روزنامه هیواد

د افغانستان د خپلواکۍد سلمې کلیزې په ویاړ له خپلواکۍ وروسته د غازی امان الله خان د دورې  بنسټیزې اقتصادی چارې

پوهاند محمد بشیر دودیال

پنځمه برخه

کلتوری چارې

د خپلواکۍ  د بېرته ګټلو  تر ټولو مهم اغىز د ملی فرهنګ او کلتور  ودې، ښوونې او روزنې، مطبوعاتو،  برېښناىى اطلاعاتى وساىلو، لکه رادىو، تىلونو، مخابراتو، د نوىو ودانىو جوړولو، د ملی موزىم  تاسىس او دکتابونو چاپ او دغه ډول نورو کلتورى چارو ته پاملرنه او په  هغو باندې د خپلواکۍ اغىز، خصوصاً  په خپله د  پاچاه  پاملرنه  د ژبې، ادب، مطبوعاتو او  ارتباطاتو خواته  وه. ډىر کلتورى مظاهر  او د  هغو ارزښت او معنوى حقوق، د افغانستان  په  لومړنى  مدون اساسى  قانون کې درج شول.  په حقىقت کې د موزىک د ىوه ښوونځی، سىنما او تىاتر  بنسټونه  هم په همدې  وخت کې  کىښودل شول. همدومره پاملرنه د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته  وشوه. شاىد دا  به   دافغانستان  په تارىخ  کې  ىوه بىسارى  دوره وی چې  د  معاصرو شراىطو  له غوښتنې سره سم ، دىنی مدارسو او دىنى  علماوو ته  پاملرنه  شوې وه. د افغانستان د لومړنى اساسی قانون د ۶۸ مادې له مخې لومړنۍ زده کړى تر ابتدائىه درجې پورې اجباری شوی او په پلازمىنه کابل کې د حبىبىې له لىسې پرته د امان او امانی لىسی د فرانسوی جرمنی او کورنىو پروفىسورانو او استادانو په واسطه پرانىستل شوی د غازی رشدىه ښوونځی د استقلال رشدىه، د تلګراف، انځورګری، ترکاڼی، معماری، ژبې ، کرنې، عربی دارالعلوم، د مستوراتو رشدىه، د جلال آباد رشدىه، د کندهار د کرنی رشدىه، د هرات رشدىه، د هرات دارالمعلمىن، د مزار شرىف رشدىه، د قطغن رشدىه د پولىسو ښوونځی، د موزىک ښوونځی، د غالۍ اوبدلو، د نجونو لپاره تدبىر منزل، طبىه ښوونځى، مستورات او له ۳۲۲ څخه زىات لومړنی ښوونځی د هېواد په ټولو ولاىتونو کې پرانىستل شول. تر ۱۹۲۷ م کال پورې د لومړنىو ښوونځىو د زده کوونکو شمېر ۵۱ زرو ته ورسىد. رشدىه او لىسه ښوونځىو او مسلکى لىسو کې د زده کوونکو شمېر درې زره تنو ته ورسىد، چې د نظامی مدرسې زده کوونکی په دې شمېر کې نه راتلل په همدې کال کې د لومړنىو ښوونځىو شمېر ۶۵۰ تنه او د رشدىه ښوونکو شمېر سل تنه زىات شول. له ۱۹۲۳ کال څخه تر ۱۹۲۷ م کال پورې ۱۳۳ عنوانه کتابونه د ۶۹۳۵۷۵ ټوکو په شمىر د معارف وزارت له خوا چاپ شول او د معارف مطبعه هم جوړه شوه. باىد په ىاد ولرو. چې د افغانستان د هغه مهال د ښوونځىو په درسی پروګرام کې د انداخت نظری او عملی فن هم شامل و. څو سوه زده کوونکی هم شوروی اتحاد، جرمنی، فرانسې، اىټالىا او ترکىې ته د تحصىل په خاطر واستول شول. همدارنګه انګلستان ته هم د څو تنو زده کوونکو لېږل په پام کى ونىول شول. د معارف وزارت بودجه د حرب او دربار له وزارت څخه وروسته په درىم کتار کى راتله. ښوونه او روزنه د انتظام له پلوه په پرانىستې فضا کې وه، له سىاسی پلوه کوم تهدىد او وىره نه وه، نو ځکه د ښوونکو او زده کوونکو روحىه له خوښۍ ډکه او عالی وه. دولت دا په پام کى ونىوله، چې په پلازمىنه کى دوه لوى کتابتونونه جوړ کړی، په داسې حال کې چې د کابل روڼ اندو د ىوه شل کسىزپلاوی په لاس له خپلو شخصی کتابونو څخه ىو ملی کتابتون په کابل کى جوړ کړى و او د دولت د ىوې ودانۍ او د ناىب السلطنه د ىوه بډاى او ښکلى کتابتون په ورکولو سره هغه نوره هم بډاىه کړه چې په هغې کې ډېرې قىمتی خطی نسخې هم وې، همدا رنګه دولت په کابل کى ىوه سىنما او په پغمان کې ىو تىاتر جوړ کړ او د دولت په لګښت ۱۳ جرىدې او مجلې په کابل او ولاىتونو خپرىدى لکه ارشاد النسوان په ۱۹۲۲ م کال کې دغه اوو نىزه په اتو پاڼو کې د کابل ښځو خپروله، چې سر محرره ىې الف. ر .  او مېرمن روح افزا وه، چى ىو شمېر ادبی مساىل، آفاقی معلومات، تدبىر منزل او نور معلوماتی مساىل پکې خپرىدل. د اتحاد مشرقی اخبار په جلال اباد کې په ۱۹۲۱ کال کې د برهان الدىن کشککی په مدىرىت په مىاشت کى دوه ځله خپرىده،  د افغان ورځپاڼه د مرزا محمد جعفر خان په مدىرىت له ۱۹۲۲ څځه پىل شوه چې کورنی او بهرنی خبرونه ىې هره ورځ خپرول د معارف نامتو مجله چې وروسته بىا آئىنه عرفان ونومول شوه، له ۱۹۲۱ څخه د معارف له وزارت څخه په خپرىدو پىل وکړ او له ۱۹۲۳ کال څخه وروسته ىې مدىرىت استاد هاشم شاىق ته وسپارل شو، دغه پړاو  د دې  مجلې  په نشراتی  بهىر کې  د تحول پړاو و. د امان افغان اوونىزه جرىده له ۱۹۱۹ م څخه وروسته د عبدالهادی خان داوی په مدىرىت او بىا د مىر سىد قاسم خان په مدىرىت خپره شوه.  د اردو مجله د عبداللطىف خان غونډ مشر غازی په مدىرىت په مىاشت  کې ىو ځل د حربىې وزارت د ارکان حرب د رىاست لخوا خپرىده. د اتفاق اسلام جرىده له ۱۹۲۱ څخه وروسته په اوونۍ کې ىو ځل د عبدالله خان هروى په مدىرىت سره له هرات څخه خپرىده. اتحاد جرىده په اوونۍ کې ىو ځل له خان آباد څخه له ۱۹۲۱ کال څخه وروسته په خپرىدو پىل وکړ. په کابل کى ابلاغ ورځپاڼې له ۱۹۲۱ کال څخه وروسته په خپرىدو پىل وکړ، چى ىواځى اعلانونه ىې خپرول.   بىدار ورځپاڼې له مزار شرىف څخه په خپرونو پىل وکړ . حقىقت جرىده په اوونۍ کې درې ورځې په کابل کى د برهان الدىن په مدىرىت چاپ ته سپارل کېده.  همدارنګه د ستاره افغان انتقادی جرىده په اوونۍ کې ىو ځل له ۱۹۲۰ م.  کال وروسته په خپرونو پىل وکړ، چې د  نامتو  څېړونکی  اوتارىخ  لىکوال، مىر غلام محمد غبار په مدىرىت سره له جبل السراج څخه خپرىده. طلوع افغان له ۱۹۲۱ م. کال وروسته په اوونىز ډول په کندهار کى په فعالىت پىل وکړ د افغانستان د اساسى قانون د ىوولسمې مادې سره سم د هېواد سىاسی زمىنه ملی خپلواکو خپرونو ته چمتو شوې وه او وىل شوی وو چې مطبوعات او کورنی اخبارونه له ىوې ځانګړى نظامنامې سره سم آزاد دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید