روزنامه هیواد

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په ویاړ  د افغانی فرهنګ د غوړېدو لپاره د  شاه امان الله خان هڅې

د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمری ۲۸مه، چې د انګرېز پر وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلام ورځ ده. ۱۰۰  کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلام نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود، بلکې د آسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلام د انګرېزانو په آسیایی مستعمرو کې د آزادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه مهمه پیلامه وه.۱۰۰ کاله مخکې، امان الله خان د زمری پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد آزادی ونمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې له دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملی ورځې په توګه نمانځئ. امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او آزادی غوښتونکی سرتېری و. له تاریخ او حماسی ادبیاتو سره یې ډېره مینه وه.ده د ۱۹۱۹ م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۰مه، د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو په غم کې د خپل تره نصرالله خان د امارت له اعلامېدو سره مخالفت وښود او هوډ یې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلی او خپلواکی به بېرته ترلاسه کوی. افغان تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل اثر (( افغانستان در مسیر تاریخ )) کې لیکی: (( د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د مرادخانیو په میدان کې راغونډ شوی وو. امیر امان الله خان سپور په داسې حال کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره یې پر ډډې راځړېدله. همدلته یې مشهوره او تاریخی وینا وکړه. ده د افغانستان بهرنۍ خپلواکی او په هېواد کې د ننه د فردی آزادۍ اعلام وکړ. د برابرۍ، د ولس د آزادۍ، دعدالت تامینولو او د نوی دولت د ریښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې. د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښیو او مبارکیو د شور او زوږ غږونه راپورته شول.))

تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکی چې امان الله خان د ۱۲۹۷ ل کال د کب پر نهمه د (۱۹۱۹ د فبرورۍ په ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځی جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته داسې وینا وکړه: (( لومړی خپل ټول اصیل رښتونی ملت ته اعلام کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ.)) نوموړی زیاته کړه: (( زما  ګران ولسه ! زه دا پوځی جامې تر هغو نه باسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!))

شاه امان الله د ۱۹۱۹ میلادی کال د اپرېل پر ۱۳مه، د کابل په دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب (( د افغانستان د سیاسی اړیکو تاریخ )) کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې: (( ما خپل ځان او خپل مملکت له کورنی او بهرنی پلوه بشپړ آزاد او خپلواک اعلام کړ. له دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان آزاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږی چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړی او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.)) بیا یې د انګلیسانو سفیر ته مخ ور واړاوه او ویې پوښتل: (( څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟)) د انګلیسانو سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: (( هو، پوه شوم. ))شاه امان الله د افغانستان دسیاسی خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، په ټول هېواد کې د معارف او ښوونځیو په عامولو سره د خلکو پام ترلاسه کړ. هغه له پلازمېنې نیولې تر ولایتونو پورې د ښوونځیو او عصری علومو د تدریس د بنسټ په اېښودو سره د هېواد په لراو بر کې د علم او پوهې څراغ بل وساته. نوموړی د هېواد د ټولو بچیانو لپاره د علم او پوهې حاصلولو په خاطر ښوونځی ته د تګ زمینه برابره کړه. د ښځو د زده کړې او تحصیل د خوندیتوب په موخه یې دوی ته ځانګړی پام وکړ او ښځینه ښوونځی او ښځینه روغتون (( مستورات)) یې جوړ کړل. پر دې روغتون سربېره، ملکې ثریا د مستورات په نوم ښوونځی هم د کابل دځینو ښځو په همکارۍ جوړ کړ،چې اوس د ملالۍ لېسې په نامه یادېږی. همدا رنګه ښځې او سړی دواړه علم او پوهې ته وهڅول شول.د هېواد د فرهنگ د غوړېدو په لړ کې د اعلیحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول و، چې لومړۍ گڼه یې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اپرېل پر ۱۲مه د عبدالهادی داوی په مدیریت خپره شوه. دغې خپرونې د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې پوره ونډه واخیسته او هېوادوالو ته یې د هېواد د پرمختیا لورى په گوته کړ. د مطبوعاتو په برخه کې بیا وروسته په لسگونو نورې جریدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولایت کې یوې جریدې خپرونې کولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو یوه خپرونه هم وه. د قانون جوړولو په برخه کې امان الله خان د ۱۹۲۳ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په جلال آباد کې د ملت د۸۲۷ استازیو په گډون لویه جرگه جوړه کړه او په ۱۹۲۳  کال یې د افغانستان لومړنى اساسی قانون یې تصویب کړ. په اقتصادی برخه کې یې د صنایعو انکشاف ته پوره پام وکړ او په باندینی تجارت کې افغانی پیداوارو د نړۍ مارکېټونو ته لاره ومونده.

په عمرانی برخه کې نوی ښارونه جوړ شول او د کابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولایتونو تر منځ لارې او سړکونه له سره جوړ شول او په لارو کې د مسافرو د هوساینې لپاره هوټلونه په کار ولوېدل. اعلیحضرت افغان زده کوونکی د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه آبادۍ او سمسورتیا کې برخه واخلی، خو له بده مرغه ځینو شر غوښتونکو د پاچاه دغو ټولو ښو کارونو ته بل نوم او عنوان ورکړ، پاچاه ته یې سردرد او د پرمختیا د کارونو په وړاندې یې خنډونه جوړ کړل.

شاه امان الله د پرمختګ په موخه په هېواد کې ځینې ټولنیز بدلونونه راوستل، چې د ملی یووالی د بنسټ اېښودل یې په سر کې وو. همدارنګه، د افغانستان اساسی قانون یا (( اساسی نظامنامه)) یې طرح او تصویب کړ. دا اساسی قانون په ۱۳۰۱ هجری لمریز کال په جلال آباد کې د ۸۷۲ کسیزې لویې جرګې په پایله کې، چې مشری یې خپله امان الله خان کوله، تصویب شو او په لومړی ځل افغانستان پخپل څو زره کلن تاریخ کې د لوړو انسانی حقونو پربنسټ د اساسی قانون څښتن شو. د عامو حقونو په فصل کې د برابرۍ، اصولو، شخصی آزادۍ، د اسارت او غلامۍ لغوه کولو، د مطبوعاتو او آزادۍ او د شخصی ملکیت حق ته انعکاس ورکړل شوی و.همدارنګه، د استوګنې مصئونیت او د شتمنۍ د مصادره کولو منع کېدو، د بېګار، ربړونې او د ناقانونه مجازاتو لغوه کولو ته هم ځانګړی پام شوی و. د هماغه اساسی قانون ۱۱مه ماده حکم کوی چې: (( په افغانستان کې د اسارت او غلامۍ اصول بالکل درول شوی.)) د ډنمارکی څېړونکی اسټا اولسن په وینا: (( په اساسی قانون کې د افغانستان خلکو ته د هماغو حقونو وړاندوینه شوې وه، چې په لېبرالو لوېدیځو قوانینو کې موجوده وه.

امان الله خان ډېر زغم درلود ، هوښیار او مدبر سړى و ، په ډېره صریحه او څرگنده لهجه یې خبرې کولې او کله به یې چې وینا کوله مقابل لورى به یې ډېر زیات تر خپلې اغېزې لاندې راووست . کله چې د امیر حبیب الله خان د پاچاهۍ په دوران کې روڼ اندو د مشروطیت غورځنگ جوړ کړ ، نو امان الله خان د همدې غورځنگ په فعالیتونو کې هم بشپړه ونډه واخیسته . د ځینو فعالیتونو له امله امیر حبیب الله د همدې غورځنگ غړی بندیان کړل ، نو اعلیحضرت امان الله د خپلې پاچاهۍ په لومړیو ورځو کې له زندان څخه را خلاص کړل او په دې توگه یې غوښتل چې د همدغو روڼ آندو له پوهې څخه د هېواد په پرمختیا کې کار واخلی.

 امان الله خان یو ځوان هېوادپال شخصیت و ، چې د افغانستان د سمسورتیا او پرمختیا لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختیا او سمسورتیا په لاره کې ورته یوه مکار دښمن کمین نیولى و او امان الله خان یې په دغې لاره وړاندې تگ ته پرې نښود .  کله چې اعلیحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختیا په هیله د ۱۹۲۷ زېږدیز کال په وروستیو کې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچاه د اصلاحی کارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زیات کړل شول او بیا د سقاو زوى اړو دوړ جوړ کړ. اعلیحضرت و نه غوښتل چې په هېواد کې یې وینه تویې شی او د ۱۹۲۹ زېږدیز کال د جنوری په لومړۍ اوونۍ کې یې استعفاء ورکړه او پر ځاى یې خپل ورور عنایت الله په پاچاهۍ وټاکه،خو د سقاو د زوى حبیب الله کلکانی په سر کې د پاچاهۍ نېشه وه، ارگ یې محاصره کړ او اعلیحضرت عنایت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعلیحضرت امان الله خان د کندهار، له لارې هند او له هغه ځایه بیا ایټالیا ته لاړ، هملته یې له هېواده لرې ژوند غوره کړ او د ۱۹۶۰ کال د اپرېل پر ۲۶مه یې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.
اروا یې ښاده ، آباده او کارنامې یې تل د لمر په شان ځلېدونکې.

رفیع الله ـ رووفی

ممکن است شما دوست داشته باشید