روزنامه هیواد

د افغانستان د مشهور خبریال مجاهد کاکړ پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام

په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد مشهور او تکړه خبریال مجاهد کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

نولس کاله وړاندې په افغانستان کې د نظام جوړونې بهیر له پیل سره جوخت زموږ د رسنیو په تاریخ کې هم نوی پړاو پیل شو او په دغه پړاو کې رسنیو ډېر پرمختګ وکړ؛ له شک پرته مجاهد کاکړ د دغه نوی پړاو له مخکښانو څخه و او خپله مسلکی دنده یې د ژورنالیزم د اصولو او اخلاقو پر بنسټ په ډېره ښه توګه سرته رسوله. د اطلاع رسونې په برخه کې د ده خدمتونه د قدر او ستاینې وړ دی.

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبری د مجاهد کاکړ مړینه ضایعه ګڼی، د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د هېواد ټولو خبریالانو ته د جمیل صبر هیله کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید