روزنامه هیواد

د افغانستان صنعت سوداګری او پانګونه ظرفیت جوړولو او لوړولو ته اړتیا لری

په دې وروستیو کې دهند په ممبیی ښارکې نړیوال اقتصادی نندارتون پرانیستل شو، چې دافغانستان دصنایعو او کانونو د خونې دعامل هیئت رییس هم په کې ګډون کړى و. د هېواد ورځپاڼې خبریال دیاد شوی نندارتون دڅرنګوالی په تړاو دافغانستان دصنایعو او کانونو خونې د عامل هیئت له رییس سره مرکه کړې ،چې خپریږی.

پوښتنه: د هند دممبیی ښار اقتصادی نندارتون څنګه و؟

ځواب: د امریکا سفارت او د USAID ادارې په کابل کې له دوو کلونو راهیسې یو پروګرام ترلاس لاندې نیولى ،چې نوم یې دهوساینې لورته یون یاګوزار و ،چې د پانګونې، صنعت اوسوداګرۍ په تړاو غونډې جوړوی. ددغې کلنۍ غونډې موخه داوه، چې څنګه دامریکا سفارت اود USAID اداره له افغانستان سره مرسته وکړی اوپه افغانستان کې دپانګونې او د تولیداتو اوصادراتو کچه لوړه کړی.اوکورنی او بهرنی پانګوال وهڅوی ،چې څنګه تولید ولری او دخپلو تولیداتو کچه لوړه کړی، چې دافغانستان د دولت عواید لوړ شی، نو د امریکا دسفارت او د USAID ادارې موخه همدغه ده ، څو افغانستان له اقتصادی پلوه پرخپلو پښو ودریږی او خپله بودجه د صنعت ،تولید او کانونو له لارې برابره کاندی. تېر کال دغه پروګرام دهند په پلازمینې کې ترسره شو، چې په کې ډېرو هندی شرکتونو او همدا راز له افغانستان څخه تر ۵۰ شرکتونو ،چې په ۷ سکتورونو کې په افغانستان کې صادرات لری برخه اخیستې وه.

ده زیاته کړه: سږکال دغه پروګرام د هند په ممبیی کې په لوړه کچه پرانیستل شو، دغه پروګرام د روان کال دسپټمبر میاشتې له ۱۲ مې تر ۱۵ مې پورې دوام وکړ. دهند دممبیی ښار یو لوى صنعتی او ترانزیتی ښار دى ،چې بحرته نږدی پروت او بندر هم لری. په دغه ښار کې پروګرام یا نندارتون په ډېره لوړه کچه پرانیستل شوى و او ۳۰۰ اروپایی او امریکایی شرکتونو په کې ګډون کړى و. یوشمېر سوداګرو په دغه پروګرام کې ګډون کړى و. بهرنیو سوداګرو لېولتیا پیداکړه ،چې افغانستان ته خپل تولید شوی توکی او تجهیزات ولیږدوی اود پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کړی اوهم یې له افغانستان سره دګډې سوداګرۍ پر چارو خوښی څرګنده کړه. په جوړ شوی نندارتون کې له ۱۰۰ ډېرو هندی شرکتونو ګډون درلود ،چې دهند له بېلابېلو سکتورونو څخه وو. دکانونو ،صنعت او سوداګرۍ په برخو کې کابو ۴۰۰ تفاهملیکونه لاسلیک شول. له افغانستان څخه ، چې کوم تولیدات دهند په نندارتون کې وړاندې شوی وو وچه مېوه، افغانی لاسی صنایع لکه جامې ، غالۍ، زیورات اوهمدا راز نیمه قیمتی ډبرې دمرمرو ډبرې اوهمدارنګه یوشمېر خدماتی سکتورونو هم په یاد نندارتون کې ګډون کړى و او خپل خدمات یې وړاندې کړی وو،نو ویلی شم چې اوسنى نندارتون دنېرکال د نندارتون په پرتله غښتلى او پراخ و او له افغانی، اروپایی، امریکایی او هندی شرکتونو سره موتفاهملیکونه هم لاسلیک کړل.

پوښتنه: د ډیلی نندارتون د روان کال دممبیی دنندارتون په پرتله څنګه و؟

ځواب: دهند د ډیلی د تېرکال په نندارتون کې هم ډېرو شرکتونو ګډون کړى و، دافغانستان د شرکتونو له خوا قیمتی او نیمه قیمتی ډبرې ، غالۍ ووچې مېوې ، لاسی صنایع، او له وړیو اوبدل شوی تولیدات وړاندې شوی وو، دافغانستان دصنایعو او کانونو ، دخونې استازو، مرستیالانو او همدارنګه د ولایتونو دصنایعو دخونو استازو هم په کې ګډون درلود،خو د  روان کال په نندارتون کې د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشرۍ په نندارتون کې ګډون کړى و،چې زه هم په دغه نندارتون کې وم د تېرکال په نندارتون کې هم ورته تفاهملیکونه لاسلیک شول،چې ښې لاسته راوړنې ترلاسه شوې.د روان کال نندارتون د تېرکال دنندارتون په پرتله دوه برابره لوى و. دافغانستان صنعت سوداګری او پانګونه ظرفیت جوړولو او لوړولو ته اړتیا لری. دې برخې ته باید پاملرنه وشی او له نوې تکنالوژۍ څخه کار واخیستل شی او همدارنګه له نورو هېوادونو څخه نوې ماشینری باید راوړل شی، نو له دغه ډول نندارتونونو سره مرسته کېږی او هغه څوک ،چې په کې برخه اخلی ورته هوایی ټکټونه اخیستل کېږی اوتر ملاتړ لاندې راځی، نو ددغو چارو په مټ افغان پانګوال کولاى شی په دغسې نندارتونونو کې برخه واخلی .

محبوب- هېواد

ممکن است شما دوست داشته باشید