روزنامه هیواد

د افغانستان د سولې پر پروسې د قطر له ځانګړی استازی سره د ولسمشر غنی خبرې

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی وړمه ورځ (یکشنبه) د قطر د ترورېزم ضد او په مدیترانې کې د شخړو د حل لپاره د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی سره د افغانستان د سولې پر روانو هلوځلو خبرې وکړې. د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړی استازی، چې کابل ته تللى، له ولسمشر غنی سره په کتنه کې د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پاى کې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې. مخکې طالب سرچینو ویلی وو چې دا ډله د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتونکې ده او په بدل کې یې د ۱۰۰۰ بندیانو، چې اکثره امنیتی ځواکونه دی، خوشی کولو ته تیاره ده. قطر په عربی هېوادونو کې، تر ټولو زیات امریکا ته نږدې دی. دا هېواد په عین حال کې له څه باندې یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د طالبانو د دفتر کوربه دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید