روزنامه هیواد

د افغانستان  د سولې او ټیکاو لپاره دې د ژنیو له غونډې اعظمی گټه واخیستل شی

افغان حکومت د افغانستان په اړه د نړۍ د۷۰ هېوادونو د چارواکو او د دېرشو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د ژنیو په نړیواله غونډه کې د برخې  اخیستو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی او په هغې کې به چې د راتلونکې سه شنبې اوچهارشنبې په ورځو د سویس په پلازمېنه ژینو کې جوړېږی د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غنی دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۶ زیږدیزکال کې د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د غړوهېوادونو د مرستو د لګولو او په دغه هېواد کی د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د فساد پرضد د مبارزې، د ولسواکۍ د یوې سترې لاسته راوړنې په توگه د ټاکنو د ترسره کولو اود پراختیایی چارو په برخه کې د خپلوکړنو په اړه مفصل رپوټ د دغې غونډې د برخه والو هېوادونوله چارواکواو د نړیوالو سازمانونو له استازو سره شریک کړی او په دې برخه کې به د خپلو ژمنو د پلی کولو په اړه حساب او کتاب ورکړی او په ترڅ کې به یې د دغې غونډې له برخه والو دوستو هېوادونو او مرستندویو سازمانونو څخه په کلکه غوښتنه وکړی چې د دې ترڅنگ داځل د ژینو په دې غونډه کې دکلونو کلو‎نود جگړه ځپلو افغانانو د یوې سترې غوښتنې په توگه په هېواد کې د تلپاتې، رښتینې او سرتاسری سولې لوړ هدف ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت سره د پوره همغږۍ او مرستې له مخې په دغه هېواد کې  د ترهگرود ځپلواو د هغوی د ملاتړوهېوادونو د شومو توطیو شنډولو ته هم په کلکه خپلې مټې رابډ وهی او د نړۍ د هېوادونوخلک دې د سیمې او نړۍ ثبات ته د سترگواښ په توگه د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو هېوادونوله شره د تل لپاره وژغوری اوپه دې برخه کې دې له پوره جدیت څخه کار واخلی. د رسنیو له لارې خپاره شوی رپوټونه وایی چې نړیواله ټولنه به د افغانستان په اړه د ژینو په دې نړیواله غونډه کې چې د ملگرو ملتونو د سازمان او د افغان حکومت په کوربه توب جوړېږی د ۲۰۱۹ زیږدیزکال له پیله د ۲۰۲۰ زیږدیزکال ترپایه پورې په افغانستان کې د پراختیایی چارو د پرمخ بېولو. د اصلاحاتو د راوستلو او دامنیت د ټینگښت لپاره خپلې مرستې تازه کړی او په ترځ کې به یې له افغان حکومته په کلکه داغوښتنه وکړی چې په پوره شفافیت له افغانستان سره د شویو مرستو د لگولو لپاره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندی او ټیکه دارانو، قراردادیانو،شرکتونو،ساختمانی موسسو او نورو ادارو او زورواکو ته دا اجازه ور نه کړی چې پراړوندو پروژو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د لگولو په برخه کې له فساده کار  واخلی، هغه له خپلو ناوړو شخصی گټو ښکار کړی او له دې لارې د نړیوالې ټولنې  باور زیانمن کړی او په دې توګه نړیواله ټولنه په راتلونکې کې افغانستان ته د مرستو له بیا ورکړې څخه بېزاره او پښېمانه کړی.

رپوټونه وایی چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې غړو هېوادونو پر افغانستان د اوږدې اوولس کلنې تپل شوې جګړې په بهیر کې یوازې د افغانستان د پراختیا او بیا رغونې د چارو د پر مخ بېولو او داصلاحاتو د راوستلو لپاره له یو سلو پنځوسو میلیاردو امریکایی ډالرو څخه زیاته مرسته کړی ده. که چېرې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې دغه په میلیارډونو ډالره مرسته په پوره شفافیت او صداقت د دغه هېواد پر اوږدمهالو بنسټیزو او اقتصادی پروژولګیدلی وای اوله اړوندوناوړو استفاده کوونکوچارواکوسره دناوړه جوړښتونو او معاملو له مخې د قراردادیانو ، ټیکه دارانو ، شرکتونو ، ساختمانی موسسو ، انجوګانو او زورواکانو د شخصی او ناوړو ګټو ښکار شوې نه وای، نو اوس به د افغانستان د کلونو کلونو جګړه ځپلی ، ویجاړ او کنډواله شوی هېواد ګل او ګلزار او د پرمختګ لوړو څوکو ته به رسېدلی وای او د اوس په څېر به په هېواد کې نه جنګ جګړې وای نه به خلک وږی، تږی او بربنډ وای، نه به نورو هېوادونو ته احتیاج وای اونه به دې هېواد ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د برېښنا ، ګازو، تیلو او نفتو او نورو توکو د را واردولو احتیاجونه ګالل او اوس به د افغانستان خلک له هره پلوه هوسا او بسیا وای. اوس پردې پوره باور دی چې خپلو ژمنو ته هوډمن ولسمشر محمد اشرف غنی اوده ته ورته وفادار چارواکی د افغانستان د پراختیایی او رغنیزو چارو د پر مخ بیولو او داصلاحاتو د راوستلو او دغه راز په دغه هېواد کې به د قانون د واکمنۍ او د بشر د حقوقو په تېره بیا د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو دلګولو په برخه کې د افغانستان د تېرو وختونو د حکومت له ناغېړیو څخه پوره پند او عبرت واخلی. د ژنیو په دې غونډه کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له تازه مرستو څخه اعظمی ګټه پورته شی او په دې برخه کې به له نړیوالې ټولنې سره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندی او له دې لارې به نه یوازې د نړیوالې ټولنې، بلکې د خپلو خلکو پوره باور هم راخپل کړی او د هغوی په زړونو کې به ځای ونیسی.  ‎

شاولی قرار شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید