روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان د ستر سیاسی شخصیت  محمد ولی خان دروازی  ژوند او رسمی دندوته لنډه کتنه 

محمد ولی خان دروازى ، د جنرال محمد ولی خان – شاه محمد ولی خان، محمد ولی خان دروازی – شهزاده محمد ولی خان –د غازی باچاه امیر امان الله خان دسلطنت د وکیل او دغازی امان الله خان  دسلطنت د مقام دکفیل … په نومونو دتاریخ په پاڼو کې ذکر او  کښل شویدى.

په یوی تحقیقی تاریخی مقالې کې چې د ښاغلی دکتور طبیبی له خوا لیکل شوی داسې راځی:- شاه محمد ولی خان دروازى  د بدخشان له هغې فرهنګی سیمې څخه دى چې زرګونه کلونه وړاندې دفرهنګ او دوریښمود تاریخی لاری د سوداګری مرکز ګڼل کېده.په همدې تجارتى او فرهنګی بستر کې د شاه ابوالفیض خان) په کاله کې شاه محمد ولی خان پیدا شوی دی – دى اصلاْ یو شهزاده (شاهزى)و د درواز له شاهز یو څخه، چې د درواز د باچایانو له ماتې وروسته  له خپل پلار، کاکا او نورو خپلوانو سره یوځاى په کابل کې  د امیر عبدالرحمان خان باچاه دربار ته راغلل او د امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان غازی په دربارونو کې یې په سیاست کې ځانګړى نقش ولوباوه.

 همدارنګه دمحمدولى خان دروازی دتاریخی شخصیت په اړه  په یوې بلی تحقیقی مقالې کې  هم داسې راغلې چې محمد ولی‌خان دشاه ابوالفیض خان زوى دى – دهغه کاکا شاه محمود خان دروازی – د درواز له مشرانو او شاهانو څخه و – په بخارا او سمر قند کې د سردار عبدالرحمن خان د اوسیدلو پرمهال یې له دغه سردار سره  بلدتیا وشوه.

محمد ولی خان لا پنځه کلن و، چې له امیر عبدالرحمان خان څخه یې نږدې روزنه او پالنه پیل شوې ده – په دې حساب د محمد ولی خان دروازی دزیږېدلو کال ۱۸۷۵ زېږدیز ښودل شوى دى.

محمد ولی خان زلمى و- چې د دربار په غلام بچه ګانوکې شامل شو، لیک لوست او زده کړې یې وکړلې او بیا یې لیاقت او پوهه ثابته کړه.

دځلمیتوب پرمهال دغلام بچه ګانو د ټولګی د مشر یعنی (سرجماعه‌)په توګه هم مقرر او وټاکل شو. محمد ولی خان د امیر حبیب الله خان د سلطنت پرمهال په دربار کې دننه د امیر د ځانګړو او پټو سندونو د منشی په توګه ټاکل شوى و که څه هم  د سراجیه دورې پرمهال د بانفوذه کسانوله ډلې څخه نه و، خو بیا هم امیر به ده ته د (اکه )یانې مشر ورور په نوم غږکاوه .

دښاغلی محمد ولی خان په اړه د امیرامان الله خان غازی اند:

 په امانی زرینې دورې کې د امیر نظریات او اندونه د محمد ولی خان په هکله سم او ټاکونکی وو کله چې په سراجیه دورې کې، شهزاده امان الله خان د عین الدوله په توګه و، نو له محمد ولی خان سره یې هم مینه زیاته وه، دغه راز ښاغلى محمود طرزی  هم چې دافغانستان یو  مهم سیاسی او فرهنګی شخصیت و –له ښاغلی دروازی سره یې محبت و، لکه د خپل اولاد په څېریې هغه نازاوه او نېک نظر یې ورته درلود.

دمحمدولی خان دروازی په اړه  په هغه کتاب کې چې (سلطنت عشق رحمانی )نومېږی او د مولانا حبیب الرحمن مهدی قریشی لیکنه ده،  داسې راغلی دی. دده پلار الحاج حضرتګل چې په جلال آباد کې  په شاهی دربار (شاهی بڼ)کې یې په سراج العمارت کې د کتابت ملازمت درلود – هغه داسې کښلی دی چې ده هم محمد ولی‌خان بدخشانی له باچاه سره لیدلى او په ګاډی (موټر )کې ورسره د لغمان تر کلای سراج پورې یو ځاى تللى او هلته دنغاره خانې د جوړولو پرمهال یې څو ورځې چوپړ کړى او هغه یو پوه زلمى و.

هغه یو ډېرتکړه او پوه شخص و په سیاست او محرمیت کې یې ځانګړى مقام  درلود او. سراجیه شاهی کورنۍ ته وفادارو .

امیر حبیب الله خان کله چې د لغمان – د الینګار د شنې درې دکله ګوش سیمې ته  په تفریح تللى و – له خپلې  ټولې عملېې سره په الینګار کې اوسیده.

کله چې امیر ووژل شو – ښاغلی میر قاسم خان لغمانی چارباغی چې یو ملی مبارز و دامیر په اړه  په یوه لیکنه کې داسې کښلی دی: د ۱۹۱۹ کال دجنوری په لومړۍ نېټه امیر حبیب الله خان جلال آباد او بیا دلغمان الینګار ته د تفریح له پاره ولاړ. امان الله خان عین الدوله دغه مهال په کابل کې و او شجاع الدوله خان چې یو امنیتی (استخباراتی) سړی و، له باچاه سره یو ځاى و او شجاع الدوله خان تومانچه هم درلوده.د ۱۹۱۹میلادی  کال د فبرورۍ میاشتې ۲۰ مه ڼېټه د پنجشنبی شپه په ۱۲ بجو چې امیر په الینګار کې په   خپله خیمه کې (د خوب په ځای)کې بیده و، د نامعلوم کس له خوا له نږدې څخه د تومانچې په ډز په شهادت ورسید .

او ډېر ژر شهزاده امان الله خان په کابل کې پر سلطنتی (تخت)کېناست او د باچهۍ (تاج )یې پرسر کړ. له ده سره  یې خسر چې ښاغلی محمود طرزی و، د ۱۹۱۹میلادی کال د اپریل په لسمه نیټه دبهرنیو  چارو وزارت په کرسۍ کښیناست.البته ښاغلى طرزی په ترکېی کې هم اوسېدلی و، په پښتو او دری ژبو یې خبرې کولې او په دواړو  ملی ژبو یې شعرونه ویلی دی پر ترکی او عربی ژبو هم پوهېده او په کابل، غزنی او هرات کې یې دری ادبیات هم لوستلی او مطالعه کړی وو او له خپل مرحوم پلار غلام محمد خان څخه یې په پښتو او دری ادبیاتو او صرف او نحوه کې زده کړې کړې وې.

پښتو ژبه یې په کندهارۍ لهجې وه. له ده سره ۱۰ ورځې وروسته د ښاغلی محمد ولی خان رسمی دنده هم معلومه شوه.

دمحمد ولی خان دروازی – سیاسی (دیپلوماتیک )چوپړونه

د ځوان باچاه امان الله خان د هدایت له مخې او دبهرنیو چارو د وزیر په لارښوونه. دیو ګرځنده سفیر په توګه د ښاغلی محمد ولی خان دروازی دنده معلومه  شوه. هغه له کابل څخه د شمالی ولایتونو پرلور چې هدف او موخه یې تر ټولو لومړى د بخارا امارا تو ته ورتګ و، پیل شوه له دروازی سره د شوروی روسیې او داروپایې هېوادو د مشرانو په نومونو د باچاه لیکونه هم موجود وو.او دغه مهمه سیاسی دیپلوماتیکه دنده یې
رسماًَ پیل کړه.

د ۱۹۱۹ میلادی کال د جون په ۴ مه = د ۱۲۹۸ ل کال د سرطان په ۱۴ مه محمد ولی خان او ملګری یې بخارا او اندیجان ته له سفرڅخه څلور ورځې وروسته د روسی ترکستان مرکز تاشکند ښار ته ورسېدل او هلته یې ډېرتود هرکلی وشو، له دوو ورځو وروسته یې له همدې ځایه دهغه مهال د امریکا دمتحدو ایالتونو  ولسمشر ښاغلی پریزنت ویلسن‌ته  تلګرامی خبرورکړ،چې امریکاته افغانی رسمی سیاسی استازی ورتلونکی دی او دپاریس د سولې کنفرانس ریاست یې پرغاړه دی.په همدې موده کې د شوروی نوى جوړشوى رژیم له سیاسی ستونزو سره لاس او ګریوان و، چې په هغه هېواد کې انقلاب ضد الکساندر کولچاک نومی وسله وال د دغه هېواد پرضد مقاومت او فعالیت کاوه

– د ۱۹۱۹میلادی کال د سپتامبر په ۲۳ مه د  ۱۲۹۸ل کال د میزان په لومړۍ نیټه دمحمد خان دروازی په مشرۍپلااوى په اورګاډی کې له تاشکند ځخه دمسکو پرلوری خپل (سفر)پیل کړ، چې د ۱۹۱۹میلادی کال  د اکتوبر په ۱۵مه نېټه (مسکو)ته ورسېد او هلته یې هم ډېر تود هر کلی وشو.

له دې سره  په مسکو کې خپرېدونکو ورځپاڼو په تېره بیا د (ربوچې او کراسنایا زا ویزدا)ورځپاڼې چې نوى یې اساس ایښودل شوی و، دغه افغانی رسمی سیاسی پلاوی او همداراز د باچاه شاه امان الله خان او د افغانستان د ستر ملت په اړه ډیرې خپرونې وکړې او مقالې یې خپرې کړې  او په دې توګه یې د کابل – مسکو ترمنځ اړیکې ښې وبللې او  دې ته یې زمینه برابره کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسی معاهده لاسلیک شی دمحمدولی خان دروازی په مشرۍ دغه افغانی پلاوی.د ۱۹۱۹میلادی کال د دسامبر په۱۹ مه د اورګاډی په سپرلۍ بیرته تاشکند ته ولاړ.

له دې وروسته محمد ولی خان د  ۱۹۲۰م کال د منی له پای ځخه د ۱۹۲۱کال تر مارچ پورې په مسکو کې هستوګنه غوره کړه  او له دې سره مسکو ته ثابته شوه چې د کابل له دربار ځخه د سفیر په توګه هلته اوسی او سیاسی خبرې سرته رسوی او د یو دیپلومات په توګه چلندته اړتیا لری، نو دهمدې خبرو په پایله کې د ۱۹۲۱میلادی کال د جنورۍ په ۲۸مه نېټه په مسکو کې د افغان- شوروی د دوستۍ تړون لاسلیک شو.

د محمد ولی خان تر مشرۍ لاندی د افغانستان د شاهی دولت دسیاسی دیپلوماتیکو خبرو په دوام چې له ده سره په دې خبروکې ښاغلو غلام صدیق څرخی – ذکریا او مرزا محمد خان یفتلی هم حاضر وو- د شوروی روسېې له خوا صدراعظم چچرین او قره خان دیپلومات – خبرې کولې کوم چې نتیجه یې ړومبی ذکر شوه ،کله چې ښاغلی دروازی په ترکیه کې اوسېده، نو خپل سیاسی روابط یې د ترکېې هېواد له مشرانو سره ساتلی وو،  خو ترکیه پرهغه مهال د یونانی لښکر تر یرغل لاندې وه- او ستونزې موجودې وې.

– له دې وروسته د محمد ولی خان دروازی په مشرۍ افغان پلاوى د ۱۹۲۱کال په فبرورۍ کې برلین ته ولاړ اوله جرمنی  سره یې سیاسی خبرې پیل کړې،  خو جرمنى پرهغه مهال له نړیوالې جګړې څخه زیان لیدلى و ،  د بریتانیا د حکومت تر اغېزې لاندې و او  له افغان پلاوی سره یې مذاکره دومره اغیزمنه نه وه.

– له دې وروسته افغانی پلاوى د ۱۹۲۱ میلادی کال په می میاشت کې د ایتالیا له دولت سره د خبرو له پاره روم ته ولاړ – پرهمدی مهال روم له لندن سره د سیاسی روابطو له کبله ترینګلی حالات درلودل، نو دایتالیا دولت خوشاله شو او ډېرژریې د ۱۹۲۱ م کال د جون په دریمه د ښو سیاسی اړیکو او دوستۍ ژمنلیک لاسلیک کړ او دایونوى باب و، چې ددواړو دوستو هېوادونو ترمنځ پرانیستل شو ، چې هماغه خواږه روابط بیا تر اوسه پورې پایښت لری.

– د ۱۹۲۱ میلادی کال د جون په ۹ مه د فرانسې مشر میلیران او صدراعظم په پاریس کې له ښاغلی دروازی سره دوستانه لیدنې کتنې وکړې، پردې سربیره فرانسې هم څرګنده کړه چې بریتانیا به دافغانستان په اړه دښو اړیکو جوړولو په خاطر وهڅوی اوفعالیت یې پیل  کړ.

د متحدوایلاتو پرلور اوږسفر پیل شو: محمد ولی خان د ۱۹۲۱ میلادی کال د جولاى په ۲مه نیټه د نیویارک پرلوری په (بېړۍ )کې اوږد سفر پیل کړ. بیا هم په دې سفرکې له محمد ولی خان سره سردار فیض محمد خان او ذکریا خان هم وو او په واشنګټن کې یې د ولسمشر د ملاقاتو هیله مندی درلوده ، نو پرهغه مهال د بریتانیا لابیګری په واشنګټن کې توده وه.او دغو دیماګوژیکو پروېاګنډو اولابیګریو د واشنګتن پر سیاسی فضا هم تورسیورى وغوړاوه، نو افغانی پلاوى دې ته  اړشو ، چې د شاه امان الله خان رسمی لیک – دسپینې ماڼۍ سیاسی دفتر ته د ولسمشر هارډنګ له ملاقاتو څخه پرته وسپاری  – افغانی پلاوى په واشنګټن کې دبریتانیا سفارت ته مراجعه وکړه تر څو ویزه ترلاسه کړی او لندن ته رسمی سفر وکړی.- په لندن کې یې دبهرنیو چاروله وزیر لارد کرزن سره  په ۱۹۲۱ م کال د اګست په ۱۷ مه وکتل، خو حالات ترینګلی او ترخه وو، پرهغه مهال کرزن په څرګنده وویل چې د کابل دپلاوی ملاقات په لندن کې ضرور نه دی، بلکی له بریتانوى هند سره یې ملاقات لازم دی.

دمحمدولی خان په مشرۍ افغانی پلاوى له ۱۹۲۱ میلادی کاله د ۱۹۲۲ تر مارچ پورې په پاریس او برلین کې دخپلو مذاکرو دپایلو له پاره پاتې شو – دغه ډول د ۱۹۲۱ د اپریل په ۲۸ مه د افغان – فرانسې د دوستۍ معاهده هم لاسلیک شوه. او داهم یو نوى باب و. دغو ټولو سفرونو ، لیدنو کتنو ، خوالو او ناخوالو خوږ و او تر خو، د محمد ولی خان په سیاسی چارو او تجربو کې زیاتوالى راوست ، د ښې دیپلوماسۍ خاوند او د وطن او ملی ګټو له پاره جوګه شو، په دې برخه کې یې ښې تجربې ترلاسه کړې او د خپل وطن او نوی ځوان دولت په غوړیدو او سمسورتیا کې یې
وکارولې.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید