روزنامه هیواد

د افغانستان د وروسته پاتې  کېدو لاملونه څه دی؟

دنړۍ داقتصاد پوهانو له قوله افغانستان د سرو زرو حیثیت لری او له نېکه مرغه د څپاندو اوبهاندو سیندونو ، کانی زېرمو، کرنیزو مځکو ، ځنګلونو اونورو طبیعی شتمنیو دلرلو له پلوه دنړۍ د بډایو هېوادونو له ډلې څخه ګڼل کېږی، خوله ډېره بده مرغه له یوې خوا پرافغانستان دوخت د انگلیسی استعمار او د سرو روسانو دیرغلګرو ځواکونو په ګډون دسیمې اونړۍ د زبېښاکګرو ،ښکېلاکگرو او نیواکګرو ځواکونو دپرله پسې بې رحمانه او وحشیانه تېریو او دغه راز دافغانستان په کورنیو چاروکی دپاکستان ، ایران او نورو مغرضو اومخربو هېوادونو دبې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنو اوله بلې خوا له دغه ډول خداى راکړو بډایو اوپریمانو طبیعى زېرمو څخه داعظمی گټې اخیستنې په برخه کې دافغانستان دوخت دځینو شاهانو ، امیرانو، جمهورو رییسانو، صدراعظمانو ، دقدرت دګدۍ اوپیسو دنورو لیونیانو دزیاتو بې پرواییو ، ناغېړیو او فسادونو په پایله کې افغانستان دنړۍ د وروسته پاتې هېوادو په لیکه کې ودرېد او خلک یې دفقر، بېکارۍ ، بې کورۍ ، کډوالۍ ، بېځایه کېدو او زیاتو ناامنیو په څېر دډېرو بدمرغیو، ستونزو اوکړاوونو له ګاللو سره مخ شول او آن تردې پورې چې دګدایۍ کچولونه یې غاړې ته واچول،کورپه کور ،کلی په کلی، کوڅه په کوڅه اوهېواد په هېواد گرځی، خیراتونه غواړی، چاندې  ټولوی ، لوڼې پلوری، دیوې مړۍ ډوډۍ دترلاسه کولو له پاره دترهګرو له لیکو سره یوځاى کېږی، دانسانی قاچاقچیانو او دسیمې  اونړۍ داستخباراتی شبکو په لومو کې نښلی او یا دکارموندنې له پاره بهرته دلارې په اوږدوکی په سیندونو کې ډوبېږی ، په ځنګلونو وچو ډاګونو او شاړو دښتو کې ترې تم کېږى ، دځناورو ، کارغانو،کبانو اونهنګانو دخوراک ښکار کېږی اویا ځانوژنه کوی چې دثبوت یوه څرګنده بېلګه یې دهغه یو ځوان افغان کډوال ځان وژنه ده چې  له جرمنى څخه خپل هېواد افغانستان ته راشړل شوى و او په کابل کې دکډوالو نړیوالې ادارې ، په سپین زر هوټل کې استوګن کړى و اوله ډېرخپګانه یې ځان زندۍ کړ، په پایله کې مړ شو او له دې فانې نړۍ څخه ابدى نړۍ ته ولاړ. یاد دې تل ښاد وی، خو زیات لعنتونه اوعذابونه دې دافغانستان دوخت پرهغو مغرضو اواستفاده جو شاهانو، امیرانو، جمهورو رییسانو ، صدراعظمانو ، دقدرت دګدۍ اوپیسو پرلیونیانو او ښامارانو وی چې خلکو ته دخدمت کولو پرځاى یوازې او یوازې د خپل قدرت دپایښت او په هېواد اوبهرکې ددنګو دنګو ماڼیو ، آسمان څکو برجونو او لوړ پوړو ودانیو دجوړولو، ددولتی او شخصی ملکیتونو دغصبولو ، دبانکونو دلوټولو، دنېشه یی توکو دقاچاق ،سیاسی قتلونو ، دخلکو پرناموس ،عزت اوپت دتېری کولو اوداسې نورو اسلامی ضد ،انسانی ضد اوترقی ضد عملونو د ترسره کولو په فکرونو کې تل ډوب. وی پرضوابطو روابطو او پرملی مصلحتونو شخصی مصلحتونو ته ترجیح ورکوی،شخصی ګټې پرملی ګټو تل لوړې بولی اوهم ځانونه له قوانینو څخه لوړ بولى او خپل هېواد او خلکو ته دخدمت کولو له پاره له خداى راکړو دغه ډول بډایو اوپریمانو زېرمو څخه دگټې اخیستلو پرځای تل دخپلو ناوړو شخصی ګټو په سوچونوکې ډوب وی. غوره داده چې دافغانستان حکومت له دې وروسته په خپل هېواد له مینو او صادقو هېوادوالو سره دپوره همغږۍ له مخې په هېواد کې داقتصادی اوامنیتی ثبات د راوستلو له پاره تر ټولو لومړى له دغه ډول خداى راکړو بډایواو پریمانو طبیعی زېرمو دژر گټې اخیستلو او دغه راز په هېواد کې دصنعتی فابریکو اوتولیدى کارخانو په څېر داوږدمهالو اوبنسټیزو پروژو دجوړولو له پاره په کلکه خپلې مټې رابډوهى اوپه دې برخه کې دې له پوره جدیت، قاطعیت ،صداقت او ټول ځواک څخه کارواخلی اوپرمټ دى دافغانستان ددغه وروسته پاتې ساتل شوی او کنډواله شوی هېواد ماته بېړۍ دژغورنۍ ساحل ته ورسوی له دې پرته به دافغانستان دکلونو کلونو جګړه ځپلی خلک تل محتاج او احتیاج وى او داقتصادی ،امنیتی اوسیاسی بې ثباتیو ناخوالې او نادودې به ګالی، ستره غوښتنه داده چې موږ افغانان هم باید دسعودی عربستان ،ایران او روسیې په څېر له خپلو طبیعی منابعو څخه دگټې اخیستنې له پاره په کلکه خپله ملاوتړو او له دې لارې خپل هېواد دپرمختګ لوړو څوکو ته ورسوو او خپل هېواد اوخلک دګازو، تېلو او برېښنا په ګډون دنورو هېوادونو دتولیداتو د واردولو له احتیاجه وژغورو.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید