسفانه (۱۰سلنه) د یاد رقم د دولت خزانې ته نه دی لوېدلی اوپاتې (۹۰سلنه) نور یې ټول د زورواکواو سیمه ییزې مافیا له خوا حیف و میل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ټولټال د خپل حضور په دا تېر(۱۸) کلن بهیرکې تر(۶۰۰) میلیاردو ډالرو زیات لګښتونه نه دی کړی چې د افغانستان د ټولو عایداتو په پرتله دا رقم د دې هېواد له نوروکورنیو عایداتوڅخه پرته یوازې د افغانستان د ګمرکاتوله کلنی عاید څخه ( پنځه ) برابره لږ دی . په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې دغه (۶۰۰) میلیارده ډالره یوازې د افغانستان په بیارغونه هم نه دی لګولی ، بلکې دغه پېش شرط پیسې یې په خپلو پوځی او نورو اقتصادی او سیاسی موخو هم لګولی دی چې اوس یې پړه یوازې د افغانستان پرحکومت ورغورځوی .

نړیواله ټولنه که په رښتیا غواړی چې له افغانستان سره مرسته وکړی، نو د هوایی ټرانزیت (۱۸) کلن ټکس اومالیه دې افغان دولت ته په پوره ډول ورکړی ، خپل احسان دې پرافغان دولت نه وراچوی ، افغانستان خپله له دې لارې خپل ځان تمویلولی شی . ځکه دوی په زرګونو پروازونه د افغانستان په خاوره اوهوایی قلمروکې کړی دی ، خوټکس اومالیه یې نه ده ورکړې. پردې سربېره افغانستان د خوست ، غلام خان ، نیمروز، فراه ، تورغنډۍ ، شېرخان بندر، اونورو په څېرفرعی بندرونه هم لرل چې له هغوڅخه هم ګمرکی عایدات ترلاسه کېدل ، ولې د پاچاهی ګردشی ، انارشۍاوکورنی اړودوړله امله ټول پردیوشخصی جیبونو ته لوېدلی. که چېرته دغه فرعی بندرونه هم په رسمی توګه له پخوا را هیسې سم مدیریت شوی وای ، اوس به د افغانستان د ټولو ګمرکاتوکلنی مالیاتی عایدات له(۵۰۰۰) میلیونو ډالروهم وراوښتی وای چې دا رقم د افغانستان د ټول کورنی مایحتاج لپاره کافی و او هرڅه موږ د خپلې کورنۍ د بودجې پرمټ رغولی شوای . ځکه افغانستان پخوا له خپلو شپږو پُلوان شریکوګاونډیو هېوادونو سره تجارتی رغنده اړیکې لرلې ، پردې سربېره یې د سیمې اوله سیمې ورهاخوا له نورې نړۍ لکه ، جرمنی ، پخوانی شوروی اتحاد ، جاپان ، فرانسې ، سوېس ، عراق ، هالنډ ، ډنمارک او برېتانیې سره هم د تجارتی راکړې ورکړې له پاره د وچې او اوبوله لارې تجارتی دهلېزونه لرل چې د افغانی سوداګروکلنۍ پانګه په کې د پام وړبلل کېدله .

که چېرته پرافغانستان دغه پردۍ وارداتی جګړې نه وای ‎تپل شوې اود خپلو مواصلاتی لارواوګمرکاتوجوړولواو پخولوته یې پرله پسې د پخوا په څېر دوام ورکړی وای ، اوس به یوازې د مځکنی ټرانزیت له لارې د یوه منظم مدیریتی ملی پلان په چوکاټ کې د زرګونو میلیارډو ډالروکورنی عاید ترلاسه کولو څښتن شوی و، افغانستان به اوس د نړۍ له نورولوېدلو هېوادونو سره مرستې کولې، ځکه د خپلو کورنیو عایداتواو تولیداتوله برکته به په خپلو پښو ولاړخپلواک هېواد و.

پردې سربېره افغانستان په کورد ننه څه نا څه خپل تولیدات ، صادرات او له بهره واردات لری چې لېږد را لېږد یې له همدغو مواصلاتی مځکنیواو هوایی لارو صورت مومی .

که چېرته زموږ مواصلاتی سیستمونه په معیاری او نړیواله کچه ورغول شی ، زموږ د سوداګرو مالونه به سیمه ییزواو نړیوالو بازارونو او مارکېټونو ته پروخت او آسانۍ سره لارې ومومی ، خصوصی سکتور به وده وکړی ، سیمه ییزاو نړیوال پانګوال به په افغانستان کې د ټرانزیتی چارو د لوړکیفیت پیداکولو په موخه په هېواد کې پانګونې وکړی او زموږ د ملی سوداګروپانګې به ورسره نورې هم پیاوړې اوزیاتې شی .

ب  ـ  هوایی دهلېزونه :

په مشهد کې افغان څېړونکی بصیراحمد حسین زاده د هوایی چلند د تاریخی نړیوالې ورځې په تړاو په خپله یوه کره کتنه اوخپره کړې مقاله کې د افغانستان د هوایی چلند په برخه کې د ( فراز و فرود هوا پیمایی افغانستان ) ترسرلیک لاندې لیکلی چې :(( آریانا شرکت په افغانستان کې په (۱۳۳۴) ل کال کې فعالیت پیل کړی ، په (۱۳۳۵) ل کال کې د نوموړی شرکت خپلواکه ملکی هوایی اداره جوړه شوه ، په (۱۳۳۹) ل کال کې د امریکې له خوا د ملکی هوایی چلند زده کړې پیل شوې چې له دې سره له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان د هوایی چلند قراردادونه لاسلیک شول ، په دې معنا چې ؛ ((  له نورو هېوادونو سره د لېږد را لېږد د هوایی چلند د قراردادونو
لاسلیک او تسلسل له پاکستان، پخوانی شوروی اتحاد ، ایران، ترکیې، هند، اترېش، هالند، د وخت لوېدیځ آلمان ، لبنان، یوکوسلاویا ، د وخت چکسلواکیا، فرانسې، سوېس، عراق، سوئد، ډنمارک او برېتانیې سره له ( ۱۳۲۵ ) څخه تر(۱۳۵۰) لمریزکال پورې پرله پسې جاری روان و.))

له (۱۳۴۵)څخه تر(۱۳۵۴) لمریزوکلونو پورې ټولټال (۳۹) هوایی ډګرونه جوړشول.

همدا اوس افغانستان (۶۵) نظامی او ملکی هوایی ډګرونه لری چې د بګرام ، هرات ، شینډنډ ، کندهار، کابل اومزارشریف هوایی ډګرونه یې نړیوال دی اوهره ورځ په کور د ننه اوخارج ته د لېږد را لېږد الوتنې لری ، خو سربېره پردې (۴۵ ) نورملکې هوایی ډګرونه لری چې په داخل کې کارترې
اخیستل کېږی.

اوسمهال په افغانستان کې پرآریانا افغان هوایی شرکت سربېره د پامیر، کام ایراوصافی په نوم شرکتونه هم فعال دی چې ملکی خدمات ترسره کوی . افغانستان له پخوانی شوروی اتحاد څخه یوه بوئېنګ الوتکه پېرلې وه چې تر(۷۰۰) د زیاتو کسانو د لېږد را لېږد ظرفیت یې درلود ، خومتاسفانه چې استاد برهان الدین ربانی هغه الوتکه د خپل واک پرمهال پر ایران وپلورله .

کله چې پخوانی شوروی اتحاد په افغانستان کې پوځی ماتې وخوړله ، افغانستان خپلې اوله روسانو ورپاتې د (۴۵۰) په شاوخوا کې جنګی او ملکی روغې الوتکې او (۴۰۰۰) زغره وال جوړ ټانکونه لرل ، خوله پاکستان سره د وخت د چارواکو له خوا د واک پرسر د نامقدسې غیر ملی معاملې اوکورنیو جګړو له امله ټول تباه اوبرباد شول.

افغانستان تر( ۲۰۰۱ ) میلادی کال پورې په بګرام ، کندهاراو شینډنډ کې (۳) سترې نظامی اډې لرلې چې اوس د شمالی اتلانتیک ( ناټو) له راتګ  سره د دغو اډوشمېر د کابل او مزارشریف د نړیوالو هوایی ډګرونو په شمول (شپږو) ته ورسېد، خو په هلمند کې د بسش کمپ د هلمند په موسی قلا ولسوالۍ کې کجکی بند ته نږدې پروت دی چې له (۲۰۰۱) زیږدیزکال را په دې خوا انګرېزی پوځ په کې مېشت او دا مرکز یې د مخدرو توکو او خامو یورانیمو د قاچاق په مرکز بدل کړی ، چې ورسره جوخت د هلمند د زراعتی پیداوارو ځای کوکنارو او تریاکو نیولی او د افغانستان د بشری ځوا ک ( یو پرلسمه ) برخه ، یعنې د افغانستان د ټول نفوس (درې نیم میلیونه )خلک یې په نېشو اخته اوله کاره وغورځول. سربېره پردې افغانستان نور ملکی هوایی ډګرونه هم لری چې موږ یې په لاندې ډول یادونه کوو:

د غزنی هوایی ډګر، د غزنی د سردې بند هوایی ډګر، د بامیانوهوایی ډګر، د جلال آباد هوایی ډګر، د هلمند د بوست هوایی ډګر، دغوریا فیروزکوه د چغچران هوایی ډګر، د بدخشان د دروازهوایی ډګر، د فراه هوایی ډګر، د خوست صحرایی هوایی ډګر، د بدخشان د فیض آباد هوایی ډګر، د بدخشان د کران و منجان د دره زرهوایی ډګر، د بدخشان د خواهان هوایی ډګر، د بدخشان د شغنان هوایی ډګر، د تالقانوهوایی ډګر، د میمنې هوایی ډګر، د بادغېس د قلعه نو هوایی ډګر، د شبرغان هوایی ډګر، د ارزګان د ترین کوټ هوایی ډګر، او د نیمروز د زرنج هوایی ډګر، خو په دغو ملکی هوایی ډګرونوکې  ډېریې د پخوانی شوروی اتحاد ، پاکستان او ناټود اشغال پرمهال د پوځی ډګرونو په توګه استعمال شوی دی .

نن سبا په ټوله نړۍ کې هره الوتنه چې د کوم هېواد هوایی حریم ته د ننه ترسره کېږی ، ټکس یې په نړیواله کچه (۷۰۰) ډالرټاکل شوی دی .

ممکن است شما دوست داشته باشید