روزنامه هیواد

د افغانستان د سولې لپاره د ملی مشورتی لویې جرګې پرېکړه لیک

د افغان سولې په اړه د ملی مشورتی لویې جرګې ګډونوالو پرون جمعه او د دې جرګې د غونډو په پنځمه او وروستۍ ورځ غوښتنې او نظرونه په پرېکړه لیک کې بیان کړی.د جرګې ګډونوالو په تېرو پنځو ورځو کې له طالبانو سره د مذاکراتو د مېکانېزم پر تعیـینولو او د تلپاتې سولې لپاره بحثونه وکړل.

د افغان سولې په اړه د مشورتی لویې جرګې د ګډونوالو سولې ته د رسېدو لپاره د جرګې د کمېټو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې په ۲۳ مادو کې خپاره کړل.

۱ـ موږ د جرګې ګډونوال په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن یوو.

۲ ـ له جګړې څخه د طالبانو لاس اخیستل او د هېواد په بیارغونه کې ونډه اخیستل.

۳ـ د افغان دولت، طالبانو او دینی علماو له خوا د اسلام له سپېڅلی دین څخه د واحد تفسیر رامنځته کول.

۴ ـ په روژه کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلام او عملی کول.

۵ ـ د سولې په خبرو کې د افغانستان د اسلامی له جمهوری نظام څخه دفاع.

۶ ـ د افغانستان اساسی قانون د ملت ملی ارزښتمنه وثیقه ده باید وساتل شی، خو د اړتیا په صورت کې، د دغه اساسی قانون د شمېر موادو تعدیل د سولې له هوکړې څخه وروسته، د هغه اصولی او منل شوی مېکانېزم له لارې ممکن دی چې په همدغه اساسی قانون کې وړاندوینه شوې ده.

۷ ـ د اساسی قانون په اساس، د ټولو اتباعو د اساسی حقوقو ساتنه او لا پیاوړې کول.

۸ ـ د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ساتنه او پیاوړتیا.

۹ ـ له قطر څخه افغانستان ته د طالبانو د سیاسی دفتر انتقالول.

۱۰ـ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو لپاره عملی مهالوېش ترتیب او تنظم کول.

۱۱ ـ له لاسته راغلو فرصتونو او په کور دننه سیاسی اجماع څخه د سولې پروسې د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کول او د سولې بین الافغانی خبرو ته له واحد افغان شموله ادرس څخه ننوتل.

۱۲ ـ د سولې په خبرو کې د ښکېلو اړخونو لخوا له هر ډول مخکینیو شرطونو څخه ډډه کول.

۱۳ ـ د سولې په خبرو کې د باور رامنځته کولو په هدف د بندیانو د تبادله او د زندانیانو خوشی کول.

۱۴ـ دوامدارې سولې ته رسېدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول.

۱۵ـ د افغانستان په چارو کې د سیمه ییزو مداخلاتو د دوام په صورت کې په رسمی توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کول.

۱۶ـ د سولې خبرو کې د مشورتی لویې جرګې د استازو د مشورو په رڼا کې یو هر اړخیز او ټول شموله پروګرام تدوین او پلی کول.

۱۷ـ د سولې عالی شورا په جوړښت او تشکیلاتو کې اصلاحات رامنځته کول.

۱۸ ـ د سولې خبرو لپاره د یو هر اړخیزه افغان شموله پلاوی رامنځته کول.

۱۹ـ د طالبانو مشروع غوښتنې او مطالبات تشخیصول او د باور رامنځته کولو لپاره لازم او مشروع اقدامات تر سره کول.

۲۰ ـ د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د جرګې د غړو لخوا کلیو او بانډو ته د سولې پیغام رسول.

۲۱ ـ د سولې مشورتی لویې جرګې له غړو سره د دولت اړیکې ساتل او د سولې د خبرو اترو له پرمختګ څخه باخبره ساتل.

۲۲ـ افغان دولت، وسله وال طالبان، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د مشورتی لویې جرګې مشورو ته درناوی کول.

۲۳ـ د مشورتی لویې جرګې د ۵۰ کمېټو لیدلوری نظریات، وړاندیزونه او بحثونه د رسمی سند په ډول چاپول او
خپرول شامل و.

ممکن است شما دوست داشته باشید