روزنامه هیواد

د افغانستان د هوایی چلند وضعیت د ښه کېدو په لور روان دى

د ارىانا افغان او کام اىر هوایی شرکتونه وایی: د دوى الوتکې د اروپا لېرې ښارونو ته هم پرواز کولاى شی د افغانستان ارىانا افغان هوایی شرکت هڅې کوی،  چې د پروازونو د زىاتوالی او ښو خدمتونو د رسولو په هدف، څلور نوې الوتکې وپېری.د دغه شرکت رییس نادر عمر آزادۍ راډىو ته وىلی، ارىانا پلان لری دوه الوتکې چې تر لسو ساعتونو پورې او دوه نورې چې اووه ساعته پرواز وکړاى شی، وپېری.د ده په خبره د دغو الوتکو د پېرودلو پر پلان کار روان دى او کله چې بشپړ شی د ارىانا سهم لرونکی ټولنې ته به وړاندې شی.​ ښاغلی عمر زىاته کړه: ((ارىانا الوتکې لری،  چې د اروپا لېرې سىمو ته پرواز کولاى شی، دوه الوتکې چې لېرې واټن او دوه نورې چې تر منځنی واټن پورې پرواز وکړی، زموږ غوښتنه دا ده،  چې وىې‌پیرو، کله‌ىې چې کار خلاص شو، د ارىانا د سهم لرونکو ټولنې ته‌ىې وړاندې کوو. که ومنل شو او دولت‌ىې مالی مسئلې تامىن کړې، وبه‌ىې پېرو.))د ارىانا افغان هوایی شرکت د افغانستان ىوازنى دولتی شرکت دى،  چې اوس د دوو اىربس او درې بوىنګو په ګډون پنځه الوتکې لری.د ارىانا د مسوولىنو په خبره د دغه شرکت ىوه اىربس الوتکه د تخنىکی ستونزو له امله فعالىت نه‌لری او په څلورو الوتکو په هره اوونۍ کې اووه بهرنىو ښارونو او درې کورنىو ته تر ۳۲ پورې پروازونه کوی.ارىانا په شته امکاناتو په هره مىاشت کې ۲۵-۳۰ زره مسافر لېږدوی.دغه شرکت ۶۵ کاله مخکې تاسىس شوى او د طالبانو د واکمنۍ دمخه‌یې د لندن او پارىس په ګډون څو اروپایی ښارونو ته پروازونه کول.د ارىانا افغان هوایی شرکت د رییس په خبره د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته هم دغه شرکت ىو شمېر اروپایی ښارونو ته پروازونه لرل.ارىانا افغان هوایی شرکت، د نړىوالو هوایی معىارونو د نه‌مراعاتولو په دلىل، له څو کلونو راهىسې د اروپایی ټولنې په تور لېست کې راغلى او له دې امله کومې الوتکې چې ورسره راجستر دی، اروپا او امرىکا ته د پرواز حق نه‌لری.په ورته وخت کې د افغانستان د هوایی چلند ملکی اداره وایی: د اروپا له تور لېسته د دغې ادارې د اىستلو هڅې روانې دی.د افغانستان د هوایی چلند ملکی ادارې وىاند قاسم رحىمی په‌دې اړه وایی:(( د افغانستان د هوایی چلند وضعىت د ښه کېدو په لور روان دى، موږ په‌دې برخه کې د مثبتو بدلونونو شاهدان ىو، خو ىوې اندازې پانګې او وخت ته ضرورت لرو.))افغانستان پخوا تر دې څو هوایی شرکتونه لرل، چې د ارىانا تر څنګ‌ىې فعالىت کاوه، خو ىو شمېر ىې د ځىنو دلاىلو له امله له فعالىته پرېوتل.کام اىر: اوس‌مهال د ارىانا تر څنګ، د کام اىر خصوصی هوایی شرکت د لسو شخصی او پنځه چارتر الوتکو په لرلو، فعالىت کوی.د دغه شرکت مسوولىن واىی: د دوى الوتکې ټولو داخلی هوایی ډګرونو ته په پروازونو سربېره، د دوشنبې، الماتا، تاشکند، دهلی، استانبول، جده، مشهد او تهران ښارونو ته هم پروازونه کوی.د دغه شرکت حقوقی سلاکار فدا محمد فدایی وایی: که د افغانستان د هوایی چلند اداره د اروپایی ټولنې له تور لېسته ووځی، د کام اىر الوتکې دا توان لری، چې اروپا او امرىکا ته پروازونه وکړی.نوموړى وایی: ((کولاى شو په مستقىمه توګه اروپایی هېوادونو ته پرواز وکړو. امرىکا ته هم کېداى شی، خو  چې په  اروپایی هېواد کې تم شو او بىا امرىکا ته سفر وکړو.))په ورته وخت کې د افغانستان د هوایی شرکتونو ټولنه وایی: د عربی هېوادونو هوایی شرکتونه تر ډېره  ځاىه د  هوایی چلند مارکېټ خپل کړى.د دغې ټولنې رییس فرىد پىکار وایی: که څه هم د افغانستان هوایی چلند د اروپایی ټولنې په تور لېست کې دى، خو د ده په خبره، که د  هېواد هوایی شرکتونه له بهرنىو شرکتونو څخه الوتکې چارتر کړی، کولاى شی له ممانعته پرته اروپایی هېوادونو ته پرواز وکړی.د ښاغلی پىکار په باور څه چې کورنىو هوایی شرکتونو ته‌ىې زىان رسولى، الوتکو ته‌ىې د مارکېټ نشتوالى دى.د ده په خبره، د افغانستان دولت باىد د هېواد د هوایی
شرکتونو ملاتړ وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید