روزنامه هیواد

د افغانستان د فرهنګی  میراثونو له تصویرونو دې آنلاین موزیم جوړ شی

د افغانستان دتمدن  موزیم دبنسټ مسوول پرون یکشنبې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې  حسینې صافۍ  سره په کتنه کې  دآنلاین  موزیم د جوړولو غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې دافغانستان دتمدن موزیم دبنسټ مسوولې د دې تر څنګ چې د دغه مرکز دفعالیتونو په اړوند معلومات ورکړل د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې  څخه یې وغوښتل چې  دغه بنسټ او داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت دې  په ګډه د افغانستان دفرهنګی  میراثونو له تصویرونو څخه آنلاین موزیم جوړ کړی .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  څرګنده کړه چې دانلاین موزیم دجوړولو په اړه دې  دغه بنسټ خپل  وړاندیز  دغه وزارت ته وړاندې کړی چې  دموظف  بورد له نظره وروسته په دې اړوند اقدام وشی .

ممکن است شما دوست داشته باشید