روزنامه هیواد

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان خپلواکی له پغمان سره څه تړاو لری؟

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې د سلمې کلېزې په ویاړ د کابل پغمان ولسوالۍ ته ولاړم. کله چې دغې ولسوالۍ ته ننوځې، د افغانستان د پخوانی پاچا امان الله خان د واکمنۍ نښه، یعنی شېر دروازه یا د زمری په نامه دروازه په مخه درځی.

دغه دروازه کابو درې متره لوړه ده او له تورې ګزک(ډبرې) او سپینو مرمرو جوړه شوې ده. په دروازه کې له مرمر ډبرې د زمری سر جوړ شوی چې مخ ته یې مرمرین جام اېښى.

ویل کېږی پخوا به د همدې زمری له خولې اوبه راتللې او په دې جام کې به تویېدلې. دا هم ویل کېږی چې په دغو اوبو کې به یې سور رنګ ګډ کړ، چې په دې سره به سرې اوبه جام کې تویېدلې.

د زمری له دروازې چې سل متره مخ ته لاړ شې نو د خپلواکۍ د بیا اخیستنې تر ټولو لویه نښه تاق ظفر په مخه درځی.

تاریخی اسناد ښیی کله چې امان الله خان او ملکه ثریا د اروپا له شپږ میاشتنی سفره افغانستان ته را ستانه شول، نو د اروپایی معمارۍ تر اغېزې لاندې یې د پغمان ولسوالۍ د ننوتو دلارې په سر کې د پاریس  د بریا تاق له سبک څخه په نقل د تاق ظفر دروازه جوړه کړه.

له امان الله خان څخه مخکې د هغه پلار امیرحبیب الله خان هم په پغمان ولسوالۍ کې د شاهی کورنۍ د ساعت تېرۍ لپاره ودانۍ او بنسټونه جوړ کړی وو، خو امان الله خان هڅه وکړه ،چې له دې ودانیو او بنسټونو عام خلک ګټه واخلی. تاق ظفر هم د دروازې په شکل جوړ شوی دی.د ظفر تاق په لوړه برخه کې په دری ژبه یو ډبرلیک هم شته، چې په کې لیکل شوی افغانستان په ۱۲۹۸ کال کې د زمری پر ۲۸مه نېټه، له انګرېزانو خپلواکی تر لاسه کړه.

د ظفر تاق پر ستنو د هغو سرتېرو نومونه لیکل شوی، چې د افغانستان د خپلواکۍ دبیا اخیستنې په جګړه کې یې برخه اخیستې او یا وژل شوی دی.

د ډبرلیک ترڅنګ د دواړو ستنو په سر کې دوې، دوې تورې او د غنمو وږی نقاشی شوې دی.

کله چې د زمری له دروازې او ظفر تاق څخه د پغمان پر لوری شاوخوا یو کیلومتر ولاړ شې مشعل څلى په مخه درځی. دا څلى د شمعې په بڼه په ۱۳۰۹ هـ ش کال کې جوړ شوى او اوس یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې په ویاړ رغوی.

د مشعل څلی تر څنګ د پاراچی ها په نامه جومات دی. دغه جومات د غازی امان الله خان په امر جوړ شوی و. تاریخی اسناد ښیی امان الله خان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې د لومړنۍ کلېزې پر وخت، چې هغه مهال یې د اختر جشن ور ته وایه، په دغه جومات کې د جمعې لمونځ وکړ او وروسته یې د پغمان په عمومی باغ کې ولس ته وینا وکړه.

دا تاریخی جومات د افغانستان دکورنۍ جګړې پر مهال ویجاړ شوى و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخی آبداتو د ساتنې آمریت د مشر عبدالاحد عباسی په وینا څو کاله مخکې یاد جومات د سیمی خلکو د امریکا د نړیوالې پراختیایی ادارې یا USAID په مالی مرسته بیا ورغاوه.

اوس دغه جومات د اسلام د پیغمبر، حضرت محمد (ص) په نامه شوی دی.

د دغه جومات په انګړ کې یوه غټه ډبره د لوډر د پله په شکل جوړه شوې ده، د وسپنې دوه لاستی پرې نصب شوی دی. د ښاغلی عباسی په خبره دغه ډبره به د بهادر په نامه پیل کشوله او سړک به یې پرې تخته کاوه.

له دغه ځایه زه او ښاغلى عباسی د پغمان عمومی باغ ته ولاړو. دغه باغ ته د ننوتو لپاره یې ۵۰ افغانۍ را څخه واخیستې، خو په تاریخ کې لیکل شوی، د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال به دغه باغ ته د ننوتو د ټکټ بیه یوه افغانۍ وه.

د یادو ټکټونو په پیسو یې په پغمان کې د (احسان امانیه) په نامه ښوونځی جوړ کړ او په پاتې پیسو به یې د خپلواکۍ نمانځنې په جشن کې وزشکارانو ته جایزې رانیولې.

د پغمان په عمومی باغ کې هغه ځای ته ولاړم چې له نن څخه نهه نوی (۹۹) کاله مخکې امان الله خان د افغانستان دخپلواکۍ د بیا اخیستنې لومړنۍ کالېزه په کې ونمانځله.

وروسته له هغه چې د لغمان په کله ګوش کې امیر حبیب الله خان د نامالوم کس له خوا ووژل شو، امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د دلوې پر۳۰مه په کابل کې خپل سلطنت اعلام کړ.

هغه د همدې کال د حوت پر ۹مه په خپل مشهور فرمان کې د افغانستان خپلواکی اعلام کړه او ویې ویل: افغانستان نور په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواکی لری.

له یاد فرمان وروسته امیر امان الله خان د کابل په مرادخانیو سیمه کې ولس ته په  وینا کې، چې د هغه مهال د برېتانوی هند سفیر هم شتون درلود، د افغانستان خپلواکۍ اعلام کړه او خلکو یې تود هرکلی وکړ.

هغه مهال به د پغمان په عمومی باغ کې د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې جشن، چې هغه مهال به یې د اختر جشن باله، ۸ ورځې او شپې نمانځل کېده.

سیمه ییزو سندرغاړو به سندرې ویلې او ورزشکارانو به سپورتی نندارې وړاندې کولې.

په پغمان کې د امان الله خان د وینا دغه سیمه د اوسنیو لوبغالو په شکل جوړه شوې ده. د مځکې منځ یې کښل شوى او له خاورو څخه زینې جوړې شوې وې.

په دغه ځای کې د (( فیل پای ها)) یا د پیل پښو په نامه له ډبرو څلور ستنې جوړی شوې. دغه ستنې اوس هم هلته ولاړې دی.

یوه یې کابو په بشپړ ډول ویجاړه شوې او درې نورې هم شاوخوا لس سلنې ویجاړی شوی.

هغه انځور، چې د افغانستان ملی آرشیف بی بی سی ته ورکړى دى، په کې ښکاری چې امان الله خان د ((فیل پای ها)) په منځ کې د خبرو یوه ډبرین میز ته ولاړ او خلکو ته وینا کوی. دا چې امان الله خان ولې پغمان د خپلواکۍ د نمانځنې د جنش لپاره ټاکلې و، ځواب یې ښاغلی عباسی وایی:

(( یو خو پغمان ولسوالۍ کابل ښار ته د نورو ولسوالیو لکه شکر درې، ګل درې، بګرامیو او ده سبز په پرتله نږ دې ده. بل اوبه او هوا یې ښه ده او خپله امان الله خان د پغمان په زرګری نومی کلی کې زیږېدلی، نو کېدای شی همدا لاملونه وی، چې امان الله خان به پغمان د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستنې د جشن لپاره ټاکلى وی))

عصمت بهیر

ممکن است شما دوست داشته باشید